دیني، سیرت او تاریخ

ناڅاپي مرګ د شریعت له نظره

حامد افغان

مرګ ټول منلی حقیقت

د مرګ په اړه که څه هم د خلکو نظرونه مختلف دي او د مختلفو لوریو په اړه یې ګڼ شمیر نظریات او اختلافات شتون لري خو په دې خبره ټول متفق او یوه خوله دي چې ولا که پاته شو ټول به مرو، لکه قرانکریم وایي: كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَآ إِلَّا مَتٰعُ الْغُرُورِ. [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 185]. په پاى کښي هر څوك د مرګ خوند څكونكى دى او تاسي ټول د قيامت په ورځ د خپلو خپلو پوره اجرونو موندونكي یاست، په اصل کي بريالی هغه څوك دى چي هلته د دوزخ له اوره وژغورل شي او جنت ته ننيستل شي. پاتي شوه دا دنيا، دا خو یوازي او يوازي يو غولوونكى شى دى.

دا حقیقت هر چا منلی ده چې مرګ حتمي او يقيني ده، او هیڅوک په دې نامراده نړۍ کې د تل له پاره نشي پاته کیدلی، زموږ سپينږيري او مشران په هره فاتحه کې د تسلیت په توګه دا خبره کوي: که په دنیا څوک پاته کیدلی زموږ خوږ نبي به پاته و، قرانکریم په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي: وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ الْخُلْدَ ۖ أَفَإِين مِّتَّ فَهُمُ الْخٰلِدُونَ. [سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 34]. او [اې محمده (صلی الله علیه وسلم)!] ستا څخه مخکي هم موږ هیڅ یو انسان ته تل پايښت ندى ورکړی. كه ته مړ شوې، نو ايا دوى به د تل لپاره ژوندي وي؟

د ناڅاپي مرګ ډېرښت د اخرت نښه ده

خبره د ناڅاپي مرګ په اړه غځوو، ډېری خلک فکر کوي ناڅاپي مرګ ښه نه ده، او دا خبره سمه نه ده بلکي دلته پوره تفصیل ده او هغه تفصيلات ستاسو مخته ږدم، خو له دې تفصیلاتو مخته مو په یوه بله سریزه زوروم .. ناڅاپي مرګ پخوا هم و، د ناڅاپي مرګ په اړه زموږ یوه سیمیېزه زړه اصطلاح ده، څوک به چې ناڅاپه ومړ خلکو به ویل: فلانی ټک له ټکه شو، یعني یوناڅاپه ومړ، ښه نو بیا ناڅاپي مرګ ولې د اخرت نښه شو؟ موږ وایو ډېرښت یې د اخرت نښه ده او یواځي شتون یې پخوانی ده. وروسته په دې اړه حدیثونه رااخلو.

که موږ د تاریخ له نظره د مرګونو پېښو ته وګورو د اوس په نسبت واضح توپیر شتون لري، پخوا به اکثره مرګونه په جګړو او اوږدو ناروغیو کیدل، دا د “مرض الموت” او “صاحب الفراش” تعبيرونه همدا راښیي چې د مرګ ناروغۍ به اوږده وه، داراز په تاریخ کې د ناڅاپي مرګ پېښې هم ډېري کمې یادې شوې دي، حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې د ناڅاپي مرګ په اړه د یو چا دوه شعرونه رااخلي او وروسته لیکي: عجیبه خو دا ده چې دی پخپله په ناڅاپي مرګ ومړ، مطلب دا چې پخوا ناڅاپي مرګ شتون لاره خو ډېر د تعجب وړ ځکه و چې شتون یې کم و، داراز امام النووي رحمه الله لیکلي چې ځیني انبیاء علیهم السلام او لوی نېکان خلک هم په ناڅاپي مرګ مړه شوي دي.

څرنګه چې د پخوا په نسبت نن سبا ناڅاپي مرګ زیات ده نو دا زیاتوالی یې د اخرت نښه ده، لکه په حدیث کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د ناڅاپي مرګ ښکاره کیدل یعني ډېریدل د اخرت له نښو ده. عن أنس بن مالك رضي الله عنه أن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال : (إن من أمارات الساعة أن يظهر موت الفجأة)، رواه الطبراني. په حدیث کې د (أن یظهر) مطلب دا ده چې ناڅاپي مرګ به ښکاره، زیات او یوه ښکاره خبره (ظاهره) وګرځي.

ناڅاپي مرګ ښه نه ده؟

ځیني خلک فکر کوي ناڅاپي مرګ ښه نه دی، او په یوه حدیث کې هم راغلي دي چې ناڅاپي مرګ په غوسه او قهر سره اخيستل دي، عن عبيد بن خالد السلمي رضي الله عنه أن النبي -صلى الله عليه وسلم-، قال: (موت الفجأة أخذةُ أَسَف) رواه أحمد وأبو داود. د حدیث په رفعه کې خبرې شته خو ډېرو محدثينو صحي بللی دی، حدیث کې راغلي: أخذة أسف، أسف، اصلاً قهر او غضب ته وایي، لکه قرانکریم وایي: فَلَمَّآ ءَاسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنٰهُمْ أَجْمَعِينَ.[سُوۡرَةُ الزّخرُف : 55]. یعني په پاى کې چي كله هغوى موږ په غوسه کړو، نو له هغو څخه مو غچ واخيست او هغوى مو ټول يو ځاى غرق کړل.

دلته نو دا پوښتنه پیاوړې کیږي چې ابا ناڅاپي مرګ بد دی؟ او یا دا چې تاڅاپي مرګ د بدې خاتمې دلیل دی؟، دې پوښتنې ته د ځواب له پاره د دې موضوع تفصیل او څو اړخونه رااخلو، شرعي نصوص په دې دلالت نه کوي چې د مرګ له سختيو او سکراتو پرته ناڅاپي مرګ بد او ښه نه دی، او یا په دې ډول مړ شوي کس بدګوماني رامنځته کړي، امام البخاري رحمه الله پخپل صحیح کې د یوه باب عنوان داسې ټاکلی دی: ” باب موت الفجأة البغتة” یعني د ناڅاپي مرګ بیان، له دې وروسته یې دا حدیث راخیستی: عائشة رضي الله عنها وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه سړي وویل: مور مې ناڅاپي مړه شوه، ګومان کوم که د غږیدا وخت یې موندلی وی د خیرات خبره به یې کړې وه، که د دې په ځای زه خیرات وکړم دې ته یې ثواب رسیږي؟ رسول الله ورته وویل: هو. عن عائشه أن رجلا قال للنبي -صلى الله عليه وسلم-: إن أمي افتلتتْ نفسها، وأظنها لو تكلمت تصدقت، فهل لها أجر إن تصدقت عنها؟ قال: (نعم) .

امام بدر الدین العیني رحمه الله د دې باب په شرحه کې کاږي: دا د ناڅپي مرګ د بیان باب دی، امام بخاري دلته د باب په حدیث کفایت کړی دی او دایې نه دې ویلي چې ناڅاپي مرګ مکروه نه دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې هغه سړي د خپلې مور د ناڅاپي مرګ خبره وکړه نو د دې مرګ د کراهیت او بدوالي په اړه یې څه ونه ویل.

مطلب دا ترلاسه کولی شو چې اصلاً ناڅاپي مرګ کې کومه ستونزه نشته، خو د ده په پايله کې رامنځته شوی حالت ځیني ستونزې لري، هغه داسې چې ناڅاپي مرګ انسان ته د مخلصانه توبې موکه نه ورکوي، ناروغي او ناروغي ته ورته د مرګ اسباب انسان ته د توبې او الله ته د نږدې کیدلو موکه ورکوي، دا راز په ناڅاپي مرګ سره انسان د وصیت له پاره هم وخت نه شي پیدا کولی، نو ویلی شو چې په مرض او نورو اسبابو رامنځته کیدونکی مرګ بیا هم له ناڅاپي مرګ نه غوره ده ځکه په هغه کې انسان د مرګ د نښو په لیدلو سره توبې ایستلو ته تیارشي او الله ته د نږدې کیدلو او وصیت وخت لري.

دا راز ناڅاپي مرګ ته که له یوې بلې زاویې وګورو بیا یې له عادي مرګ سره توپیر شته، او هغه داسې چې ناڅايي مرګ د صالح، دینداري او ښه انسان له پاره ښه دی، ځکه هغه هروخت مرګ ته تیار، توبه په خوله او الله ته نږدې وي، نو په ناڅاپي مرګ سره د مرګ له سختیو خلاص شي او دا په ده باندې د الله رحم بللی شو. او ناڅاپي مرګ د فاسق او بیلاري انسان انسان له پاره ښه نه بلکي د الله نقمت او غضب ده لکه عن عبد الله بن مسعود وعائشة رضي الله عنهما وایي: ناڅاپي مرګ د فاجر له پاره د الله قهر او غضب ده او د مومن له پاره ارام او راحت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

حامد صيب

تاسو ته مخلصانه سلامونه أو احترامات

دير په زره پوری ليکنه مو کری ده، په تیره بیا وروستي نتیجه گیری یی چی باید هره لحظه مرگ متوقع او نیتا او عملا آمادگی ورته ونيول شي.

جزاکم الله خيرا

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x