شهید او شهادت (دوه څلوېښتمه برخه)

لیکوال: م محمد نعیم –

د شهیدانو کرامت تر ځانګړي وخت او ځای پورې تړاو نه لري، الله تعالی شهیدانو ته هر وخت او په هر ځای کې کرامات ور کړي او ور کوي یې، او دا لړۍ به تر قیامته روانه وي.

د شهید شویو صحابهء کرامو رضی الله عنهم د جسدونو د نه خاورې کېدو ځینې بېلګې مو مخکې یادې کړې، اوس به په معاصر وخت کې د وخت په تېرېدو سره د ځینو شهیدانو د جسدونو د نه خاورې کېدو او یا نه خرابېدو یو څو بېلګې یادې کړو.

د افغانستان شهیدان:

زمونږ پر هېواد د شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې کم او زیات یو نیم ملیون افغانان په خورا مظلومیت سره شهیدان شول، په عام ډول افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې له شهادت، شهیدانو او د شهیدانو له کراماتو سره بلد دی، ځکه وخت په وخت یې شهیدان ور کړي، او لا دا لړۍ روانه ده، د روسانو په وړاندې چې کومو کسانو عملا په وسلوال جهاد کې برخه اخیستې، په سنګرونو کې یې شپې او ورځې تېرې کړې دي، د یرغلګرو په وړاندې جنګېدلي، هغو د شهیدانو ډېر کرامات په خپلو سترګو لیدلي، که همدا اوس د هغه مهال له خلکو نه معلومات وشي، کېدای شي هر یو یې له ځان سره یو یو کتاب د سترګو لیدلې عجیبې او غریبې کیسې ولري، خو په تاسف سره چې نوموړې ژوندۍ پېښې او کیسې د یو لیکلي کتاب په بڼه نشته، دا کار باید د هغه وخت مجاهدینو کړی وای، که د کشرانو نه وی ور پام شوی، مشرانو باید کړی وی، که د نظامي او سیاسي کسانو نه وی ور پام شوی، باید فرهنګي او مطبوعاتي کسانو دا کار کړی وای، دا په ملیونونو لګښتونه چې په نورو برخو کې کېدل، که په دې برخه کې یې زرمه برخه لګښت او کار شوی وی، نن به زمونږ په وړاندې په زرهاوو داسې پېښې او کیسې مخې ته پرتې وای چې له یوې خوا د مقدس جهاد د حقانیت لپاره یو تایید کېدای شوی، له بلې خوا د افغان مجاهد ولس د سرښندونو او ویاړلي تاریخ یوه برخه به جوړه شوې وی، او هم به د راتلونکو نسلونو لپاره به د لارې یو مشال وی.

په هر صورت، دا کار نه دی شوی، اوس هم تر یو ځایه شونی دی، هغه داسې چې کومو کسانو د شهیدانو د کراماتو پېښې هغه مهال لیدلې وي، اوس کولی شي د خاطرو  یا وړوکو کتابونو په بڼه یې ولیکي. که دا هم ونشي، د اوس مهال مجاهدین باید دې ټکي ته پاملرنه وکړي، که یې تر اوسه دا کار نه وي کړی، له دې وروسته یې باید وکړي، د مجاهدینو مشران په ځانګړي ډول فرهنګي مشران باید په دې اړه بې له ځنډه کار پیل کړي.

له نېکه مرغه چې د شورویانو په وړاندې د جهاد پر مهال دا کار د بېلګې په توګه د وخت د شهیدانو سالار  شهید عبد الله عزام رحمه الله تر یو ځایه کړی، نوموړي په خپل وړوکي کتاب ( آیات الرحمن في جهاد الافغان )  کې د شهیدانو د کراماتو ګڼې پېښې او کیسې د مختلفو کسانو له خولو څخه لیکلې دي،  کوم څه چې نني کهول ته له یوې خوا یو ویاړ او افتخار دی، له بلې خوا د مقدس جهاد د حقانیت یوه نښه، او تر څنګ یې د مجاهدینو لپاره د لارې یو روڼ مشال هم دی.

شهید عبد الله عزام رحمه الله په نوموړي کتاب کې وايي: ( عمر حنیف راته ویل له مونږ سره یو مجاهد و، سید شاه نومېدو، د قرآن کریم حافظ، ډېر پرهېزګاره او تهجد کوونکی و، خوب به یې داسې رست ختو لکه د سهار څرک، نوموړي ډېر کرامتونه لرل، بیا شهید شو، دوه نیم کاله وروسته یې قبر ته ورغلو، یو بل ملګری هم را سره و، نور الحق نومیدو، د سید شاه قبر مو را وسپړلو، که ګورو همغسې دی یوازې ږیره يې اوږده شوې، او ما په خپل لاس خښ کړی و، تعجب خو دا و چې د پاسه پرې د ورېښمو یو داسې تور شال غوړېدلی و! چې د ځمکې پر مخ ما داسې شال نه و لیدلی، لاس مې ور وړ، که ګورم خوږ بوی یې له مښکو او عنبرو نه زیات و. [1]

مولوي نصر الله منصور راته ویل چې حبیب الله چې په یاقوت هم یادیدو راته کړل: ورور مې شهید شو، درې میاشتې وروسته مې مور  په خوب لیدلی و، چې ورته وايي، د سر له ټپ پرته نور مې ټول ټپونه جوړل شول، مور مې ټینګار کاوه چې قبر یې را وسپړي، د ورور قبر مې د یو بل قبر تر څنګ و، کله مو چې را وکېندو تر څنګ یې بل قبر را لوڅ شو، که ګورو د مړي د پاسه لوی مار پروت دی! مور مې ویل: پرېږدئ مه یې را سپړئ! ما ویل: ورور مې شهید دی، امکان نه لري چې هلته دې هم مار وي! را و مو سپړلو، بدن یې چې را لوڅ شو، یو نا آشنا خوږ بوی ترې را پورته شو، داسې چې نېږدې وو د بوی د خوږوالي له کبله بېهوښه شو! او هغه د سر ټپ مو یې ولید چې لا وینې ترې روانې دي، مور مې یې په وینو ګوته کېښوده، او بیا تر ننه یې درې میاشتې کېږي چې له ګوتې یې د عطرو بوی ځي.[2]

عمر حنیف راته کړل: ( د شهیدانو دولس قبرونه مې له دوو، دریو کلونو وروسته په خپل لاس را لوڅ کړي، خو یو یې هم داسې نه و چې بوی یې دې کړی وي، له یو کال زیاتې مودې وروسته مې ځینې شهیدان په داسې حال کې لیدلي چې ټپونه یې تازه او وینې ترې روانې وې ) [3]

د جهادي شورا غړي مولوي مؤذن را ته کړل چې د نصار احمد په نامه یو شهید اوه میاشتې تر خاورو لاندې و، خو بیا هم نه و خراب شوی[4]

دا هسې یو څو بېلګې وې که نه، د افغانستان تقریبا ټولو خلکو  د تاریخ په اوږدو کې د شهیدانو کرامات بار بار په خپلو سترګو لیدلي دي، هغه که له انګرېزانو سره د جهاد پر مهال وو، که له شورویانو سره او که اوس له امریکایانو او نورو یرغلګرو سره.

له امریکايي یرغل سره سم په نړیواله کچه تر ټولو زیاته مشهوره پېښه د قلعه جنګي د شهیدانو پېښه ده، د نوموړې پېښې په اړه په نړیوالو رسنیو، په ځانګړي ډول انټرنېټ پاڼو کې دا خبر د نړیوال سره صلیب په حواله په خورا زیاته پیمانه خپور شو،او دخلکو پام یې ځان ته واړاوه چې د طالبانو د وژل شویو کسانو بدنونه نه خرابېږي، د نوموړي خبر له مخې نړیوال سره صلیب ویلي چې دوی د طالبانو او د هغوی د مخالفینو بدنونه له دې پېژني چې د طالبانو د وژل شویو کسانو بدنونه نه خراب شوي وي او نه یې بد بويي کړې وي، خو د مخالفینو د وژل شویو کسانو بدنونه یې بیا هم خراب شوي وي او هم یې بدیويي کړې وي.

د خبر له قوله د سره صلیب څېړونکو په دې اړه پلټنې پیل کړې وې، دوی لومړی ګومان کاوه چې دا د طالبانو د وژل شویو کسانو د بدنونو نه خرابوالی به د هوا و موسم د یخوالي له کبله وي، خو دا ګومان یې هغه وخت ناسم ختلی و، چې کله یې د طالبانو د مخالفینو بدنونه لیدلي وو چې همغه مهال هم خراب شوي وو او هم یې بدبويي کړې وه.

نوموړو څېړونکو وروسته دا ګومان کړی و چې کېدای شي طالبان کوم ځانګړي ډول خوراک خوري چې د هغه له کبله به یې بدنونه نه وي خراب شوي. دا خبر په ۲۰۰۱ میلادي کال ددیسمبر میاشتې په ۱۲ یا ۲۱ نېټه خپور شوی.[5] او دا کټ مټ زمونږ پر هېواد د امریکايي یرغل لومړي وختونو وو.

ځینې کسان دا خبر سم نه ګڼي، دوی وايي سره صلیب داسې کوم خبر نه دی خپور کړی. دا چې سره صلیب په رښتیا دا خبر خپور کړی او که نه، ژورې څېړنې ته اړتیا لري، چې پوره وخت غواړي، خو له دې هېڅوک سترګې نشي پټولی چې د ځینو شهیدانو جسدونه تر ډېره نه خرابېږي، او دا هم ثابته ده چې طالبان مسلمانان او امریکایان او ورسره ناټویان یې کفار دي، یعني نوموړې جګړه د مسلمان او کافر تر منځ جګړه ده.

په قلعه جنګي کې د طالبانو د وژل شویو کسانو د جسدونو د نه خرابېدو خبر چې د سره صلیب له خوا خپور شوی که څه هم چې ځینو ته د منلو وړ نه دی، خو په دې اړه چې الجزیرې نړیوال تلویزیون د قلعه جنګي د جګړې له یوه برخه وال او عیني شاهد سره په لسو برخو کې کومه اوږده او مفصله مرکه کړې، او په یوټیوب کې هم خپره شوې، په ډاګه دا ډول حقایق ثابتوي، نوموړی برخه وال او عیني شاهد ولید بن محمد الحاج د سوډان هېواد اوسیدونکی، په ۱۹۷4 م کال کې د سوډان په شمال کې زېږېدلی.

نوموړی او ور سره ۶۸ ملګري یې د قلعه جنګي په خونړۍ جګړه کې په داسې حال کې چې ټول ټپیان وو، هغه وخت چې کله ورسره یوازینی نیمه کاره  کلاشینکوف له اوبو په ډکو زېرزمنیو کې ترې ورک شوی و، ژوندي نیول شوي، بیا ګوانتانامو ته وړل شوی، له هغه ځایه له ۷ کلونو تودو سړو تېرولو وروسته آزاد شوی. د مرکې په شپږمه برخه، ۱۴ دقیقه کې مرکه کوونکی د الجزیرې مشهور خبریال احمد منصور پوښتنه ترې کوي چې معمول خو دا دی چې کله انسان مړ شي یوه ورځ دوه ورځې وروسته خامخا بوی کوي، بیا چې ټپي وي، او څو ورځې یې په ټپونو تېرې شوې هم وي، او علاج یې نه وي شوی، او د سلو شاوخوا شهیدان هم په همدې زېر زمنیو کې یو د بل د پاسه پراته وو، نو د ټپیانو او شهیدانو جسدونو بوی نه کاوه؟ ولید ځواب ور کوي چې نه، له یوه شهید یا ټپي نه هم هېڅ ډول بد بوی نه تلو، او دا یو ځانګړی الهي کرامت و، نوموړی له دې وړاندې د مرکې په پنځمه برخه کې وايي چې دوی ټپیان او شهیدان ټول د قلعه جنګي په زېر زمنیو کې وو، د سلو شاوخوا شهیدان، د سلو شاوخوا ټپیان وو، او درې سوه شاوخوا پاس شهیدان شوي وو. [6]

یقینا دا یو لوی کرامت دی، او د سره صلیب هغه خبر تاییدوي چې د طالبانو د وژل شویو کسانو بدنونو بد بوی نا کاوه او نه خراب شوي وو، که په غور پام وشي چې سل شاوخوا شهیدان او سل شاوخوا ټپیان ټول د لاندې په زېر زمنیو کې اوه، اته ورځې په تپه تیاره کې یو د بل د پاسه سره پراته وي، طبیعي خبره ده چې زېر زمنیو ته تازه هوا هم نه ورتله، که ورتلی هم ډېره کمه به وای، خو بیا هم نه د شهیدانو جسدونه خرابېږي او نه کومه بد بويي کوي!! څه فکر کېږي چې دا څه دي؟ خبره د ځانګړو خوراکونو ده اوکه بل څه؟!!!

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] آيات الرحمن في جهاد الأفغان. ص: 104.
[2] – آيات الرحمن في جهاد الأفغان. ص: 125.
[3] – آيات الرحمن في جهاد الأفغان. ص: 101 – 102.
[4] آیات الرحمن في جهاد الافغان. ص: ۱۰۲. مولوي رفیع الله مؤذن د میدان وردګو ولایت اوسیدونکی، د روسانو پر ضد د جهاد له مشهورو څېرو څه و، په مؤذن صیب مشهور و، په لومړي سر کې په حرکت انقلاب اسلامي افغانستان کې و، په وروستیو کې بیا ترې جلا شو، او جلا تنظیم یې اعلان کړ.
[5] – http://www.traidnt.net/vb/traidnt1998269/ https://groups.yahoo.com/neo/groups/Drawers/conversations/topics/406

[6] – شاهد على العصر – وليد محمد الحاج – ج1

——

ددې لیکني ټولي برخي په لاندي ادرس دی:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د