خبرونهنړۍ

فرانسه کې ترافيکې پېښې ۴۲ تنه وژلي

نن ټکی اسيا (جمعه، لړم ۱، ۱۳۹۴ل): د فرانسې په جنوب ختيځ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۴۲ کسان وژل شوي دي.

د فرانس پريس خبري اژانس د سيمه ييزو چاروکو له قوله ويلي چې د بوردو په سيمه کې يو بس موټر له يوې باروړونکې لارۍ سره جنګېدلی چې له امله يې ۴۲ تنه وژل شوي دي.

په سيمه کې يوه امنيتي سرتيري فرانس پريس خبري اژانس ته څرګنده کړه چې له پېښې وروسته بس موټر چې نږدې ۵۰ تنه په کې سپاره وو اور واخيست چې ګڼې سوارلۍ په کې وسوځېدې.

د فرانسې د اطفايي د وياند په وينا په وژل شويو کې ټول فرانسويان دي چې زياته برخه يې د ډېر عمر لرونکي کسان دي او يوازې پنځه تنه ټپيان د پېښې له ځای څخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند چې اوسمهال د يونان په سفر دی دا ترافيکي پېښه يې يوه ډېره غمجنه پېښه بللې ده.

د يادونې وړ ده چې له ۱۹۸۲ زيږديز کال راهيسې په فرانسه کې دا تر ټولو ستره ترافيکي پېښه بلل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x