افغانستان

سویډن د افغانستان څخه په 2014 کي خپل ټول ځواک باسي

نن ټکی آسیا: سویډن د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کي 500 عسکر لري چي زیاتره یې د مزارشریف د پي آر ټي په مرکز کي میشت دی.

د سویډن حکومت نن وویل چي د کال 2013 په پيل کي به لومړی خپل 100 عسکر وباسي، او د همدې کال په ګرمي کي به 100 نور وباسي، چي په دې سره به د سویډن 300 عسکر په افغانستان کي د کال 2014 تر پسرلي پوري 300 عسکر پاته سي، او بیابه د افغانستانه څخه په بشپړه توګه وزي.

د سویډن وزیر خارجه (کارل بیلدت) رسنیو ته ویلي چي دا صرف عسکر دي، مونږ به بیا هم د افغانستان سره خپلو مرستو ته تر ډیري مودې دوام ورکړو.

نومړي ویلي چي په هغو سیمو کي د سویډن ځواکونه میشت دی، هلته امنیت ټینګ شوی او د ځواکونو کمول به هلته کومه ستونزه جوړه نه کړي.

تیره ورځ د سویډن حکومت خپل پلان څرګند کړ، چي په کښي د راتلونکو لسو کلو لپاره په کښي 1.2 ملیار ډالر د افغانستان سره دکومک لپاره تخصیص شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x