افغانستانخبرونه

۱۳۰ زره خيالي سرتيري معاشونه اخلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د حقوقو او عدالت په نامه يوې څېړنېزې ادارې په يوه تازه راپور کې ويلي چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ۱۳۰ زره خيالي سرتيري هم معاشونه اخلي.

دغې ادارې ويلي چې د افغانستان په امنيتي سرتېرو کې داسې سرتېري هم شته چې معاشونه يې شته خو سرتيري نه شته.

ددغې ادارې يوه مسؤل شمس الدين شمس په هرات کې يوې خبري ناستې ته وويل چې چې د افغانستان په ۱۳ بېلابېلو ولايتونو کې له څېړنو او د ۱۵ ولايتونو له لوري د نامستقيمو مالوماتو پرمټ دغه راپور تيار شوی دی.

نوموړي وويل چې په دې ټولو ۲۸ ولايتونو کې يوازې ۲۲۲ زره سرتيري په خپلو دندو کې شته او ۱۳۰ زره نور يې په دندو کې نه شته خو معاش اخلي.

ښاغلي شمس ويلي چې دا تر ټولو ستر فساد دی خو دولتي چارواکي يې په له منځه وړلو نه دي توانيدلي.
نوموړي ويلي چې دغه خيالي سرتيري په ټولو امنيتي ادارو کې شته خو ډېره برخه يې په پوليسو کې ده.

دغې ادارې په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي خو تر دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو دولتي ادارو کې دغه ډول ګمارنې شوي چې لاهم په دندو کې خلک نه شته خو معاشونه يې شته .

د ځينو شنونکو په وينا د افغانستان په زياتره ادارو کې خلک د وړتيا او مسلکي توب له مخې نه ټاکل کيږي مګر د واسطو او رشوت په مټ په لوړو پوستونو مقرريږي چې له امله يې د دولت په ادارو کې فساد او ناسمه حکومت داري چليږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

د نوموړی مقالی دمضمون اړوند یوه ټوکه را یاده شوه وایی: یو وخت په یوه اداره کی د هغی رییس نا څاپه قبضیت شو او سمدلاسه یی خپل مستخدم را وغوښت او ورته وه یی ویل چی ولاړشه درملتون ته او دوا راته راوړه، څرنګه چی د دفتر پیاده یا مستخدم نا لوستۍ وو او د درمل نوم یی نه وو زده نو یی درملتون والا ته وویل چی رییس شته خو غول یی نشته، د درملتون درملپوه درمل ورته ورکړو هغه یی راووړ او رییس هم وخوړو مګر ګټه یی ونکړه بیا یی د دفتر پیاده درملتون ته و… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x