نړۍ

پاکستاني طالبانو د بي بي سي خبر دروغ وباله

نن ټکی اسيا (جمعه، لړم ۱، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د تحریک طالبانو ویاند محمد الخراساني وايي چې ده ته منسوب هغه خبر سم نه دی، په کوم کې چې د بي بي سي له خوا ادعا شوې چې دوی د افغانستان طالبانو سره ایتلاف کړی او د ګډ دښمن په خلاف به جنګیږي.

نوموړي په هغه بریښنالیک کې چې نن ټکي آسیا ته یې هم را لیږلی، ویلي چې ده هیڅ یوې رسنۍ ته هم داسي بریښنالیک نه دی لیږلی، ځکه نو په خبره یې، باید د غلطو خبرونو له نشرولو څخه ډډه وشي.

محمد الخراساني چې نن ټکي آسیا ته وخت پر وخت خپلې اعلامیې رالیږي، له افغان طالبانو سره د دوی د ایتلاف په اړه نن ټکي اسیا ته هیڅ هم نه و را لیږلي. له نوموړي څخه چې په دې اړه پوښتنه وشوه، هغه په ځواب کې وویل چې داسې هیڅ اعلامیه دوی نه ده نشر کړې، د خراساني په وینا، دا د بي بي سي له خوا ددوی په خلاف تبلیغات دي.

باید وویل شي چې تېره ورځ لومړی د بي بي سي اردو څانګې او بیا وروسته د پښتو او نورو ژبو په ویب پاڼو کې خبر راغلی و، چې د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني دوی ته په یوه برېښنالیک کې له افغان طالبانو سره د ایتلاف اعلان کړی او له دې وروسته به په ګډه فعالیت کوي.

بي بي سي ادعا کړې وه چې خراساني ورته ویلي چې ډېر ژر به پاکستاني او افغاني طالبان په دې اړه ګډه اعلامیه هم خپره کړې او له افغاني طالبانو سره به د ګډو پوځي تمریناتو ویډیو هم را وباسي.

د تحریک طالبان پاکستان مشري مولوي فضل الله کوي، د نوموړي په اړه ویل کیږي چې ډیری وخت د ډیورنډ کرښې پر غاړه د افغانستان خوا ته اوسیږي.

مولوي فضل الله په خپل وروستي بیان کې چې په تېر اختر کې یې نشر کړی و، ویلي و چې د دوی په اړه رسنۍ د دروغو یو طوفان جوړ کړی، او هره ورځ په دوی پسي پروپاګند کوي. نوموړي غوښتنه کړې وه چې باید څوک د رسنیو دروغو ته غوږ ونه نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خادم جانان

راځه راځه سپرليه ښي سحني در سره راوړه اغزي دي پکي نه وي ګلدستي درسره راوړه علمه درسونه فقهه حديثونه کي مدام وي د رب له رحمت ډکي مدرسي در سره راوړه خواره دي په مظلومو د خزان سپيره ګردونه دي ستـــړو قافيلو ته ارامي شپي درسره راوړه تل لاري کړي روښانه په تيارو کي مظلوم افغان ته د لمر په څير چي څـــرک کوي ډيوي در سره راوړه يتيم ترينه با با غواړي د کونډي اوشکي څاڅي په غم کي ور شيريک شه حوصيلي در سره راوړه ماتم پري جوړوه داسور خزان له منځه يوسه هر لوري ګلورين کړه… نور لوستل »

محمدعالم

خادم جانان صاحب دیر شکلی شعر دی ویلی مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x