نظــر

فلسطین د اور په لمبو کې !

لیکوال: خلیل (شاهین) –

له تیرو دو میاشتو راهیسې مسجد اقصی او د یهودو تر اشغال لاندې عرب میشتې فلسطیني سیمې د اسرائلي ځواکونو تر بریدو نو لاندې دي چې له امله يي ۵۴ تنه فلسطیني ځوانان شهیدان شوي ، ۲۰۰۰ تنه ژوبل شوي او ۹۰۰ د اسرائیلي یرغلګرو لخوا نیول شوي دي .

د فلسطیني مسلمانانو او صهیونستي اشغالګرو تر منځ دا تاوتریخوالی هغه وخت پیل شو چې کله یوې ډلې یهودي توند لارو غوښتل په زور د مسجد اقصی حریم ته دننه او د هغه حُرمت ترپښو لاندې کړي، خو د مسجد اقصی ساتونکو او هلته ناستو معتکفینو د دغو یهودي توند لارو مخنیوی وکړ چې دا کار د وسله والو یهودانو او تش لاسو فلسطیني مسلمانانو ترمنځ د نښتې لامل شو .

دا لومړی ځل نه دی چې یهودي اشغالګر د مسجد اقصی حرم ته په زور داخل او دهغه بي حرمتي کوي ؛ بلکې تر دې وړاندې هم په لسګونو ځله اسرائلي توند لارو د خپلو وسله والو ځواکونو په ملتیا د اقصي مسجد د بي احترامي په خاطر هالته په زور ور دننه شوي او د مسجد په داخل کې یې فلسطیني مسلمان لمونځ کوونکي ځورولي او ګرفتار کړي دي.

په لومړي ځل د ۲۰۰۰ کال د سپټمر په ۲۸ مه د اسرئیلو پخواني لومړي وزیر آریل شارون د یو زیات شمیر اسرائیلي پوځیانو په ملتیا مسجد اقصی ته د ورننوتلو هڅه وکړه چې د مسجد اقصی په ساحه کې میشتو مرابطینو ( ساتونکو) په کلکه مسجد ته د هغه د ور ننوتلو مقابله وکړه .

له دې سره سم د مسلمانو فلسطینیانو او یهودي یرغلګرو ترمنځ تاو تریخ والی پیل او په ترڅ کې يو زیات شمیر فلسطینیان او د مسجد اقصی ساتونکي شهیدان او ژوبل شول.

د مسجد اقصی حرم ته د یهودي آریل شارون ورننوتل او د اقصی د ساتونکو له لوري د هغه مخنیوی د فلسطین په تاریخ کې د دوهمې انتفاضې ( د فلسطینیانو سرتاسري پاڅون ) لامل وګرځیده چې پوره پنځه کاله یې دوام وکړ. د یرغلګرو یهودانو په مقابل کې د فلسطیني مسلمان ملت له دوهم پاڅون را هیسي تر اوسه پوري په مسلسل ډول غاصب یهودان کوښښ کوي چې د مسجد اقصی حرمت تر پښولاندې کړي او هغه هم لکه د فلسطین نورې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي .

يهودان په دې پوهیږي چې د اسلامي نړۍ چارواکې په خپلو داخلي اختلافاتو او شخړو کې راګیر دي او که دوى د مسجد اقصی او یا په هغه کې د میشتو مسلمانو فلسطینیانو په اړه هرڅه وکړي د مسلمانانو تر ټولو لوي سیاسي سازمان اسلامي کانفرانس ، عربي اتحادیه او یا په خاصه توګه د مسلمانو هیوادونو حاکم چارواکي یې په اړه کوم غبرګون نه ښیي نو هماغه ده چې کال په کال د مسجد اقصی او فلسطینیانو په اړه د دوي په یرغلونو او وحشتونو کې زیاتوالی راځي .

روان ۲۰۱۵ کال پر مسجد اقصی د اسرائیلي یرغلګرو د تیریو او یرغلونو تر ټولو خونړی کال دی.

په دې کال کې تقریبا په یو میه شكل اسرائیلي یرغلګر پر مسجد اقصی يرغل کوي او د هغه حرمت تر پښو لاندې کوي. همدا اوس له تیرو ۲ میاشتو راهیسي اسرائیلي وسله وال ځواکونه له سخت دریځو یهودانو سره یوځای د حرم قدسي د نیولو او یا د هغه د بي احترامي په خاطر له وسلو سره د مسجدحرم ته په زور داخلیږي چې په مسجد کې د میشتو معتکفینو او مرابطینو لخوایې مخنیوی کیږي ، خو دوی د هغو تش لاسو لمونځ کوونکو پرخلاف وسلې کاروي .

اوس چې د مسجد اقصی داخل ته د فلسطیني ځوانانو پر ورتګ بندیز لګول شوی نو د مسجد ساتلو او هلته د لمانځه اداء کولو لپاره یواځي د پاخه عمر لرونکي نارینه او اکثریت د پاخه عمر لرونکي ښځي ورځي او بیا هغوی د مسجد اقصی د دفاع په خاطر له یهودي اشغالګرو سره لاس او ګریوان کیږي ، اسرئیلي پوځیان د ټولو خبري رسنیو په مخ کې همدا بیوزله تش لاسي فلسطیني ښځي په ډیره بیرحمي او وحشیانه ډول سره وهي او کله یې هم له ځانه سره بندیانوي.

اسرائیلي وحشتګر دغه وحشت د ټولو نړیوالو خبري رسنیو په موجودیت کې کوي ، خو هیڅ څوک نشته چې د یهودي اشغالګرو د دغه ستر وحشت مخنیوی وکړي او یاهم پر مسجد اقصی دهغوی د پراخو بریدونو په مقابل کې خپل غبرګون وښیي.

همدا لامل دی چې فلسطیني غیرتي ځوانان مجبور شول چې له الاقصی مسجد څخه د دفاع په خاطر په خالي لاسونو میدان ته راووځي او له مسلحو صهیونستي ځواکونو سره مقابله وکړي.

فلسطیني ځوانانو په دغې تاریخې مقابلې کې د چړو او ډبرو په کارولو سره تر اوسه ۸ تنه اسرائلي پوځیان وژلي او په لسګونو نور يي ژوبل کړي دي.

د مسلمانو فلسطینیانو دغې مقابلې اسرئلي حکومت له سختې وار خطايي سره مخ کړی چې له امله يي تر خپل اشغال لاندې عربي سیمو کې فوق العاده بیړنی وضعیت اعلان کړی .

خدای تعالی دي وکړي چې د صلاح الدین ایوبي په څیر قائدین او مشران په اسلامي امت کې پیداکړي ترڅو هغوی وکړای شي په خپل شهامت سره د مسلمانو فلسطینیانو د ټولو مظلومیتونو انتقام له اشغالګرو یهودانو څخه واخلي، مسجد اقصی تري آزاد او غصب یهودان د خپلو ناروا اعمالو په جزا ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x