نړۍ

پاکستان: د شیعه ګانو په مذهبي ماتم چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم۱، ۱۳۹۴ل): د پاکستان په سند ایالت کې د شیعه‌ګانو د مذهبي ماتم په غونډه کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او ډیری نور يې ژوبل کړي.

پاکستاني رسنۍ ډان نیوز په خپل راپور کې لیکلي چې دغه پېښه د سند ایالت په جیکب آباد ښار کې د نهم محرم د جلوس پر مهال شوې.

جیکب اباد د پولیسو مشر ظفر اقبال ویلي چې احتمال لري چاودنه سرتیري بریدګر کړي وي.

د جیکب اباد په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او له نېږدې ولسوالیو هم امبولانسونه راغوښتل شوي دي.

تر چاودنې وروسته د سند-بلوچستان پوله او لاره تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د بلوچستان په بولان ولسوالۍ کې د یوې امام باړې مخې ته چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل.

تر هغه وړاندې په کوټه ښار کې بمي چاودنې ۱۱ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د چاودنو مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x