ویډیو

په کابل پوهنتون کې د «ښځو جنسیتي مطالعاتو» ماسټري پیل شوه – ویډيو

نن ټکی اسيا (جمعه، لړم ۱، ۱۳۹۴ل): د رویټرز د لنډ راپور له مخې په کابل پوهنتون کې د «ښځو جنسیتي مطالعات» په نامه د ماسټرۍ پروګرام پیل شو. د یاد راپور له مخې، ښکاري چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد، نصرالله ستانکزی له یو شمېر ښځينه وو ګډونوالو سره ناست دی. ستانکزی وايي چې دا پروګرام ډېر مهم دی.

دا لومړی ځل دی چې په دغه ترکیب او په دې سرلیک موضوع کې د ماسټرۍ پروګرام پیلېږي. د دې ماسټرۍ بودیجه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او د کوریا جمهوریت له خوا ورکول کېږي.

د دې نوي کورس ناقدان وايي، چې دغسې پروګرامونه به د ګټې پر ځای زیانمن وي؛ ځکه چې د دغو پروګرامونو درسي مواد او نصاب د بهرنیانو له خوا ترتیبېږي.

ویل کېږي، نصرالله ستانکزی د ښځو اړوندو مطالعاتو کې ځانګړې دلچسپي لري.

https://www.youtube.com/watch?v=xcye-ZAeBG4&feature=youtu.be

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx