افغانستان

دوه بهرني عسکر ووژل شول

نن ټکی آسیا: نن د جمعې په ورځ په افغانستان کی دوه بهرني عسکر ووژل شول.

نن ټکی آسیا: د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي نن د افغانستان په ختیځ او جنوب کې  دوه بهرني عسکر ووژل.

په خبرپاڼه کي راغلي چي یو عسکر د طالبانو په برید کي ووژل شو، او دوهم عسکر په غیر جنګی پيښه کې د افغانستان په جنوبي سیمه کي ووژل شو.

په خبرپاڼه کي نور تفصیل نه دی ورکړه شوی، او نه هم ویل شوي چي دغه عسکر د کوم هیواد تابع دی، او په دقیقه توګه پيښه په کومه سیمه کي را منځته شوې.

ددې عسکرو په وژل کیدو سره بهرنیانو د روان کال له پيل څخه خپل د 371 عسکرو وژل کېدل منلي، چي طالبانو یې تر دې څو چنده زیات ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x