افغانستانخبرونه

ملي امنيت د کندز د اشرف المدارس مدير نيولی

نن ټکی اسيا(جمعه،لړم ۱، ۱۳۹۴ل): د افغانستان په شمال کندز ولايت کې واقع د يوې ښځينه مدرسې مدير د ملي امنيت له لوري په کابل کې نيولی شوی دی.

مفتي سراج الدين عابدي چې د کندز په ولايت کې د ښځينه و د سترې مدرسې (اشرف المدارس) مدير دی په کابل کې د افغانستان د دولت په ضد د تبليغاتو په تور نيول شوی دی.

نوموړی د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۹ بجې او ۳۰ دقيقې د کابل ولايت د سرکوتل له سيمې څخه له نيول کېدو وروسته سترګې ورتړل شوي، ولچک او زولنه شوی او نامالوم ځای ته لېږدول شوی چې تر اوسه يې په اړه هيڅ مالومات نشته.
د مفتي سراج الدين عابدي کورنۍ او دوستان د هغه په اړه انديښمن دي په امنيتي ادارو او چارواکو ګرځي خو له هيڅ لوري ورته د نوموړي په اړه ډاډ نه ورکول کيږي.

تر اوسه مالومه  نه ده  چې نوموړی چېرته بندي دی خو د کابل او کندوز ولايت ځينې مشرانو او سپين ږيرو د ښاغلي عابدي له خپلوانو سره وعده کړې ده چې د شنبې تر ورځې به د نوموړي دبرخليک په اړه مالومات وشي.

بل لور ته د کندز ولايت ديني عالمانو او ولسي وګړو ګواښ کړی چې که مفتي سراج الدين عابدي راخوشي نه کړل شي په سترو لاريونونو به لاس پورې کړي.

اشرف المدارس په کندز ولايت کې د ښځينه و يو ه له فعالو مدرسو څخه ده چې شاوخوا اووه زره ميرمنې په کې د قران د زده کړې سربېره اسلامي علوم وايي.

تېر کال د مارچ په ۱۱ مه نېټه بي بي سي راډيو ددغې مدرسې په اړه يو پاروونکی راپور خپور کړ چې له امله يې په افغانستان کې د خلکو غبرګونونه راوپارول.

د بي بي سي راډيو ددغه راپور له امله په ټولنيزو شبکو کې په پراخه کچه وغندل شوه.

د بي بي سي په راپور کې د مدني فعالانو د وينا په استدلال ويل شوي وو چې د يادې مدرسې فعاليتونه د ښځو د حقوقو او مدني خپلواکۍ په وړاندې ګواښ دی.

مدني فعالانو هغه مهال تور پورې کړی و چې په دغه مدرسه کې د سخت دريځۍ مفکورې خپريږي
خو د اشرف المدارس مشر مولوي عبدالخالق بي بي سي ته ويلي و چې ددغې مدرسې دجوړولو هدف يې د اسلام له دين او تاريخ څخه د ښځينه و پوهول دي.

هغه ويلي و چې د مسلمانانو په کورنيو کې د سړيو په نسبت ميرمنې له دين څخه کمې خبرې دي .نوموړي ويلي و چې د اسلام په پيل کې ښځينه و د اسلام په کارونو کې فعاله برخه اخيستله خو د اوسنۍ ټولنې مسلمانان په دې برخه کې پاتې دي.

مولوي عبدالخالق ويلي وو چې د ښځينه و د دينې پوهې له پاره يې دغه خدمت ته ملاتړلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x