دیني، سیرت او تاریخ

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۱۳)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

دنړۍ عکس العمل ددې کتاب په مقابل کي:

۱: د مصر د الازهر شریف رئیس ډاکتر سید طنطاوی وویل چي ددې کتاب خپرول حرام او کفردي د ده الفاظ دادي:

’’یحب الرد علی ذلک وتنبیہ علی ان ھذا المولف لااساس له من الصحۃ وتجب مصادرته… ان حکم من یوزع قرآنا من وراخاصة اذا کان یعلم حقیقته ویتعمد توزیعه ویقصد رد الناس عن الحق واستدراجھم الی الباطل ‘ فعمله ھذا اعندئذ والعیاذ باللہ ھو خروج عن الاسلام بل هو الکفر بعینه‘ ومن یفعل بذلک یکون محارباً للاسلام ۔

جریدۃ الاسبوع الاثنین 06/12/2004 ‘ عد 403 مصر۳۴۔ عقیدتی الثلثا‘ ۲۹ ذوالحجۃ /۸فروری ۲۰۰۵ء ‘ عدد ۶۲۷

۲: مجمع البحوث الا سلا مي——- وویل: چي باید انیس شروش په دې خپل شرمونکی عمل سره په سزا ورسیږي.

۳: رابطه عالم اسلامي مکة المکرمة —— ودې ته یې بد وویل او زیاته یی کړه چي کفري نړۍ کوښښ کوي چي د اسلام څخه د خلکو نفرت پیدا کړي موږ ټولواسلامي دولتونو ته وایو چي داکتاب په کلکه سره بند کړي.

۴: د فلسطیني علماء موقف: —– د فلسطین مشهورعالم الشیخ عکرمه وویل: ’’لوکنا نحن المسلمین قد انتقدنا ای دین سماوی لقامت الدنیا ولم تقعد‘‘

ژباړه: که چيري موږ مسلمانانو پریوه دین (عیسایت، یهودیت) باندی داسی تنقید کړی وای نوټوله نړۍ به په کراره کښینستلې نه وای.

یعني په دې کي یې مطلب دادی چي ولي لومړی کفار داسی کوي، اوبله خبره داده چي باید لکه څرنګه چي کفري نړۍ په کراره نه کښیني نواسلامي امت هم باید خپل انتقام واخلي.

۵: دفلسطین د- حرکت اسلامي- نائب رئیس کمال خطیب وویل: دا پراسلام باندی حمله ده اودا د دیني شعا یرو خلاف یوسازش او دهغو توهین دی.

۶: مسلمان تکړه عالم شیخ ابو اسحاق الحوینی وویل:

…واخطر مافی ھذہ الحرف ان جماھیر المسلمین غافلةعن ھذا المخطط … وھذا یقضی ان یکون عندنا جیش جرار من المحققین وعلماء الحدیث الذین یعرفون المصادر الاصلیة‘ فان لم نفعل ذلک فھذا ھوالضیاع بعینه

اسلامي امت له دې څخه غافله دی، باید موږ پرخپل وخت باندی داسی دمحققینو یولښکر ولرو چي داشبهات له منځه یوسي که مو دا کار ونکړ نوموږمسؤله یو.

۷: کله چي دا کتاب خپور شو او خلکووکتی مطالعه یی کړی په دې باندی یې سرخلاص شو چي داحتی دیوه ادنی  ناول او لنډی کیسي ارزښت لا هم نلري نو ځکه تر ټولو لومړی په هندوستان کي دا کتاب منع اعلان شو او دهندوستان حکومت په رسمي ډول بند کړ حال داچي هندوستان یو ازاد مذهبي هیواد دﺉ دا چي دې کتاب نه فکري، نه ادبي، نه علمي، نه اخلاقي، نه انساني اونه هم ټولنیزارزښت ورته درلودﺉ نو ځکه یې پریکړه وکړه چی ددې کتاب راوړل وهندوستان ته جرم اومنع دی، دایې بیان دﺉ:

The government of India has banned the book from entering the country.  No: 78/ NT (07-Sep-05) Govt prohibits import of book titled ‘The True Furqan’, subtitled ‘The 21st Century Quran’ published by USA-based publisher
The Central Government, for the maintenance of security of India, absolutely prohibits import of the book entitled “The True Furqan”, subtitled “The 21st Century Quran” published in the United States of America by Omega, 2000 and Wine Press, including any extract there from, any reprint or translation thereof or any document reproducing any matter contained therein.

۸: په دې کتاب انیس شروش صرف خپل ځان ښه  مشهوره کړ، اوڅه امتیازیې ترلاسه کړ له کفري نړۍ څخه بل هیڅ شی نشته، هغه ماتې چي ده د شیخ مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه  په مقابل کي وخوړله هغه امتیاز یې په کفري نړۍ کي بیا لاسته کړ دا ځکه چي په هغو دوو مناظرو کي یې پوره حیثیت له لاسه ورکړ— پاتي دي نه وي چي  دا کتاب خپله وانیس شروش ته هم هیڅ ارزښت نلري داځکه چي ده چي خپل نور کتابونه لیکلی دي هغه یی ټوله پخپل نامه سره لیکلی دي خو ودې کتاب ته يې خپل نوم دژباړن پرځای راوړ او خپل نومونه مبهم راوړل (المهدی، الصافی) ده دا نومونه د لیکوالانو پر ځای وکارول . (Dr.
David D.D- Prof. Religions of the World)

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x