افغانستان

ډاکټر عبدالله: یوازې د هیواد او خلکو د خیرښیګڼې په کارونو بوخت یم

نن ټکی اسيا (جمعه، لړم ۱، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس تېره ورځ د مشرانو جرګې د مشر او غړو سره په لیدنه کې وویل چې د ګډ حکومت د تشکېل وروسته د افغانستان خلک ناهیلي شوي.

د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله له اړخه رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي د مشرانو جرګې د غړو سره په ناسته کې د هغوی پوښتنې او اندېښنې واوریدې او هغوی ته یې جوابونه وویل.

نوموړي په دې ناسته کې څرګنده کړې چې د افغانستان خلک اوس مهال د دوی له حکومته ناهیلي شوي دي، د هغوی هغه ارمان او هیلې چې د ملي یو والي (ګډ) حکومت سره یې تړلې وې، د ګډحکومت د نا اهلي، غفلت او لټي له امله پوره نه شوې.

وړمه ورځ د پارلمان یوه غړي ذکي هم په ګډ حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل چې له یوه اړخه ولایتونه او ولسوالۍ سقوط کوي او له بله اړخه ولسمشر اشرف غني وايي هر څه په کنټرول کې دي او ډاکټر عبدالله سنګار کړی دفتر ته ځي راځي، د ملت غږ نه اوري.

ډاکټر عبدالله د مشرانو جرګې غړو ته د خپل ورځني مصروفیت په اړه وویل: «د خلکو او هیواد د خیرښیګڼې او ستونزو له حل پرته په بل هیڅ شي مصروفه نه یم» او زیاته یې کړه چې اوس د افغانستان د عزت، بقا او سلامتۍ مسله مهمه ده، چې ده ورته پاملرنه زیاته کړې، او په وینا یې، نورې ټولې مسئلې ورته په دویمه درجه کې دي.

سناتورانو پر نوموړي غږ وکړ چې د حکومت په دننه کې دې له اشرف غني سره خپلمنځي اختلافات حل کړي، چې په جواب کې ډاکټر عبدالله وویل چې یوازې په ملي یو والي او ګډه همکاري سره د افغانستان اوسني وضعیت ته د پای ټکی ایښودلای شي. نوموړي د سناتورانو څخه هم د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې په کوچنیو موضوعاتو باید وخت ضایع نه کړل شي، بلکې دغه موضوعات نورې ستونزې زیاتوي، او په خبره یې، باید په ګډه او یووالي سره پر مخ ولاړ شو.

د یادونې وړ ده چې د ډاکټر عبدالله د نیږدو سرچینو په حواله ویل شوي چې نوموړی په میډیا او رسنیو کې د ولسمشر اشرف غني په پرتله د ځان په اړه د خبرونو د کم راتګ په اړه اندېښمن دی او ګمان کوي چې په غیر مستقیم ډول د ده په خلاف د ولس د منفي فکر جوړولو هڅې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x