ورزش

کابل کرکټ لوبغالي کې څوکۍ لګول کیږي – انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم۱، ۱۳۹۴ل): د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د ناستې په ځایونو کې څوکۍ لګول کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې د څوکۍ لګولو دغه لړۍ به په یوه اونۍ کې بشپړه شي او په شپږیزې سیالیو کې ګټې اخېستنې ته وړاندې شي.

کرکټ بورډ همدا راز د کابل نړیوال لوبغالي سره د الکوزي مختاړی هم ورزیات کړی. داسې راپورونه ورکړل شوي چې د شپږیزې سیالیو سره چې نېږدې اونیو کې به پر لاره واچول شي د الکوزي نړیوال شرکت لخوا مالي مرسته کیږي خو په دې اړه لا تر دې دمه معلومات نه دي ورکړل شوي چې د کابل نړیوال لوبغالي نوم دې په «الکوزی- کابل نړیوال کرکټ لوبغالي» ته تغیر شوی وي.

په کابل کرکټ لوبغالي کې د څوکیو لګول د کرکټ بورډ یو ښه او د ستاینې وړ اقدام ګڼل شوی.

kabul international cricket ground 8 kabul international cricket ground 7 kabul international cricket ground 6 kabul international cricket ground 5 kabul international cricket ground 4 kabul international cricket ground 3 kabul international cricket ground 2 kabul international cricket ground 1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x