افغانستان

د ولسی جرګې يو استازی ومړ

قربان علي عرفاني
قربان علي عرفاني

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی قربان علي عرفاني د ورپېښې ناروغۍ له امله نن په ايران کې ساه ورکړه.

عرفان له تېرو څو کالونو راهيسې د سرطان په ناروغۍ اخته و چې څو ځله بهرنيو هېوادونو ته هم د درملنې له پاره تللی و.

دا ځل هم د ايران په قم ښار کې تر درملنې لاندې و چې نن سهار يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د ايران د قم ښار د شيعه ګانو يو مذهبي ښار دی چې هلته ګڼ شمېر زيارتونه هم شته چې خلک د تعويذونو او دمونو له پاره ورځي.

د ولسي جرګې يو بل غړي عارف رحماني ويلي چې د قربان علی عرفاني جسد به کابل ته له راوړلو او له جنازې وروسته به په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شي.

قربان علي عرفاني د وحدت ملت افغانستان د ګوند مشر هم و او په افغانستان کې د شيعه عالمانو د شورا د مرستيا ل په توګه هم له تېرو څو کالونو راهيسې ټاکل شوی و.
نوموړی د ۷۱ کالونو په عمر ومړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x