افغانستان

رویټرز: طالبان په کابل کې پراخ حضور لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې۳۰مه ۱۳۹۴ل): د رویټرز خبري اژانس په یوه تازه راپور کې وايي چې طالبان د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې پراخ حضور لري او له دغه ځایه کله کله د کابل په هوايي ډګر توغندي توغوي.

د رویټرز دغه راپور چې نن د تلې په ۳۰مه خپور شوی، په کې راغلي چې د کابل د ده سبز ولسوالۍ اړوند د خواجه غار سیمي د حکومت له کنټروله وتلې سیمي دي، په دغه سیمه کې د حکومت کارکونکي او پولیس نه لیدل کیږي، خو طالبان لیدل کیږي چې پراخ حضور لري.

د دغه ولسوالۍ اوسیدونکو څخه یوه تن رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی د طالبانو سره هیڅ ستونزه نه لري، طالبان ددوی کورونو ته ورځي، دوی ډوډۍ او اوبه ورکوي.

یو بل تن چې نه یې غوښتل پر دغه موضوع د رویټرز سره خبري وکړي، وویل چې دوی په خپلو سیمو کې د ځینو خلکو تحرکات ویني، خو نه پوهیږي چې څوک دي، هغوی د کابل په لوري میزایل هم ولي. رویټرز وايي چې څنګ ته ولاړ یوه هلک راته وویل: «هغه طالبان دي، طالبان».

که څه هم طالبان د کابل په موسهي ولسوالۍ او همداسي په ده سبز کې له ډیره وخته پراخ حضور لري، خو له هغه ورسته چې طالبانو د کندوز ښار په څو ساعتونو کې ونیولو او له دغه ښار یې د دولت ټول ځواکونه تیښتي ته اړ کړل، د کابل د امنیت په اړه سوالونه راپورته شوي.

د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي د طالبانو د حضور په اړه راپورونه غلط بللي، او ویلي چې طالبان په دغه سیمو کې هیڅ وجود نه لري، خو بل اړخ ته د ده سبز ولسوالۍ امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي چي د طالبانو حضور دومره نه دی چي کابل ونیولای شي.

د یادو چارواکو په باور طالبان په دغو سیمو کې خپل حضور د کابل د نیولو لپاره نه ساتي، بلکي غواړي چې د کابل امنیت کمزوری وښيي او د نړیوالې میډیا پام ځانته جلب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

لمړی دا چه کابل د طالبانو خاوره ده ، د هغو حضور یو ه فطری او جبری خبره ده ، هغوی او د ده وطن ټول اصلی بچیان باید کابل او تول هیواد کی وی او هغوی چه د خاوری ، خلکو ، خپلواکی او ناموس پلورونکی غلامان او د هغو باداران باید له کابله وتښتی که نه په زور به انشالله وویستل شی . ماته د دی لیکنی اخری جملی د کورنیو چارو کمونست وزیر علومی هغه خبره را په یاد شوه ، چه ( طالبان د ولسوالیو نیولو توان که ولری د ولایتو نیولو ته یی لا ډیر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x