نظــر

۲۰۱۴ز کال، د کرزي دولت او نړيوالو اضطراب

څه موده وړاندې د ځينو نړيوالو مؤسسو لخوا يو لړ راپورونه وړاندې شول، چې په راپورونو کې يې د کرزي دولت د ضعف او شړېدو په اړه دلايل ويلي وو. مثلا د بحران نړيوالې ټولنې ويلي چې ممکن له ۲۰۱۴ کال وروسته اوسنی کاواکه دولت پر ګدۍ پاتې نه شي. دلايل يې دا دي چې اوسنی دولت په تمامه معنی په نړيواله ټولنه، په نړيوالو استخباراتو، بهرنيو مؤسسو او په خپلو تشکيلاتو کې پر هغه چا متکي دی چې له بهره د مېلمنو په څېر راغلي او کېدای شي چې د نړيوالو له وتلو سره سم دوی هم په خپلو پاسپورتونو ګوتې ووهي!

که دلايلو ته وګورو نو ډېر پر ځای او پر واقعيت مبني دي. موږ له اولې ورځې همدا خبره کړې چې دا دولت د افغانانو ځکه نه دی چې په پرديو متکي دی او هغه هم تر هاغې کچې؛ چې په تلو يې دا دولت هم له منځه ځي. نن او له نېکه مرغه دا خبره هغه چا هم وکړه چې  په نړيواله توګه يې په افغانستان کې همدې ته ورته حکومت غوښت. نړيوالو کفايت غوښته، د کرزي دولت يې رامنځته کړ.. نړيوالو پرمختګ غوښته، د کرزي نظام يې راوړ..نړيوالو انساني حقوق پر ځای کول ، د کرزي په څېر خلک يې ورته انتخاب کړل..نړيوالو د افغانستان بيا رغاونه غوښتله ، د کرزي په فوائد عامه يې اعتبار وکړ..نړيوالو…

اصلا نړيوالو هيڅ نه غوښتل، ځکه يې داسې يو څوک خپل کار ته موظف کړ، چې هيڅ هم نه دی. هغه څه چې نړيوالو غوښتل دا وو، چې اسلامي امارت له منځه لاړ شي ، د افغانانو له سره هغه خلک پورته شي، چې دفاع يې کوي، پام پرې کوي، غله ذهنيتونه نه ورپرېږدي، د هغو خلکو مخه نيسي، چې د افغانانو ثقافت او ارزښتونه تروړي!

نړيوالو غوښتل چې خلا رامنځته کړي او نړيوالو تر هغه بريده خلا رامنځته کړه، چې خپل کار په کې وکړي. د کرزي په اوسني دولت کې داسې څوک قطعا نه شته چې کوم انساني ارزښت ته معتقد وي، يا کومې نظريې ته متعهد وي.
طبعي خبره ده، چې په کاواکه اساس بناء شوی دولت به همداسې کاواکه او بې اعتباره وي. د نړيوالو اضطراب او اندېښنه بيخي پر ځای ده، چې ممکن دا دولت له ۲۰۱۴ کال وروسته پاتې نه شي، ځکه چې دا دولت د همدوی په اخور رالوی شوی او ښه يې پېژني، هم يې د تشکيلاتو اساس ورمعلوم دی، هم يې د افرادو قوت او ضعف ورمعلوم دی، هم يې د افرادو تعهد او التزام ورمعلوم دی، ځکه خو وايي، چې دا دولت پر بل چا متکي دی، که کله هم ترې ملاتړ لرې کړای شو، کرزی به راپرځي!

فساد

کاواکه اساس، بې نظريې افراد او بې معياره تشکيلات بله څه نتيجه لري، بې له دې چې فساد رامنځته کړي، بې له دې چې ماتې وخوري!
نړيوالو او کورنيو توتيانو په يوه غږ شاهدي ورکړه چې دا دولت له فساده ډک دی. پرون زبير شفيقي د کرزي له قوله ويل چې : زه چرته مفسد راونيسم، نړيوال يې رانه خلاصوي. کرزی وايي اصلا نړيوال فاسد خلک دي او غواړي چې په افغانستان کې د فساد ملاتړ وکړي.
له دې خبرو خو چې څه معلوميږي، هغه دا دي چې نه کوم نظام شته، نه کوم اصول شته او نه کوم ارزښت پر ځای کيږي. ټوله خبره همدېته راکاږل کيږي چې د افغانستان خاوره له يوې داسې خلا سره مخامخ کړي، چې نه خو د برخليک ټاکل ورته اسانه شي او نه افغانانان خپل تېر قيادي تاريخ ته وروګرځي. افغانانو د تاريخ په شاهدۍ د شاوخوا ملتونو مشري کړې، افغانان د خپل طبعي صلاحيت او اسلام پر اډانه تر ډېرو لېرو بريدونو تللای شي، خو که دغسې خلا رامنځته کړای شي، چې د نظام په نامه په کې بې نظمي او فساد وي، نو ممکن د نړۍ بېکاره قوم ودولت شي. تېر کلونه نړيوالو افغانان د فساد دوهم او درېيم نمبر اتلان وګڼل، چې همدا شرم يې هم تر قيامته بس دی.
افغانان بايد ويښ شي، ځکه چې د دې فساد قربانيان همدا افغانان دي او نړيوال يوازې د کتونکو او نندارچيانو په توګه دي، دوی ترصد کوي، څه چې په لاس ورځي له تروړلو او غلا کولو يې ډډه نه کوي. افغانان اسلامي امارت ته اړتيا لري او بايد د اسلامي امارت د قيام لپاره کار وکړي.

اوبو وړی برق نيولی اسماعيل خان

دا له هيچا هم نه ده پټه چې اسماعيل خان د دې دولت کار کوونکی دی، عادي کارکوونکی نه، بلکې وزير دی. ده تېره ورځ وويل چې د جهادي شورا(؟) په جوړولو يې کار روان کړی. د ختيځ، لويديځ، جنوب او شمال طالب ضد قومندانانو سره يې خبره ياده کړې، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته دولت کمزوری کيږي، نو د جهادي ډلو(پاټکيانو) بيا اکمالو ته اړتيا ده او دا خاوره به همدوی ساتي.

دا اظهارات په څو خبرو دلالت کوي : لومړی دا چې د کرزي دولت لکه نړيوال چې وايي، کاواکه او مضطرب دی او شايد د نړيوالو په وتلو وشړيږي. د اسماعيل خان تابيا همدا ښايي چې دولت کمزوری دی. نړيوالو چې تر دا پرونه موږ سره ناندرې وهلې چې موږ کار کړی، اساسي قانون دی، اردو ده، دا دې او هغه دي…دا هرڅه چرته لاړل؟ اردو کومه ده؟ که اردو وای اسماعيل خان دا جرئت کولای شو؟ که قانون وای، نو د بې قانونه ځواک جوړولو ته څه اړتيا ده؟
دوهمه خبره دا ده، چې نړيوال نظام ته کار نه کوي. نړيوال په افغانستان کې د اسلامي حکم مخه نيسي، هغه يې که پر فاسد ومفسد نظام ونيوله او که په پاټکي او جنګسالار. تر پرونه يې دا ډنډورې غږولې چې دا جنګي مجرمين دي، د دوی لاسونه پر وينو سره دي، دوی بايد محاکمه شي او نن يې پر شا ټپوي چې همغه تېر ياد دې بيا تازه کړه!

افغانان بايد پوی وي، چې بهرنيان د افغانانو لپاره نظام نه غواړي، بلکې بې نظمي غواړي او داسې خلا په افغانستان کې غواړي چې نړۍ ته يې د اسلامي حکم پيغام ونه رسيږي. بهرنيان ډېر هوښيار دي، ټوله نړۍ څاري، دا پرون هم دکتور مرسي او اخوانيانو ته مصريانو دا پيغور ورکاوه چې تاسې له طالبانو په ډېر بد حالت کې ياست چې هغوی اسلامي شريعت پلی کولای شي او تاسې نه ؟

اسلامي امارت د نړۍ د ولسونو يو ايډيال جوړښت دی، د نړۍ مسلمانان همدا ډول امارت غواړي او کفري نړۍ له همدې ډول نظامِ حکم نه وېرېږي، ځکه خو يې يو وار بيا د نړۍ بدو مجرمينو ته د بيا منظمېدو ساه ورپو کړې. دوی پوه شول چې په خپلو لاسونو يې دامارت مخه ډپ نه کړای شوه، دوی پوه شول چې امارت به په افغانستان قائميږي، نو ځکه خو يې منافقينو ته د کار زمينه برابره کړه او غواړي به چې د اسلامي حکم مخه ونيسي. دوی دې پوه وي چې د صليبيانو په راتګ د دغو مجرمينو کفر وارتداد ټولې نړۍ ته لکه لمر څرګند شوی او دا ځل به يې د افغانستان مسلمانان د کفارو په نامه وژني او د اسلامي امارت نفاذ ته به لار هواروي!   

احمد جمال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x