اشرف غني ته يوه اوونۍ کې يو نيم زر ښکنځل کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت له پیله کال تېر شو، خو د دولت او ولس ترمنځ فاصله لا هم په پراخېدو ده.

د ارګ په رسمي فیسبوک پاڼه کې د عامو وګړو غبرګونونه د دې ښکاره ثبوت ګڼل کېږي، چې د ګډ حکومت له چارواکو ولس زړه توری دی.

د « سلام وطنداره» په نوم يوې انلاين رسنۍ د ارګ په رسمي فیسبوک پاڼه کې د خلکو غبرګونونه کتلي او د دوی په قول د ګډ حکومت چارواکي په یوا اوونۍ کې تر پنځلس سوه ځله هم ډېر ښکنځل شوي دي.

دې سرچينې د ارګ په پاڼه د ښکنځلو دغه سروې د سپټمبر له ۲۹ مې د اکتوبر تر پنځمې کړې ده، چې د ښکنځلو په برخه کې د کندوز ولایت نیول کېدی او د جګړو شدت هم بې اغېزې نه ښکاري.

وړاندې زیاتوي چې په دې وروستیو کې د ارګ دواړو مشرانو ته د ښکنځلو ګراف مخ په لوړېدو برېښي، خو د پاڼې چلوونکي هغه پوسټونه بېرته ډيليټ کوي چې له ښکنځلو پرته نور څه نه تر لاسه کوي.

دغه څېړنه په ډاګه کوي چې په يوه اوونۍ کې د ارګ رسمي پاڼې ۳۳ ځړونې کړې، چې ۳۰۹۸ تنو پرې تبصرې کړې دي، او په يادو تبصرو کې یوازې ۱۰۱ تنو د ارګ له چارواکو خوښي ښوودلې.

تر دې وړاندې هم ځينو نړیوالو رسنیو د ګډ حکومت په اړه د خوښۍ، نا خوښئ او چوپ پاتې کېدو تر اپشنونو لاندې په خواله رسنیو کې سروې ګانې ترسره کړې دي، چې د ټولو پایلې سره ورته او له حکومته د ولس زړه توري ګڼل شوې دي.

د دويچه وله « المان غږ پښتو » برخې له لوري د ګډ حکومت د یو کلن کېدو په پلمه د حکومت او ولس په اړه سروې وکړله، چې پکې ۸۷ سنله وګړو له ګډ حکومته نا خوښي ښوودلې وه.

دغه سروې د « د ملي يووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟» ترسرلیک لاندې شوې وه او « بشپړ راضي یم، راضي یم، کار يې د قناعت وړ دی، راضي نه یم، هیڅ راضي نه یم» اپشنونه يې درلودل.

په دې سروې کې ۹،۳ سلنه وګړو بشپړ رضايت، ۴،۹ سلنه وګړو رضايت ښوودلی و او ۶،۶ سلنه نورو يې کار د قناعت وړ بللی و.

۲۰،۲ سلنه وګړو ویلي چې ناخوښه دي او ۶۹ سلنه نورو ویلي چې هیڅ راضي نه دي.

ياده دې وي ګډ حکومت د تېر ۱۳۹۳ کال د تلې په اوومه د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د وزیر جان کېرې په غوښتنه، د هغې قرارداد له مخې رامنځته شو، چې دا مريکا په سفارت کې د جیزم کننګهم او پخواني ولسمشر حامد کرزي په شاهدۍ لاسلیک شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
البلاغ
میلمه
البلاغ

اوس هم ډیر لږ دی دده ونامردي ته

سنګین
میلمه
سنګین

یاره دا نو ډیری کمی دي. یو نیم لک خو باید وای

غوربندی
میلمه
غوربندی

په ورځ کې یو نیم زر ښکنځل خو یوارې زه ورته کوم، ددی بد مخي ناسړي اکټونه چې سړی ګوري نو خامخا به دې ښکنځل ورته په خوله راځي

lisa
میلمه
lisa

dir sha nor no sa wowayee dagho murtadeenosa kary

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

زما په اند دغه چه مونږ ( ع او غ ) او یا نورو ته یی د ارګ مشران وایو ، دی مظلوم اولس او دغه د مظلوم اولس کور ( ارګ ته توهین او کنځل دی . دا چه یو څوک زما کور په وچ زور اشغال او ددی کور ځینی پلورل شوی غلامان ورباندی په زوره چارواکی کړی هغوی د ارګ یا د ملت مشران نه بلکه ملی خاینین او غلامان دی حتی د افغانیت او اسلامیت هویت تری مسلمانو افغانانو اخستی او که په لاس یی ورشی د نجیب په شان محاکمه به ورته واوروی . دا… نور لوستل »

معان الرحمن
میلمه
معان الرحمن

کله چی دسرچوک جاده یا شهرکونه کا بل ته لاړ شی یو تعداد ساعت خرڅوونکی مرغی خرڅونکی او کوو نه فروشان به ووینی چی سیقه یی اشرفغنی ته شو وی وی زه فکر کوم شهر کونه کابل کی یی وقت تیر کړی