نظــر

د اسلامي ثقافت اصيل فهم (درېيمه برخه)

ويناوال: دکتور محمد محمد ابو موسی
ژباړن: احمدالله احمدزی

په تېرو دوو برخو کې د غربي فکر، استشراق، ښکېلاکي موخه او د دغو افکارو د ودې او پرمختګ د لاملونو په اړه خبرې وشوې. همدا رنګه مو د دغه عصر د جمود او کمزورۍ د لامل په اړه خبرې وکړې او په دې اړه د شيخ ابوموسی يو ځانګړی نظر و، چې اتمه، نهمه، لسمه او يوولسمه پېړۍ د جمود او انحتاط پېر نه و، بلکې دا د تاريخ درواغ دي، چې د عثماني خلافت د نسکورولو لپاره يې دليل وبولي.

شيخ ابو موسی د خپلو خبرو په پيل کې وايي، هغه خبره او وينا، چې استاد، عالم او ويناوال به يې له امله اويا کاله جهنم کې پروت وي، هغه خبره ده، چې کوونکی يې له عميق فهم او پوهې پرته کوي؛ ځکه چې دغه ډول خبرې عقلونه، فکر او زړونه تباه کوي. زموږ دين او اسلامي ثقافت د فکر په ژغورلو دومره ټينګار کوي، چې ساری يې نه ليدل کيږي. موږ ته زموږ د رب له لوري امر شوی، چې موږ بايد هغه خبره وکړو، چې کومه حق او بهتره وي. بله دا چې الله تعالی د دې امت ښه والی او اصلاح له ښو ويناوو او عمل سره تړلی دی.

الله تعالی فرمايي: يا أيهاالذين آمنوا اتقوا الله وقولوا قولا سديدا. يصلح لکم أعمالکم ويغفر لکم ذنوبکم…
قول سديد هغې خبرې ته وايي، چې په مناسب ځای کې مناسبه خبره وي او امت ته پرې خير رسيږي.
هغه خبره، چې رښتينې وي، فکر پرې شوی وي، پايلې يې سنجول شوي وي او د زړه له کومې وي، د امت د خلاصون او بريا لامل ده.
ګډوډې او درواغ خبرې د بشريت د تباهۍ لامل دي.

د پخوانۍ خبرې په تړاو، چې څوک زموږ ياد پېر د جمود او کمزورۍ پېر بولي، بايد ووايم، چې هېڅ ملت به خپل هغه تاريخ او زمانه د کمزورۍ او جمود پېر ونه بولي، چې په هغه کې ستر ستر علما، علمي سټې او پوهان تېر شوي وي. د «تلخيص» ټولې شرحې د دوی په قول د جمود په زمانه کې ليکل شوي. د تلخيص کتاب ټوله موخه او هدف دا دی، چې ته بايد څنګه فکر وکړې او څنګه خپل مخاطب سره په مناسب انداز تلل شوې خبرې وکړې، څنګه بحث او مناقشه وکړې.

سعد الدين التفتازاني هم د تلخيص له شارحينو څخه دی.
علامه تفتازاني د تلخيص يوه شرحه «مختصر المعاني» د کشرانو زده کوونکو لپاره ليکلې او بله «مطول» يې د لوړو علمي درجو زده کوونکو لپاره ليکلې ده.
د علامه تفتازاني په اړه درته يوه ښکلې خبره وکړم. علامه موږ ته درس راکوي، چې د خپل مخالف د رايې په راوړلو او ليکلو کې بايد څنګه له امانته کار واخلو، چې د مخالف رايې لرونکي حق را څخه تلف نه شي. د مخالف رايه ګډه وډه مه يادوه، کونج ته کوه يې مه او حق يې مه غورځوه؛ ځکه که ته د مخالف رايه په خپل ځای کې سمه ياده نه کړې، نو ته بيا عالم او محقق نه، بلکې يو جعلي ليکوال يې.
په دې زمانه کې بيا خبره سرچپه ده، چې د مخالف رايه بايد په ډبرو وويشتل شي، غلطه او کمزورې وښودل شي، چې ځانګړو قوتونو ته ميدان تش پاتې شي.

د سعدالدين تفتازاني «مطول» کتاب د عقل استاد کتاب دی، چې خلکو ته عقل ښيي، مګر موږ د دې کتاب حق نه دی ادا کړی، خلکو ته مو سم نه دی ورښودلی او نه مو په خپله سم زده کړی دی. له همدې امله اوس څوک د مطول په اصلي معنا، مفهوم او هدف نه پوهيږي او تر څنګ يې د علماوو، هغه خوارۍ هم له موږه ضايع شوې، چې د همدې کتابونو په متن يې کومې شرحې او حاشيې ليکلي دي.

د متن ليکوال خپله خبره کړې او بل ستر قوي عالم راغلی، چې د عالم متن يې شرح کړی دی، د متن قوت او ضعف يې څېړلی دی او درېيم سړی راغی، پر دغه شرحه يې حاشيه وليکله او د شرحې قوت او ضعف يې په کې بيان کړی دی. که موږ اوس وګورو، چې يو ليکوال تلخيص ليکلی، علامه تفتازاني يې شرحه وليکله او بيا بل عالم راغی، په دې شرحه يې حاشيه وليکله، نو موږ پوهېږو، چې زموږ علماوو، څرنګه زموږ معارف څېړلي او تحقيق يې پرې کړی، مګر موږ بيا د خپلو علماوو ټولې هڅې په اوبو لاهو کړې او داسې وخت راغی، چې دا شرحې او حاشيې راته بې کاره او اضافي ښکاري.

علامه تفتازاني په خپل کتاب کې د مخالف رايه په دومره امانت، دقت او ژور فکر يادوي، چې سړی به فکر وکړي، چې دا يې اوس خپله رايه ده او له هغې وروسته بيا د مخالف د رايې کمزوری ځای په نښه کوي او په عملي انداز پرې رد کوي چې هر چا ته د منلو وړ وي. دا هغه اسلوب او طريقه ده، چې موږ يې بايد ترې زده کړو او په خپلو څېړنو کې د علمي امانت بشپړ خيال وساتو.

اوس راځم، ستاسې هغې خبرې ته، چې خلک ولې د مسلمانانو وروستۍ پېړۍ د جمود او کمزورۍ پېر بولي، کېدای شي ډېر لاملونه ولري، مګر تر ټولو مهم يې دا دی، چې د عثماني خلافت د نسکورولو لپاره دليل او لار ولټوي، سره له دې چې عثماني خلافت کې ډېرې زياتې ستونزې او مشکلات وو، مګر غربي ښکېلاکګرو يې د دې لپاره د نسکورلو هڅې کولې، چې ټول اسلامي امت يې په خپله غېږ کې نيولی و.

دوهم لامل يې دا دی، چې غربي ښکېلاکګرو د مسلمانانو په ذهن کې دا خبره ورکړه، چې دوی خو خپل څه نه لري او بايد د غربي معارف، کلتور او تمدن تقليد وکړي.

زما د خبرې مطلب دا دی، چې موږ څومره خوار شو، چې د جېب مستشرق او د هغه د نورو پلويانو ګډې وډې راته علم ښکاري او موږ يې د يو قوي علم په توګه زده کوو.

جېب په خپل کتاب «وجهة النظر الاسلامي» کې ليکلي، چې موږ بايد خپلو هڅو ته دوام ورکړو او په دې اړه نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو، تر څو مسلمانان زموږ په کلتور او معارف کې ګډوډ شي، خپل کلتور او ثقافت ته په سپکه وګوري او له دې ځايه بيا موږ کولای شو، چې اسلامي شرق سره له ټولو سرو سپينو ونيسو او تر څو چې مسلمانان په خپل کلتور او ثقافت ټينګ وي، هېڅ امکان نه لري، چې موږ دې د مسلمانانو خاوره لاندې کړو او په ارامه دې په کې ژوند وکړو.

غربيان او مستشرقين دا تجربه لري، چې پر اسلامي خاوره يې څومره بريدونه کړي، خلک يې وژلي، جوماتونه، مدرسې او کلتوري مرکزونه يې نړولي، له هديرو ورپسې د هغو خلکو هډوکي راپورته شوي، چې د غربي ښکېلاک په موخو پوهېدل او هغوی د اسلامي ثقافت په برکت خپل امت پوه کړی و، چې مسلمانان بايد خپل دښمن وپېژني او د خپل اسلامي ثقافت په برکت کولای شي، چې خپله خاوره او دين وساتي.

اسلامي نړۍ کې د مستشرقينو ټوله هڅه دا وه، چې د غرب زهرجن کلتور مسلمانانو ته د شاتو په څېر خواږه ور وپيژني، تر څو مسلمانان او کفار د غربي کلتور ته په يو وخت ورووي، نو دواړه به بيا د يوې مور وروڼه وي.
بيا به هغه څوک دې خاوره کې نه وي، چې د ښکېلاکګرو پر ضد وسلې ته لاس کوي او يوازينی شعار يې همدا وي، چې يا به يرغلګر شړي او یا به پرې دی شهيد کيږي او چې دغه اسلامي کلتور له مسلمانانو پردی شو، غربي کلتور يې خپل وباله، نو يرغلګر به په ډېره اسانۍ وکولای شي، چې اسلامي نړۍ يرغمل کړي، سره و سپين يې وتروړي او هر څه يې، چې خوښ وي په دې خاوره کې يې وکړي.

د مسلمانانو نوي نسلونه بايد د مستشرقينو شومې دسيسې او د يرغلګرو پلانونه ولولي، چې د اسلامي نړۍ په لر و بر کې يې څومره څومره مسلمانان ولې او څرنګه وژلي او اسلامي خاوره يې په کومه طريقه يرغمل کړې ده، نو اخره به دا خبره يقيني ومني، چې زموږ او د دوی تر يوازې توره او وينه ده بل څه نه شته؛ ځکه چې دوی هېڅکله د مسلمانانو خير نه غواړي.

د ښکېلاک په زمانه کې غربي هېوادونو زموږ له ټولنې يو شمېر ځونان د تعليم او زده‌کړې په نوم خپلو هېوادونو ته وروغوښتل او هغوی يې داسې تربيه کړل، چې د هر خير کندو يې غرب وباله.

دوی دا خبرې په داسې حال کې کولې، چې زموږ مسلمانانو په تش لاس او سپېره سينه له کفري ښکېلاک سره په جګړه اخته و او د غرب په تالي لوی شوو مسلمانو ځوانانو ويل، چې موږ بايد داسې ژوند وکړو، څنګه يې چې غربيان کوي، داسې فکر وکړو، څنګه يې چې هغوی کوي، ټول ژوند کې له سره تر پايه بايد د غربيانو تقليد وکړو او د نجات او پرمختګ يوازېنۍ کيلي له غرب سره ده او که موږ پرمختګ غواړو، نو بايد په هر څه کې د غرب تقليد او پلوي وکړو.

همدغو ځوانانو، چې په غرب کې يې زده کړې وکړې، دا خبرې پيل کړې، چې نور خو راته خالد بن وليد، عمرو بن العاص او نور صحابه کرام مه يادوئ او د هغوی د شجاعت يادونې ته يې به زړه تنګېده. دغه اول نسلونه وو، چې د غرب ورکړل شوي درسونه يې دلته راوړل او زموږ ستونزه دا ده، چې موږ مطالعه نه کوو، کنه دا اوس چې موږ د غرب له تالي څټو کومې اپلتې او ګډوډې اوروو دا هماغه خبرې دي، چې پخوانيو غرب پالانو کولې او دوی يې راته تکراروي. موږ بيا دومره کمزوري خلک يو، چې مطالعه نه کوو، نو د دوی خبرې بيا نه شو ردولای.

راتلونکې برخه به د اسلامي نړۍ په پخواني حالت او د نورو مستشرقينو په دسيسو او پلانونو بحث وي
نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x