ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۵)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په تير پسې

خدای تعالی په تاسو کې د ننه داسې خواهش نه دی پيدا کړی د کوم د پوره کولو لپاره چې په تاسو کې صلاحيت او وړتيا نه وي، تاسو خپل هر خواهش پوره کولی شی، که په خپل تير ژوند کې سوچ او فکر وکړی نو به درته معلومه شي چې کله هم تاسو د کوم شي خواهش کړی او بيا مو د هغه د لاسته راوړو لپاره يو ممکن کوشش کړی نو تاسو خپل هغه خواهش ضرور تر لاسه کړی، تاسو د کاميابي لپاره پيدا شوي ياست او که څوک له دې څخه کږه خبره کوي هغه د کايناتو له ريښتونولي سره نا اشنا دی، په ياد لری کاميابي په کوم پليټ (قاب) کې پرته نه ترلاسه کيږي، دا هغه چا ته په لاس ورځي کوم چې د کايناتو په اصولو باندې عمل کوي، په دغه شي باندې علم او لا علمي له انسان څخه کامياب يا ناکام جوړوي.

هر څوک چې د کاميابي تر لاسه کول غواړي يقينا کاميابيږي، ځکه خدای تعالی هر انسان د کاميابيدو لپاره پيدا کړی نه د ناکامه کيدو لپاره، خدای تعالی رب العلمين دی له هغه څخه لوی منصف بل څوک کيدلای شي؟ بيا له هغه ذات څخه څنګه دا توقع کيدی شي چې يواځې يو څو کسه يې د کامdابيدو لپاره پيدا کړي، خدای تعالی فرمايي (لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ). خدای تعالی هر فرد له بهترينو صلاحيتونو سره پيدا کړی، خدای تعالی هر انسان د يوه خاص مقصد لپاره پيدا کړی، خدای تعالی هر فرد په ډيرو صلاحيتونو باندې نازولی او په هر فرد کې کم از کم يو صلاحيت داسې ضرور شته دی کوم چې له نورو بهتر دی او د همدغه صلاحيت له وجهې ډير کارونه پرمخ بيولی شي او ډير حيرانونکي کارونه کولای شي.

کامياب خلک فوق البشر نه دي او نه له عامو خلکو څخه لس فيصده ذهين او باصلاحيته دي، بلکه زمونږ او ستاسو په څير عام خلګ دي، کوم چې د درميانه درجې ذهن خاوندان دي، مګر په هغوی کې د کاميابي ډير خواهش وي، د هغوی د ژوند لپاره يو هدف وي، د هغوی په خپلو کاميابيو يقين وي او د هغوی سوچ ، فکر او رويه مثبته وي، دا خلک د خپلې کاميابۍ لپاره تل ثابت قدم اوسي، لهذا کامياب خلک چې کوم کار کوي تاسو هم هماغه کار کوی.

په دنيا کې هر څوک کامياب او دولت مند کيدی شي، ځکه امير کيدل له غريب کيدلو مشکل نه دي، دا خبره په ذهن کې وساتی چې په دنيا کې څومره کامياب خلک تير شوي تاسو کم از کم په يوه شعبه کې له هغوی څخه بهتر ياست، که هغوی په يوه کار کې کامياب شوي تاسو په کوم بل کار کې کاميابيدی شی، ځکه په فطري ډول تاسو په يوه کار کې د ښې کارکردګۍ د اظهار لپاره پيدا شوي ياست.

د کاميابي له تر لاسه کولو د مخه د کاميابي اصول وپيژنی، معلومه کړی خلګ په څه ډول کامياب شوي، هغوی د کاميابي لپاره څه کړي، که چيرته تاسو د کاميابي تر لاسه کولو لپاره کوشش وکړی او د کاميابي اصول مراعات کړی نو نه يواځې دا چې تاسو کاميابيدلی شی بلکه د کاميابي د کلونو سفر په مياشتو کې طی کولای شی.

د حالاتو د بدلولو لپاره يو څه وکړی، د خپلې خرابې زندګي د برابرولو لپاره زارۍ مه کوی، بلکه پورته شئ او د هغې د بهتري لپاره يو څه وکړی، چې څه ونه کړی څه به په لاس درشي؟ هيڅ نه.

ددې لیکني ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/fikri_rozana

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x