افغانستان

د افغاني عسکرو په برید کې د اسپانیا یو ضابط ټپي شوی دی

نن ټکی آسیا: د اسپانیا خبري اژانس (افي) نن د اسبانیا د وزارت دفاع څخه په یوه خبر کي وویل چي دوه مسلح کسان چي د افغاني عسکرو یونیفارم یې په تن وو، د بادغیس ولایت د مقر په سیمه کې د افغاني عسکرو یوه مرکز ته ورننوتل، او هلته یې ډزي پیل کړي، چي له کبله یې د اسپانوي عسکرو یو ضابط چي په مرکز کې د عسکرو په روزنه بوخت وو، ټپي شو.
او د برید کونکو څخه یو تن په ځوابي ډزو کي ووژل شو، او بل ټپي شو.

اسپانیا چي په افغانستان کي 1500 عسکر لري، د روان کال 2012 د پوره کېدو سره سم خپل لس سلنه عسکر د یوه ضابط په ګډون باسي، او د کال 2013 د جون په میاشت کې 40 سلنه نور عسکر باسي، او په کال 2014 به په سیمه کې د نورو بهرنیو ځواکونو سره په همغږی خپل ټول ځواک د افغانستان څخه باسي.

ویل کیږي چي د اسپانیا وزیر دفاع په دې وروستیو کي تاکید کړی چي کیدای شي اسپانیا تر ټاکلي مودې مخکي خپل عسکر وباسي، او سبب یې په سیمه کي مثبته امنیتي او سیاسي وضعه ښودلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x