ورزش

افغان توپ اچوونکو زمبابوۍ تر ۱۸۴ منډو محدوده کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): افغان توپ اچوونکو نن د زمبابوۍ لوبډله له پیله تر سخت فشار لاندې راوستې وه، د مخالفې لوبډلې لوبغاړي يې ژر ژر وسوځول او هم يې مجبور کړل چې ورو لوبه وکړي.

افغان لوبډله نن له زمبابوۍ سره د پنځو یو ورځينۍ لوبو په لړۍ کې څلورمه لوبه ترسره کوي. د لوبو په دغه لړۍ کې زمبابوۍ ۲ او افغانستان یوه لوبه ګټلې ده.

زمبابوۍ په نننۍ لوبه کې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې ۱۸۴ منډې د سکندر رضا د بریالۍ توپوهنې پر مټ جوړې کړې.

زمبابوۍ پيل خراب و، په ۱۱ منډو یې لومړۍ، په ۱۳ یې دوهمه ویکټ وغورځېدله. وروسته یې د لوبې د کابو کولو کوښښ پیل کړ خو په ۴۳ او بیا په ۴۵ يې درېیمه او څلورمه ویکټ وسوځېدله.

دغه مهال لوبه تر ډیره د افغانستان په لاس کې وه، ځکه د زمبابوۍ پنځمه ویکټه په ۷۷ او شپږمه په ۸۲ منډو له لاسه ورکړه. خو کله چې د زمبابوۍ غوره توپ وهونکي سکندر رضا د سیالۍ ډګر ته راغی، د لوبې د کابو کولو هڅې یې پیل کړ او د زمبابوۍ د تېرو تېروتنو د جبیره کولو کوښښ يې پیل کړ.

سکندر رضا په ډير بریالیتوب سره وکولای شول چې خپله لوبډله تر ۱۸۴ منډو پورې ورسوي. هغه په ۱۱۳ بالونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې پر مټ ۸۶ منډې جوړې کړې او د وروستي اور په پنځم بال د دولت ځدران په بال وسوځېد.

د افغانستان له لوري دولت ځدران ۳ ویکټې، رشید خان ۲ ویکټې، نبي او امیر حمزه یوه یوه ویکټ واخېستله.

د کرکټ پوهانو په باور د زمبابوۍ له خوا ورکړل شوی هدف که څه هم ډیر د اندېښنې وړ نه دی، خو که افغان لوبغاړي د حوصلې پر ځای له احساساتو کار واخلي شاید دغه هدف هم پوره نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x