ورزش

افغانستان د شهزاد غوره توپ وهنې په مرسته د سیالیو لړۍ مساوي کړه

نن ټکی اسیا (پنچشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): نن د افغانستان او زیمبابووي تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو څلورمه لوبه وه. دغې لوبې کې ملي لوبډلې سیالې لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د زیمبابووي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د ملي لوبډلې توپ اچوونکي د زیمبابووي د لوبډلې د لوبډل مشر دغه پریکړه غلطه ثابته کړه او د زیاتو منډو جوړولو فرصت يي ورنکړ.

زیمبابووي لوبډلې د پیل په شیبو کې د دولت ځدران غوره توپ وهنې په پایله کې خپل دوه ویکټې له لاسه ورکړې او په لوبډلې يي د لوبې له پیل څخه فشار زیات شو.

د زیمبابووي لوبډلې د سکندر رضا غوره او پیاوړې توپ وهنې په مرسته په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره وتوانید ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لپاره سکندر رضا خپل غوره او پیاوړې توپ وهنې سره تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. سکندر رضا په ۱۱۳ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۶ منډې جوړې کړې او د لوبې د پای په شیبو کې د دولت ځدران په بال خپله يي ویکټه له لاسه ورکړه.

د ملي لوبډلې لپاره د ویکټې اخیستلو په برخه کې دولت ځدران تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. دولت ځدران خپل ۹ اورونو کې ۳۷ منډو ورکولو سره درې مهمې ویکټې ترلاسه کړې.

نننۍ لوبې کې ټولو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه او سیالې لوبډلې ته يي د ستر هدف ټاکلو فرصت په لاس ورنکړ. دغې لوبې کې راشد خان دوه او محمد نبي او امیر حمزه هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

د ملي لوبډلې په توپ اچوونکو کې امیر حمزه تر ټولو لږې منډې ورکړې. امیر حمزه خپل لسو اورونو کې یوازې ۲۲ منډې ورکړې او په دې ډول نننۍ لوبې کې يي د منډو ورکولو اوسط ۲.۲۰ منډې پر اوور وې.

د ملي لوبډلې لپاره محمد شهزاد پیاوړې توپ وهنه پیل کړه او تر ټولو زیاتې منډې يي جوړې کړې. لوبه د پیل په شیبو کې په پوره ډول د افغانستان په واک کې وه خو له شهزاد وروسته ملي لوبډلې په ډیره چټکۍ سره ویکټې له لاسه ورکړې.

د ملي لوبډلې لپاره محمد شهزاد تر ټولو غوره او پیاوړې توپ وهنه وکړه. شهزاد په ۸۱ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۸۰ منډې جوړې کړې. نور علي ځدران که څه هم ډیره ورو توپ وهنه کوله خو له شهزاد سره يي ښه ملګرتیا وکړه او په ۵۳ توپونو يي د دوو څلوریزو په مرسته ۲۳ منډې جوړې کړې.

محمد نبي په ۱۲، نوروز منګل په ۶، سمیع الله شینواري په ۱۰ او شفیق الله په څلورو منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه. اصغر ستانکزی بیا هم د نورو لوبو په پرتله ښه وځلید او په ۶۰ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته يي ۳۲ منډې جوړې کړې.

لوبه د پای په شیبو کې د توپ اچوونکو توپ وهنې ته پاتې شوه. راشد خان له یوې شپږیزې سره دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله او په دې ډول د سیالیو دغه لړۍ ۲-۲ سره مساوي شوه.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره کیسورو تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. کیسورو خپل لسو اورونو کې یوازې ۳۸ منډو ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړې.

د دغو پنځو یوه ورځنیو سیالیو پایلوبه به د اکتوبر د میاشتې په ۲۴مه د شنبې په ورځ ترسره شي. د پنځمې لوبې ګټوونکی به د سیالیو د دغې لړۍ ګټوونکی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x