نظــر

په سرو زرو ناسته وه!

  تېره ورځ په اندونیزیا کې د دیموکراسۍ په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه شوې وه، چې د نړۍ زیاتره هېوادونو ګډون پکې کړی و، دګډون کوونکو له جملې نه یو هم کرزی خان و، په غونډه کې تر ټولو دپام وړ خبره دا وه چې دترکیې لومړي وزیر طیب اردوګان په ملګرو ملتونو نیوکه وکړه چې ترکیب یې د دیموکراسۍ له اصولو سره په ټکر کې دی، باید اصلاحات په کې را وستل شي، په ځانګړي ډول یې  د امنیت شورا ته ګوته ونیوه چې یوازې د پنځو دایمي غړو هېوادونو په واک ده، او له دې سره سره دنړۍ د ستونزو په اړه پاتې راغلې ده.

 ځينو خبري رسنیو را اخیستي چې کرزي هم دا خبره کړې ده، ما ته یوه کیسه را یاده شوه، وايي یو وخت کې یوه غرېبه بوډۍ کونډه وه، یو زوی یې درلود، زوی یې ځوان شو، دې غوښتل چې یوه ښه نجلۍ چېرته ورته را پیدا او له خیره سره واده ورته وکړي، په همدې هیله به شاوخوا ګرځېده را ګرځېده، څوک یې نه خوښېدل.

یوه ورځ دپادشاه کورته ورغله، دپادشاه مېرمنې یې ډېر زیات قدر او احترام وکړ، دا هم ډېره خوشحاله شوه، او داسې یې وانګیرله چې لکه دپادشاه د ښځې چې خوښه شوم، نو یې نرمه خبره ور یاده کړه، چې که پادشاه صیب خېښي را سره وکړي، ډېر ښه زوم به یې شي، زوی مې ډېر ښه ځواني لري، ښه غریب کورګی مې دی، لور به دې ښه را سره خوشحاله وي!!!

 دپادشاه ښځې چې ډېره مدبره او حکیمه وه، نه یې غوښتل چې دبیچاره غریبې بوډۍ خوا بده کړي، نو یې ورته وویل چې ابۍ! زه به ستا خبره پادشاه ته وکړم، ته هم دعاګانې کوه، کونډه له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاییده، ویلي لکه چې ومې ګټله، په ډېره خوښۍ سره کور ته را ستنه شوه.

بیګاه دپادشاه ښځې خپل خاوند ته دغریبې بوډۍ کیسه واوروله، پادشاه هم حیران شو چې بوډۍ خو ډېر لوړ فکر کړی، خو چې اوس څه رنګه ځواب ور کړي؟ له خپلې ښځې نه یې پوښتنه وکړه چې په کومه خونه کې دې کېنولې وه؟ ښځې ورته وویل چې په هاغه ته چې کله کله پکښې کېنې هغې خونې ته مې بیولې وه!

پادشاه په خندا شو، ویلې ښځې اوس په سور پوه شوم! سبا ته چې راغله هغه بلې عادي خونې ته یې بوزه، بیا ګوره چې دا څه وایي، سبا ته چې بوډۍ راغله دپادشاه ښځې دهغه مخکنۍ خونې پر ځای یوې بلې عادي خونې ته بوتله، بیا یې دتېر ځل په څېر ښه قدر او میلمه پالنه وکړه، مګر بوډۍ داسې غلې ناسته وه چې دمجلس تر پایه یې هېڅ د خېښۍ او دوستۍ خبره یاده نه کړه، په پای کې جګه شوه دپادشاه له ښځې سره یې مخه ښه وکړه او په خپله مخه لاړه!

بیګاه چې پادشاه کورته راغی، ښځې یې کیسه ورته تېره کړه، چې کونډې بوډۍ خو هېڅ ونه ویل، همداسې لاړه، هغه خبره یې یاده هم نه کړه، چې دا ولې؟

پادشاه ورته ویل: پرون چې تا نوموړې کومې خونې ته بیولې وه، دهغې تر غولي لاندې ما سره زر خښ کړي دي، پرون چې کونډې بوډۍ داسې لوړې لوړې خبرې کولې په سرو زرو ناسته وه، هغه خبرې دې نه کولې سرو زرو کولې، نن دې چې هغه بلې عادي خونې ته بوتله هغه سوچونه موچونه یې ټول له ذهن وتلي وو، په خپل نورمال حالت کې وه، ځان یې هم پېژندلو او مونږ یې هم پېژندلو، ځکه خو یې دنوموړې خبرې یادول مناسب ونه بلل.

کرزی بیچاره هم دهمغه زړې کونډې په څېر چې کله اندونیزیا ته لاړ، هلته په سرو زرو کېناست، خلک یې ولیدل چې په ملګرو ملتونو نیوکې کوي، نو د ده هم اشتها راغله.

سړیه، تر اوسه پورې ستا په غاړه کې دامریکا او ناټو پړی پروت دی، خوراک، څښاک، د شپې ځای، ښکته، پورته، تګ راتګ دې ټول د امریکې او ناټو په پۍسو کېږي، ته په کابل کې په خپل ارګ کې واک نه لرې، ته په یوه ځې مرستیالان دې په بله ځي، وزیران دې نوي نوي پوځونه او ملیشې جوړوي، په خپله څارنوالۍ، په خپله محکمه او خپلو پولیسو تلسط نه لرې ته بیا په بین الملل نیوکې کوې!

وايي آسونه یې نالول چیندخو هم پښې پورته کړې! طیب اردوګان چې دا رنګه خبرې کوي، یو څه لري، واک لري، اقتصاد یې په خپلو پښو ولاړ دی، خوراک او څښاک یې خپل دي، دنړۍ په کچه حیثیت لري، نړیوال حساب پرې کوي، دنړۍ سترګه ترېنه سوځوي، تا بیچاره غریبګي ته دې خیر شي!  

پاړسيوان وايي شولې ته بخور پردې ته بکن، همدا دامریکې او ناټو ګرمه ګرمه شوله نوش جان کوه، نور خپله پرده کوه، په پښتو کې متل دی وايي له خپل لمڅي سره سمې پښې غځوه، یو ځل ځانته وګوره، ځان وپېژنه بیا خبرې کوه، ته خو په هېڅ نه شرمېږې افغانان دې وشرمول!

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x