ټولنیزه برخه

د مور پلار حقوق (۱)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

قال الله تعالی: (وَقَضٰى رَبُّكَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ اِيَّاهُ وَ بِالْوَالِدَيْنِ۠ اِحْسَانًا١ؕ اِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ اَحَدُهُمَاۤ اَوْ كِلٰهُمَا فَلَا تَقُلْ لَّهُمَاۤ اُفٍّ وَّلَا تَنْهَرْهُمَا وَ قُلْ لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيْمًا –  وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَ قُلْ رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيٰنِيْ صَغِيْرًاؕ).

ژباړه : او حکم فرمايلی دی رب ستا چې عبادت مه کوئ تاسې (د بل هيچا) مګر يوازې د همدغه (الله) او (احسان کوئ) له والدينو (مور پلار) سره په احسان کولو سره او که چيرې هرو مرو (خامخا) ورسيد تا څخه (حدودو) زوړوالي ته يو له دوی دواړو يا دواړه د دوی (يعنې مور او پلار) نو مه وايه ته دواړو ته (کلمه د) اف (هم) او مه رټه دوی دواړه او وايه دې دواړو ته (والدينو) ته خبره پسته (ادبناکه) او ښکته کړه دپاره د دوی دواړو (والدينو) وزر (اوږه) د تواضع (نه د تکبر) له مهرباني او ووايه اې ربه زما مهرباني (او بخښنه) وکړه دې دواړو ته لکه چې تربيه (پالنه) يې کړې ده زما په هغه حال کې چې زه صغير (کمکی) وم .

دلته قضی په معنی د حکم سره ده، تاکيدي الهي حکم کوم چې هيڅکله را ګرځيدونکی نه ده دا ده چې د الله عبادت کوئ او د مور پلار په اطاعت کې کوتاهي مکوئ.

امام قرطبي رحمه الله فرمايلي : په دې آيت کې الله تعالی ‘ د والدينو آدب، احترام او له هغوی سره غوره چلند کول له عبادت سره يو ځای واجب کړي، لکه په سورت لقمان کې يې چې له خپل شکر سره د والدينو شکر يو ځای لازم ګرځولی (اَنِ اشْكُرْ لِيْ وَ لِوَالِدَيْكَ)، يعنې زما شکر اداء کړئ او د والدينو هم، له دې ثابتيږي چې د الله تعالی ‘ له عبادت وروسته د والدينو اطاعت تر ټولو اهم او د الله تعالی د شکر په څير د والدينو شکر اداء کول واجب دي .

همدغه دواړه حکمونه لکه څرنګه چې دلته دي په نورو ډيرو آيتونو کې هم راغلي دي، لکه (اَنِ اشْكُرْ لِيْ وَ لِوَالِدَيْكَ )، په ځانګړې توګه
د دوی دواړو د سپين ږيرتوب په زمانه کې د دوی پوره آدب کول، دوی ته له ژبې بده خبره نه باسل، تر دې چې پر وړاندې يې اُف هم بايد ونکړی شي، نه داسې کار وکړی شي کوم چې دوی ته بد معلوم شي، بايد په پوره آدب، احترام او نرمي له دوی سره خبرې وکړی شي.

خاصکر د دوی له مړينې وروسته دعا ورته کول، په ځانګړي ډول دا دعا کول :

اې الله ! په دوی باندې هغسې رحم وکړې، په کوم رحم سره چې دوی د کوچينوالي په زمانه کې زما پالنه کړې.

له ( اُفٍّ ) څخه مراد هغه خبره ده کومه چې په بدي او د زړه په تنګيدو باندې دلالت کوي.

قاموس د (اُف) لغوی معنی دا ليکلې چې (اُف) په لغت کې په معنی د نوکانو پريکولو سره ده، يعنې د نوکانو هغه برخه کومه چې له پريکولو وروسته غورځول کيږي.

يا له (اُف) څخه مراد قلت دی، يعنې دومره وړه خبره هم بايد ورته ونکړی شي کومه چې د بدي يا د نفرت څرګندونه کوي، هر کله چې ډير کم تکليف رسول صراحةً په قرآني نص حرام ګڼل شوي، نو ډير ضرر رسول خو په طريقه اولی حرام دي او قرآني نص په همدې باندې دلالت کوي.
د (قَوْلًا كَرِيْمًا) ترجمه ابن مسيب داسې کړې چې ښه نرمه خبر دې ور سره وکړی شي، يعنې لکه څرنګه چې يو مجرم غلام له خپل بد خويه بادار سره نرمې خبرې کوي تاسو هم له مور پلار سره همداسې نرمې خبرې کوئ.

له خدای تعالی وروسته په دنيا کې د اولاد د وجود مجازي سبب، منعم او محسن مور پلار دي، کوم چې د اولاد په تکليف خفه کيږي.

په خوراک څښاک کې له خپل ځان څخه اولاد ته ډيره پاملرنه کوي، په خپله يې نخوري خو اولاد ته يې ورکوي.

په کوچنيوالي کې په ځان او مال د هغو پالنه د ځان لپاره راحت ګڼي.

له همدې امله له مور پلار سره احسان وکړئ، د احسان لفظ داسې وسيع المعنی ده په کوم کې چې هر څه راځي.

نور بيا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x