سوريه کې د ايران د پخواني ولسمشر ساتونکی وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم۱، ۱۳۹۴ل): سوريه کې بشار الاسد پر ضد جنګیدونکو د ازادۍ مبارزینو د ايران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد تر ټولو نږدې ساتونکی وژلی.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې د ايران د پخواني ولسمشر ډاکټرمحمود احمدي نژاد نږدې ساتونکی عبدالله باقري د سوريې د حلب په ښار کې  وژل شوی دی.

د ايران د کورنيو چارو وزارت د نوموړي د وژل کېدو په اړه ډېر جزيات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې عبدالله باقري د حضرت زينب د زيارت د دفاع له پاره سوريې ته لېږل شوی و.

ایران ډيری وسله‌وال په دې پلمه عراق و سوریې ته ليږلي څو هلته د خپلو مقدساتو دفاع وکړي.

د ايران ځينې شيعه ګان سوريې ته د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ د جګړې له پاره ځي چې تردې وړاندې هم د ايران ځينې پوځي قومندانان او د سپاه پاسدارن ګوند غړي په سوريه کې دبشارالاسد د رژيم په پلوۍ په جګړو کې وژل شوي وو.

څه موده وړاندې د سوريې په حلب ښار کې د ايران د سپاه پاسدارن يو تن جګپوړی قومندان حسين همداني هم د سوريې د ازادۍ د مبارزینو لخوا وژل شوی و.

د عبدالله باقري جنازه سبا د يو لړ دولتي مراسمو په ترڅ کې د ايران په پلازمينه تهران کې اداء کيږي.

په سوریه کې د القاعدې نړیوالې جهادي ډلې اړوند جبهة النصره په شمول ډيری مسلمانان د بشار الاسد د رژیم پر ضد جنګیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د