نړۍ

عراق: د داعش سره په جګړه کې د امریکا لومړی عسکر ووژل شو

نن ټکی اسيا (جمعه، لړم ۱، ۱۳۹۴ل): د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) چارواکو خبر ورکړ چې ددوی یو تن عسکر د داعش په خلاف په چاپه کې ووژل شو.

د پنټاګون څخه په نشر شوې خبر کې ویل شوي چې امریکايي عسکرو د پنځه هلیکوپتر الوتکو په مرسته د عراق په الحویجه نومي ښار کې پر هغه زندان برید وکړ چیري چې په لسګونو کسان د اسلامي دولت ډلي له خوا برمته شوي وه، او تمه کیدل چې په لنډ وخت کې په ډله ایزه توګه وژل کیږي.

په خبر کې راغلي چې د امریکايي خاصو ځواکونو او کردانو په ګډو عملیاتو کې د داعش یو شمېر وسلوال ووژل شول او پنځه تنه یې نور بندیان کړل شول.

او زیاته کړې چې په دغه عملیاتو کې د داعش له منګولو هغه ۷۰ تنه وژغورل شول کوم چې د په ډله ایزه توګه خپل مرګ ته په انتظار وه.
د پنټاګون په خبر کې راغلي چې په دغه عملیاتو کې ددوی یو تن عسکر ټپي شو، چې بیا وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
باید وویل شي چې په کال ۲۰۱۴ کې چې له کله نه امریکا د اسلامي دولت ډلي (داعش) په خلاف بمبار پيل کړي، دا یې لومړی عسکر دی چې په ځمکنیو عملیاتو کې وژل کیږي.

بل لوري ته په الحویجه کې د اسلامي دولت ډلي وسلوالو رسنیو ته ویلي چې دوی امریکایانو ته درانه تلفات اړولي دي، دوی د یادوني وړ تلفات نه لري.

د کتونکو په نظر د اسلامي دولت ډله وروسته تر هغه په افغانستان، عراق، سوریه او نړۍ مسلمانانو په منځ کې د نفرت وړ وګرځېدل کله چې دوی په خپل غلط اجتهاد او فتواوو په ډله ایزه توګه د عامو مسلمانانو وژنه پیل کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x