له محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره مینه – اتمه (۸) برخه

لیکنه او ژباړنه: م. حمدالله (دانشمند) .

لا د میني په رنګینه لړۍ کې قرار لرو! .

په تېرو برخو کې څرګنده شوه، چې له محمد رسول الله- صلی الله علیه و سلم- سره نه یواځې د پوهي له رڼا نه برخمنو  محبت لاره، بلکې د ادراک او پوهي له ښکلا نه بې برخي ژویو، ځناورو ته هم الله- جل جلا له- ور پېژندلای وو . سفینة- رضی الله عنه- د نبي علیه السلام مریی فرمایي: ” د دریاب سفر مي کاوه، کښتۍ مو اوبو ډوبه کړه، ځه یوې تختې یو ځنګله ته و غورزولم، د یو زمري را باندي سترګې و لګېدې، زما په لور یې موخه کړه، زما د خوړلو اراده یې وه، ورته کړه مي: اې “ابو الحارث” (زمریه) زه د محمد رسول الله- صلی الله علیه وسلم- مریی یم! هغه سر و ښوراوه، زما لوري ته راغلی، زه یې په اوږه پوري وهلم، تر څو چې یې له ځنګل نه و لارې ته را و اېستم، له ځان سره یې زوږه شوه، ځه یې په لکۍ و وهلم روان شو، داسي مي انګېرله:  چې رخصت یې رانه واخیست! . یو داسي ځنګلي ځناور، چې هیڅ ادراک او پوهه نه لري، بیا هم د مبارک علیه السلام له نامه نه دومره اغېزمن شو، چې نه یواځې یې یاد صحابي ته ضرر و نه رساوه، بلکې هغه یې له نورو څيرونکو ځناورو هم خوندي او لارې ته یې برابر کړ .

له “ام سلمة” -رضی الله عنها- نه روایت ده، فرمایې: ( نبی علیه السلام مبارک په یو صحرا کې وو، یوې هوسۍ ورته کړه: اې د الله رسوله! . هغه علیه السلام ورته وویل: “څه ته اړتیا لرې؟” هغې ورته ویل: دې کوچې زه ښکار کړي یم، زما دوه واړه بچیان په دې غره کې دي، مادي پرېږدې تر څو خپلو بچیانو ته شيدې ور کړم، او بېرته راشم . نبي علیه السلام ورته وویل: ” داسي به وکړې؟” هغې وېل: هو! . هغه مبارک پرېښوده، ولاړه، بېرته راغله، او ویې تړله . کوچې وېده دی، (چې کله را بیدار شو) ویې ویل:  اې د الله پاک پیغمبره! کومه اړتیا خو به دي نه وي؟

هغه مبارک ورته و فرمایل : ” دا (هوسۍ) پرېږده. هغه پرېښوده، هوسۍ په منډه -منډه تله، ویلې: أشهد أن لا إله إلا الله وأنك رسول الله . دا هم یو حیوان دی، خو له نبي علیه السلام سره یې څنګه په وعده وفا وکړه، د هغه مبارک په غوښتنه یې د ځان د مرګ پروا و نکړه؛ د هغه مبارک نېکي اړ ایستله، تر څو د هغه مبارک په رسالت شاهدي ورکړې. (البدایة والنهایة ۵/ ۱۵۲) .

نور بیا …

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرس دی:

http://bit.ly/rasoolullah_meena

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د