نظــر

د نا اهلو یارانه

دتجربو له قراره چې په دنیایي ژوند چې چا هم دکوم ډول خلکو سره تعلق پاللی ، او عقیدت  ته یې په زړه کې ځای ورکړی ، بالاخره دهماغو خلګو کردار ( ښه یا بد ) دوی ته هم تجاوز کړی او ددوی شخصیت او ټولنیز حیثیت یې هم تراغیز لاندې راوستی .

لکه څنګه چې وایي ( فخر شاګرد هنرمند به استاد میرسد ) همدارنګه داستاد سپکه  او منفي کردار هم شاګرد ته سرایت کوي ، او په یونه یو ډول یې حیثیت تراغیز لاندې نیسي .

له همدې امله په دنیا کې دټولنیز حیثیت له اړخه بدنصیبه خلک هغه دي ، چې دا نااهلودیارانې او عقیدت پيغور ورله غاړي وي  ، هغوی چې سړی او ناسړی نه ګوري له هرچاسره یې دملګرتیا تار غځولی او هرچاته یې لاس په سینه نیولی وي ، په خپل ټول توان سره یې داحترام مراتب په ځای کوي او په دومره شخصیت ورته قائل وي ، چې خپله هغوی هم دومره په ځان باور نلري .

دحامد کرزي په مشرۍ دارګ اوسني واکمن هم دهمداسې کسانو له جملې څخه دي ، د دوی خو لومړني بدنصیبي داوه چې د نړۍ په مخ دداسې انسانانو ( یهود او نصارا ) مریدان شول چې په ( ابناء القردة والخنازیر ) سره شهرت لري .

د نړۍ په سطحه دیهودو او نصاراوو  اوسني غلامان خورا زیات دي ، خو فکر کوم ډيرو لږو به یې په غلامي او احترام کې دومره اخلاص کړی وي ، لکه زموږ دارګ واکمنانو ، دوی ته خو چې له امریکا څخه کوم کوڅه ډب شرابي هم رالیږل شوی ، دوی دکارپوه په حیث په لوړ منصب ټاکلی او لس زره ډالره معاش یې ورته حواله کړی  .

نیک بي مایلس امریکایي چې دحامدکرزي ژوند لیک یې لیکلی دی وایي  په ۲۰۰۵ کال کې څو اونۍ ارګ ته دحامدکرزي ملاقات ته ورتلم چې خپله کیسه راته وکړي ، ددې لیدنو په مهال به کرزی ماته خورا ډیر ښکته پورته کیده ، که به د ډوډۍ وخت وو نو دټولو له منځه به یې زه په ښي اړخ کې کینولم او چې کله به مو قهوه څښله ، نو په خپل لاس به یې راته بادام سپینول .

دارګ واکمن نه یوازې په روزمره چلند کې دخپلو غربي بادارانو لپاره دومره چاپلوس وو بلکې په رسمي کچه یې هم هغوی خورا درانه تلل ، او هر سړي  ناسړي ته یې   دوزیراکبر خان ، میرمسجدي خان ، امان الله خان او نورو په نوم  دولتي میډالونه  ورپه غاړه کول .

ددې کسانو په مابین کې یو هم امریکایي پوځي جنرال  ډیویډ پیټراییس وو چې حامد کرزي ورته تیر کال ۲۰۱۱ دجولای په ۱۸ د افغان غازي او شهید وزیراکبر خان په   مډال اهداء کړ .
خو دې ناولي ( پیټراییس ) همدا نن په رسمي کچه منلې ده ، چې دناروا جنسي اړیکو په یوه شرموونکي قضیه کې ښکېل پاته شوی ، له همدې امله یې د امریکایي استخباراتو دمشرتابه له چوکۍ استعفا ء ورکړې چې استعفاء یې دبارک اوباما له خوا هم منل شوې ده .

د پیټراییس حال خو دټولو مطبوعاتو په وړاندې دی ، چې  دداسې جرم کولو له امله یې خپله شرمندګي منلې ده ، خو نه پوهیږم اوس به دهغو ارګ والو څه حال وي ، چې پیټراییس یې دخپلو هیلو یوازینی پوره کوونکی او لوی محسن باله او له همدې امله یې ورته دافغان وطن ترټولو لوړ افتخاري میډال اهداء کاوو .

نه پوهیږم که یوه شیبه دغازي وزیر اکبر خان اروا دغه  دپیټراییس دغه افغاني  مریدان له ګریوان ونیسي ، او دهغه له نامه سره  دکړي دې  ناروا په ګناه یې ګرم کړي ددوی ځواب به ورته څه وي ؟؟

په رښتیا چې دوی په څوکلونو کې داوسنیو افغانانو په وړاندې  دکفارو دملګرتیا له امله  سخته جفا کړې ، بلکې دافغانستان دتاریخ ، خپلواکي ، ویاړونو او تاریخي شخصیتونو یې هم په دا ډول کړنو سره ډیره بې حرمتي کړې .

ددوی لپاره همدا سزا بس ده ، چې ددلویدیځو رهبرانو په  شکست او شرمندګۍ سره یې دوی هم دتابعدارانو په توګه دشرم غړوندی په غاړه ګرځوي او تاریخ ته به مختوري  وي .

حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x