م.م : په سوريه کې له ۲۰۱۱م کال راهيسي دوه نيم لکه کسان وژل شوي

نن ټکی آسيا ( پنجشنبه ، تلې۳۰ مه ۱۳۹۴ل ) : د ملګرو ملتونو يوه راپور روښانه کړې چې په سوريه کې وروسته له هغه چې سوله ايز لاريون شوی ور سره جوخت کورنۍ جګړې زور اخيستی .

د ملګرو ملتونو راپور ليکي چې د کورنيو جګړو له امله په سوريه کې شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ دوه نيم سوه زره کسان وژل شوي

په سوريه کې د جګړې له امله د همدې هيواد اووه ميليونه وګړي د خپلو ګاونډيانوسره پر سرحدي سيمو د ژوند شپې سبا کوي .

د سوريې څلور ميليونه وګړي په پرديو هيوادونو کې د جګړو له امله د هجرت ژوند تيروي .

پاته دي نه وي چې په دې وروستيو کې د روسيې له لوري په سوريه کې هوايي بريدونه هم پيل شوي .

کله چې په ۲۰۱۱ م کال په سوريه کې لاريونونه پيل شول د بشارالاسد له لوري پر لاريون کوونکو بريدونه پيل شول چې له امله يې ډير وګړي ژوبل او ووژل شول .

د بشارالاسد د حکومت په وړاندي اوس هم فعاله مخالفي وسله والي ډلي شتون لري چې د نوموړي حکومت يې تر پلازمیني دمشق او ساحلي ښار لاذقیه پوري محدود کړی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د