شعـــــرونه

غزل ـ جانان خدرخېل

شاعر:جانان خدرخېل

ته لا ماشومه یې په دې زېر او زوَر نه پوهېږې
ته لا د عشْق په راز او نیـــاز او هنر نه پوهېږې

ته لا وړه یې، لا دې سـر وربانـدې نه خـلاصېږي
ته لا په مینه کې په خـیر او په شــر نه پوهېږې

ته لا په دې چې مینه څه!؟ او مئین څه ته وایي!؟
ته لا په دې لار کې په درد او پرهــر نه پوهېږې

ته لا د زړه په درزېدا بـانــدې خـــبـره نه یې.!!
ته لا اوس هم د دې خــبرې په ســر نه پوهېږې

تاته تـر اوسـه پـــورې چــل د یــارانې نه درځي
ته لا تـر اوســه د یــارۍ په نظــــر نه پوهېږې

وړه ›شـاعــره‹ یې، وړوکې جادوګــره یې خــو،
لاهم د ســترګــو اشـاره بـانـدې زر نه پوهېږې

تا لا زړګـی د “خدرخېل” غــونـدې بایللی نه دی
تـه لا د دغــې جــــوارۍ پـه اثــــر نه پوهېږې

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۲/۹/۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x