خبرونهنړۍ

بلوچستان ايالت کې د شيعه ګانو په امام باړه چاودنې ۱۰ کسان وژلي

نن ټکی اسيا(جمعه،لړم ۱، ۱۳۹۴ل): د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د چاودنې له امله لږ ترلږه ۱۰ کسان وژل شوي دي او ۱۲ نورټپيان دي.

دبلوچستان ايالت امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي چې چاودنه د پنجشنبې په ماښام د بلوچستان ايالت د بهاګ د سيمې د چهلګري امام باړې ته څېرمه وشوه.

له پېښې وروسته سيمې ته مرستندويه ټيمونه رسيدلي او ټپيان يې سيمه ييزو روغتونونو ته رسولي دي.

د بلوچستان ايالت اعلی وزير عبدالمالک بلوچ بريد غندلې او د وژل شويو له کورنيو سره يې د يو ميليون پاکستانۍ کلدارو،سختو ټپيانو سره د ۵ سوه زرو پاکستانۍ کالدارو او سرسري ټپيانو سره يې د ۱۰۰ زره کالدارو مرستې اعلان کړی.

دوه ورځې وړاندې هم د بلوچستان ايالت د کويټې په ښار کې د مسافرو په يوه بس کې د چادونې له امله ۱۱ کسان وژل شوي وو.

د بلوچستان امنيتي چارواکو ويلي چې د پېښې په اړه به بشپړ راپور وروسته خپور شي خو امنيتي چارواکو د لومړنيو مالوماتو په اساس ويلي چې دا يو سرتيری بريد و چې د بريد کوونکي سر يې ترلاسه کړی دی.

چهلګري د کويټې ښار په جنوب ختيځ کې د نږدې ۳۰۰ کېلو مترو په واټن کې پرته سيمه ده ،په دې سيمه کې دا لومړی بريد دی چې ترسره کيږي تر دې وړاندې د کويټې په دې سيمه کې کومه چاودنه نه وه شوې.

په پاکستان کې د محرم الحرام د مياشتې د عاشورا په ورځو کې دشيعه ماتم کوونکو له لوري د ماتمونو جلسې او غونډې کيږي چې ډېر ځله په دغو ورځو کې د دوی په امام باړو او جلسو بريدونه کيږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په دې هېواد کې نږدې ۴۰ بېلابېلې ولسوالۍ حساسې بللې او امنيتي ادارو ته يې د امنيت د ټينګولو امر کړی.

سبا په ټول پاکستان کې شيعه ګان د عاشورا ورځ په وير او ماتم لمانځي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close