نړۍ

د سي آی ای مشر ډیوډ پټرایوس د غیر شرعي جنسي اړیکو له کبله د خپلي دندي څخه استعفاء ورکړه

نن ټکی آسیا: د امریکا د سي آی ای مشر ډیوډ پټرایوس خپل د جرم قبلولو وروسته د خپلي دندي څخه تیره ورځ استعفاء ورکړه.

پټریوس چي 60 کاله عمر لري، تیره ورځ د سي آی ای چارواکو ته لیک ولیږلو چي د تیري پنجشنبې په ورځ یې د امریکا د ولس مشر اوباما سره وکتل، او دهغه څخه یې د شخصي اسبابو پر بنسټ دخپل منصب څخه استعفاء وغوښتل.

نومړي وړاندي ویلي چي د هغه د واده 37 کاله تیر سوي، او د خپل کور څخه دباندي د جنسي اړیکو مرتکب سو، چي د یو میړه لپاره او د یو غټي ادارې د مشر لپاره هیڅ د منلو وړ نه دي.

اوباما چي ددوهم ځل لپاره د امریکا ولس مشر ټاکل شوی، وویل چي د ډیوډ پټرایوس استعفا یې ومنله، او په عراق او افغانستان کې د هغه د کار تعریف یې وکړ.

ډیوډ پټرایوس چي په عراق کې د الصحوه په نوم د اربکیانو پلان جوړونکی وو، په افغانستان کې هم خپل د عراق استراتیژي وکاروله، او په افغانستان کې هم د طالبانو په خلاف د اربکیانو او محلي پولیسو یو پراخ پلان پيل کړ، چي تر اوسه دوام لري.

نومړي په کال 2011 په افغانستان کي خپل د دندي د پوره کولو وروسته د امریکا د استخباراتي شبکې سی آی اې مشر وټاکل شو.

د نومړي پر ځای به د موقت وخت لپاره د هغه مرستیال مایکل موریل د سي آی ای چاري پر مخ بیايي، تر څو نوی مدیر ورته وټاکل شي.

د افغانستان ولس مشر حامد کرزي نومړي ته په افغانستان کي د هغه د دندي د پوره کېدو پر مهال د وزیر اکبر خان مډال هم ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x