
اوباما او نوازشریف له افغان طالبانو څخه د مذاکراتو غوښتنه وکړه
نن ټکی اسيا (جمعه، لړم ۱، ۱۳۹۴ل): د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف چې په څلور ورځني سفر امریکا ته تللی، تیره ورځ په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.
دواړو لوریو د یو بل سره دوه ساعته خبرې وکړې، او وروسته یې په ګډ خبري کانفرانس کې پر افغان طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان دولتي چارواکو سره دې د سولي مذاکرات وکړي.
ولسمشر باراک اوباما د افغان چارواکو او طالبانو تر مینځ په مري کې د پاکستان په هڅو جوړې شوې غونډې ته په اشارې وویل چې دی په افغانستان کې د سولي لپاره د پاکستان هڅي ستايي.
نواز شریف چې امریکا ته یې د تګ تر مخه په لاهور کې په افغان چارواکو یو ځل بیا غږ کړی و چې تیار دی د طالبانو او دوی تر مینځ د سولې مذاکراتو لپاره لاره هواره کړي، په دغې خبري ناسته کې وویل چې د پاکستان ځمکه به کله هم د کوم هیواد په خلاف ونه کارول شي.
دواړو مشرانو په سیمه کې د امنیت او سولي په اړه وویل چې د افغانستان او پاکستان پر پوله باید تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښېښودل شي.
د پاکستاني رسنیو په وینا نواز شریف او اوباما په دې خبره ټینګار وکړ چې د پاکستان او افغانستان پوله دې په ګډو هڅو سره وساتل شي او افغانستان ته د افغان مهاجرو بیرته ستنېدل به په سیمه کې د امنیت په راوستلو کې فعال رول ولري.
نواز شریف وویل چې دوی په خپلو سرحدي سیمو کې د ټولو سیاسي ګوندونو په خوښه د طالبانو په خلاف د ضرب عضب په نامه پراخ عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې د حقاني شبکې په ګډون ټول طالبان له مینځه یووړل، د نوموړي په وینا، هغوی نور نه شي کولای چې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان په خلاف استفاده وکړي.
ویل کیږي چې د پاکستان لومړی وزیر به په خپل دغه سفر کې له امریکا سره د تجارت او مرستو را جلبولو یو شمېر تړونونه امضا کړي، چې په سر کي يې د امریکا د ایف ۱۶ الوتکو د رانیولو تړون هم شامل دی.
پاکستان چې د فرانسوي او چینايي جیټ الوتکو په شمول ۷۰ ایف ۱۶ الوتکي لري، اوس غواړي چې د امریکا څخه نورې الوتکې هم تر لاسه کړي، خو تر اوسه مالومه نه ده چې ایا د امریکا کانګریس به پاکستان ته په ایف ۱۶ جنګي جیټ الوتکو رضایت وښيي او کنه.