له لیکوال او شناند، عبدالرحیم ثاقب سره د نن ټکي اسیا مرکه

په وروستیو څو میاشتو کې طالبانو د خپلې جګړې لمنه په کم سارې ډول پراخه کړه. پر دې سربېره، د طالبانو په وروستیو ویناپاڼو کې په څرګندو ټکه داسې نښې ښکاري چې د امریکایانو له وتلو وروسته چمتو دي چې د بین الافغاني تفاهم له لارې د افغانستان ستونزه حل کړي.
نن ټکي اسیا په دې اړه، د لیکوال او تحلیلګر ښاغلي عبدالرحیم ثاقب سره مرکه کړې ده. ښاغلی ثاقب د افغانستان او سیمې پېښي څاري او ځانګړی نظر لري.

نن ټکی اسیا: طالبانو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې چمتو دي د جګړې له ښکېلو لوریو سره جدي خبري وکړي، تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مرستیال جاریت بلنک هم ويلي و چې له طالبانو سره به د سولې په اړه ځنډیدلې خبرې بیرته پیل کړي. ستاسي له نظره امريكايان په افغانستان كې د جګړې پایته رسولو ته څومره ژمن دي او په اوسنیو شرایطو کې د سولې مذاکرت څومره د موفقیت چانس لري؟

ثاقب: بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلأهله والصلاة علی اهلها وبعد.

په افغانستان کې د امریکایانو د اشغال ۱۴ کلن بهیر ته په کتو سره هغوی نه په افغانستان کې د جګړې ختمولو اراده لري او نه هم په دې اړه واقعي مذاکراتو ته ځان ژمن بولي؛ بلكي هغوی د سولې له خبرو څخه د داسې مذاکراتو ترسره کول غواړي چې هغه د دوی له خوښې سره برابر او د دوی ګټې تضمین کړي.

په بین الدولي منازعاتو کې د قضایاوو د حل لپاره د قضیې د طرفینو خوښه او موافقه ضروري ده. مګر امریکایان پر دې واقعیت سترګې پټوي او هر وخت د خبرو تر عنوان لاندې پر مقابل لوري خپلې غوښتنې تحمیلوي، چې د دوی دا سر زوري نه له د يپلوماتیکو ایجاباتو سره سمون لري او نه هم د قضیې په هواري کې مرسته کولای شي.

د امریکایانو په قاموس کې سوله یو خاص مفهوم لري نه هغه عام مفهوم چې افغانان او نړیوال یې تري فهموي. تاسي ګورئ امریکایانو په خپله خوښه او ابتکار له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره په قطر کې د طالبانو د دفتر پر خلاصولو موافقه وکړه، د هغوی دا نیت و چې دا دفتر به د سولې دهغه مفهوم مطابق كوم چې دوی یې ترې فهموي د سولې مذاکرات پرمخ بیايي، خو کله چې طالبانو د دوی د مغرورانه مزاج خلاف عمل وكړ امریکایانو سمدستي د دفتر د تعهداتو خلاف منفي دریځ غوره کړ، په لومړي قدم کې یې د دفتر د افتتاح په مهال د هغه پر سر د کلیمې د بیرغ له لوړولو سره د کابل حکومت له ادرسه مخالفت وکړ، په دوهم قدم کې یې د بندیانو د تبادلې په اړه د کړیو تعاهداتو پر خلاف د حقاني صاحب کشری زوی، انس حقاني ونیو او په درېیم قدم کې یې له ګوانتانامو څخه د امریکايي اسیر په مقابل کې د راخوشي شویو بندیانو د نظارت موده تر ټاکلي وخت نوره هم وغځوله.

که واقعا هم امریکایان په افغانستان کې سولې ته ژمن وای نو کم ترکمه هغه د سولې ادرس كوم چې د دوی په خوښه او غوښتنه ایجاد شوی نه تخريباوه او کم تر کمه د قطر هیواد چې د دوی استراتیژیک حلیف او د جانبينو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي د هغوی د وجاهت او حیثیت پرځای ساتلو رعایت خو به یې کړی وای.

د جګړې د ختمولو لپاره باید لاندې درې ټکي په پام کې ونیول شي:

لومړی دا چې جګړه یوه پدیده ده چې د منځته راتلو لپاره یې د عواملو او اسبابو شتون ضروري وي، همدا راز د هغې په ختمولو کې د هماغو ایجادي عواملو له منځه وړل لازمي دي؛ ځکه ترڅو چې یې عوامل له منځه وړل شوی نه وي د جګړې له منځه وړل ناممکن دی.

•    په افغانستان کې د جګړې اساسي عامل د بهرنیانو مداخله ده، دا مداخله که د هرچا له لوري او تر هر عنوان لاندې وي د هغې له دوام سره دلته د سولې او ثبات لپاره هر ډول هلې ځلې بي ځایه دي.

•    دوهمه خبره دا ده چې جګړه تل د خپل تفاعلي خاصیت له مخې د طرفینو ترمنځ وي او سوله هم همداسې، یعني لکه جګړه چې د طرفینو په جنګي احضاراتو سره کیږي سوله هم همداسې د طرفینو په خوښه او د هغوی ترمنځ د یو او بل د شرائطو او غوښتنو په منلو سره منځته راتلای شي.

خو د افغانستان د جګړې د یوه طرف (امریکا) لخوا دغه اصل په هیڅ ډول نه رعايت کیږي. امریکایان تل دا خبره کوي چې طالبان دي د کابل د حکومت اساسي قانون ومني، وسله دې پر ځمکه کیږدي او له تاوتريخوالي دي لاس واخلي چې دا خبرې له تسلیمي پرته بل مفهوم او تعبیر نه لري او نه تر اوسه د دغه ډول سولې عملي بیلګه په نړۍ کې لیدل شوې.

له همدې امله کومې هلې ځلې چې د سولې په نوم د امریکایانو لخوا تر سره كيږي او یاهم د هغوی په دستور د اسلام آباد په وساطت د کابل او طالبانو د استازیو ترمنځ وشوې او يا تر دې وروسته کیږي له بده مرغه چې له هغو څخه د واقعي سولې د سبوتاژ لپاره ابزاري استفاده شوې او کیږي نه د سولې تأمین او جګړې له منځه وړلو لپاره.

•    درېیمه خبره دا چې امریکایانو ولسمشر اشرف غني اصلاً په افغانستان کې د هغوی د نورو استراتژیکو اهدافو د تر سره كولو لپاره ګمارلی، نه  د جګړې د خاتمې لپاره.

نوموړی که څه هم چې د سولې او سوله ییزو هڅو په اړه ډیر تظاهر کوي خو په حقیقت کې د امريكايانو لخوا نوموړي ته د سولې هيڅ صلاحیت نه دی تفويض شوی.

ځکه همدا اوس د پنټاګون لوړ پوړي چار واکي وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په بیرته را ایستلو دې تجدید نظر وشي، همدا اوس اوس د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل جنګي ماموریت د تمدید پریکړه کړې، د امریکا کانګریس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتي کیدو پلوي کوي څه موده وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي هم په افغانستان کې د یوه بل پوځی ایتلاف د جوړولو خبر داری ورکړ، همداراز امریکايي جګړه ماری سناتور، جان مکین کابل ته په خپل وروستي سفر کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي عسکرو پر شاتګ د اوباما د حکومت ستره اشتباه وبلله او پر دې يې ټینګار درلود چې د امریکایانو تر لزوم ديد پوري باید په افغانستان کې امریکایي عسکر پاتي شي. د دغو فشارونو په پایله کې اوباما هم اعلان وکړ چې ۵۵۰۰ تنه عسکر به د پخوايي اعلان پر خلاف، له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې کېږي.

له دې پرته همدا اوس د ګډ حکومت اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله، د ګډ حکومت لومړی مرستیال جنرال دوستم، د بلخ ولايت سر پرست  جنرال عطا په هیواد کې په تیره شمال کې د نویو داخلي جګړو لپاره پوځي احضارات نیسي.

ياد چارواکي دغه ټول جګړه ییز حرکات د امریکایانو په دستور او تحریک تر سره کوي، که په دې تحركاتو کې د امریکایانو مواقفه او دستور نه وي هغوی په خپل سر کله هم د دغه ډول جنګي مانورو جرئت نشي کولای. د ګډ حکومت مشر اشرف غني ته هم دا ټول وضعیت او جریانات ښه څرګند او ښکاره دي ځکه یې د ډاکټر عبدالله او په هغه پوري تړلي جګړه مارانو (په اصطلاح جهادي قومندانانو) پر ټولو جګړه ییزو حرکاتو ځان ړوند او کوڼ اچولی.

پر دې ټولو سربیره د امریکایانو له خوا په تحمیلي ډول د اشرف غني پر حکومت د امنیتي تړون لاسلیکول په حقیقت کې په افغانستان کې د تحمیلې جګړې د تداوم او استمرار واضح سند دی، د دې سند موجودیت په قطعي ډول په افغانستان کې د سولې د راتلو ټول امکانات له منځه وړي او یواځې د تحمیلي جګړې د لامشتعل ساتلو لاره يي خلاصه پري ایښې ده.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکول او په پوځي لحاظ د واشنګټن لخوا د کابل پوځي تمويل کول په افغانستان کې د نیابتي جګړي د تداوم او غزولو اصلي مقصد دی.

ځکه د جګړې یوه لوري (طالبانو) له امریکایانو او د هغوی له تحت الحمایه حکومت سره د خبرو کولو لپاره له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل د لومړني شرط په توګه ټاکلی، خو د جګړې بل لوري (امریکایانو) له کابل سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو سره د راتلونکو لسو کلونو لپاره خپل شتون په افغانستان کې حتمي کړي، اوس د دغو دوو متضادو موقفونو ترمنځ څرنګه یووالي ممکن دی؟

نن ټکی اسیا: په تير جولای کې د اسلام آباد په مري سیمه کې د پاکستان په منځګړېتوب د ګډ حکومت له استازیو سره د طالب چارواکو ناستې پر طالبانو د پاکستاني چارواکیو د کنټرول او موثریت په معنا دی، تاسې په دې اړه څه وایاست؟

ثاقب: په مجموع کې د افغانستان د قضیې پر ښکیلو اړخونو د پاکستان کنټرول او موثریت د نن خبره نه؛ بلکې له تیرو تقریبا څلورو لسیزو راهسیې پاکستان د افغانستان پر سیاسي بهیر او د بهیر په اړونده اړخونو کنټرول او موثریت لرلی.

د شورویانو په خلاف د افغانانو جهاد چې د کمونیستي زبرځواکي پر نسکوریدو سربیره یې په نړۍ کې ډیر تحولات رامنځته کړل، ټول افغان ولس هغه جهاد ته په درناوي قائل او د ځان لپاره يې وياړ ګڼي، خو د هغه وخت ټول جهادي رهبران مستقیما د پاکستان په کنټرول او د هغوی د تنظیمونو اساس ګذاري په پاکستان کې شوې.

د جهاد په ټوله دوره کې د افغاني تنظیمونو ترمنځ ټول اتحادونه، ایتلافونه، عبوري او لنډ مهاله حکومتونه او نور سیاسي تشکیلات مستقیما دپاکستاني چارواکو په دستور او فرمایش منځته راتلل، د هیواد په داخل کې د شورویانو په خلاف جنګیدونکي مجاهدین مستقیما د پاکستاني پوځیانو لخوا ټرینینګ او مجهز کیدل، هغوی ته ټولې وسلې او پوځي مهمات په دوهم لاس د پاکستان د پوځ له اړونده ډیپوګانو څخه ورکول کیدل، تر دې چې د هر تنظیم پوځي استحقاق په جلاجلا توګه معلوم و، دا هرڅه واقعیت او په اړه يې ښکاره اسناد او د صحنې ژوندي شاهدان موجود دي.

هغه تصویرونه اوس هم د هیچا له سترګو پټ نه دي چې جهادي رهبرانو د پاکستان د وخت د استخباراتي شبکې له مشر فقيد جنرال حمیدګل او نورو چارواکو سره په مختلفو مناسبتونو او غونډو کې هم په پاکستان او هم د افغانستان په دننه په جهادي جبهاتو کې اخیستي.

هماغه مهال به مجاهدین په ښکاره توګه د پاکستاني ځواکونو لخوا روزل کیدل، وسلې او مهمات به ورته ورکول کیدل او هماغه وسلې او مهمات به د پاکستاني پوځیانو په بدرګه د افغانستان تر پولو پوري رسول کیدل.

همداراز هغه مهال جهادي رهبرانو ته په پاکستان کې د مکمل فعالیت اجازه ورکړل شوې وه تر دې چې د پاکستاني سیاسي پاسپورتونو په لرلو سره جهادي رهبرانو له پاکستانه بهر هم سفرونه کول.

چې دا هرڅه د افغانستان پر سیاسي رهبرانو د پاکستاني چارواکو د کنټرول او اثر ښکاره اسناد دی.

خو دافغانستان د اوسني مقاومت چارواکي (طالبان) پاکستان کې په مستعارو نومونو سره په ډیرو سختو شرائطو کې ژوند تیروي. د هغه باوجود د پاکستاني امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي، له منځه وړل کیږي او سخت ځورول کیږي چې د طالبانو د دفاع پخوانی وزیر ملاعبیدالله اخوند، د هغوي د فرهنګي کمیسیون پخوانی مشر استاد یاسر او د طالبانو د مشر مرستيال ملابرادر اخوند يې ښکاره بیلګې دي.

له بلې خوا د پاکستان اثر یواځې تر پخوانیو جهادي رهبرانو پوري نه دی محصور بلکې همدا اوس د کابل هغه حکومت کوم چې د نړۍ د ۴۸ هیوادونو پوځي او ديپلوماتیک حمایت له ځانه سره لري  او د امریکاپه شمول یې د نړۍ له سترو پوځي او صنعتي هیوادونو سره دفاعي تړونونه لاسلیک کړي هغه  هم د پاکستان تر ښکاره اثر لاندې دی.

همدا څه موده مخکي ټولې محلي رسنۍ پر دې خبرې غږیدلې چې پاکستان له اشرف غني څخه غوښتي چې د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل دي له خپلې دندې څخه ګوښه کړي.

د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان استخباراتي مامورینو وکړای شول چې د افغانستان د ملي امنیت په محبسونو کې له بندیانو څخه تحقیقیات وکړي.

پردې سر بیره په شرقي ولایتونو کې کابل حکومت داسې والي نشي ټاکلی چې هغه دې مخکې تر مخکې د پاکستان د تائید وړ نه وي، همدا ډول په اسلام آباد کې د کابل سفیر داسې شخص ټاکل کیږي  چې مخکي تر مخکي د هغه په ټاکلو باندې اسلام اباد رضایت او موافقه ولري.

پر دې علاوه د کابل حکومت له راتلو سره سم پاکستان د ډیورنډ کرښې له صفري نقطې را دیخوا په سلګونو کیلو میټره د افغانستان خاوره لاندې کړې، په هلمند کې له دیشو سرحدي ولسوالۍ رانیولې د کندهار تر سپین بولدک، د زابل تر کمردین کاریز او پکتیکا تر انګور اډې پوري یې د افغانستان په داخل کې یې بیشمیره پوځي تأسیسات جوړ کړي.

په ګوشته ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو د ۴۸ کلیو میټره ساحې په لاندې کولو سره په ولسي جرګې کې د شرقی ولایتونو د ځینو وکیلانو کورونه هم د پاکستان د خاورې برخه ګرځولي.

دا ټول هغه ملموس حقائق دي چې هیڅ څوک تري انکار نشي کولای او د افغانستان پر حکومت دپاکستان ښکاره اغیز او د هغه په مقابل کې د کابل حکومت  ناتواني تري ثابتیږي.

هو! پر دې واقعیت باید اعتراف وشي چې اوس هم لا په پاکستان کې له دونیم میلون څخه زيات افغانان اوسیږي، د هیواد د داخل په څیر دغو مهاجرو افغانانو اکثریت هم طالبان او د طالبانو پلویان دی، که د طالبانو چارواکي د خپلو دغو هیوادوالو د ورځنیو ضرورتونو او یا هم په پاکستان کې د هغوي د اوسیدنې او کار په خاطر له پاکستاني چارواکو سره دار مدار ولري، له هغوی سره اړیکې ولري او یاهم د مري د ناستې په څیر د هغوی د کومې غوښتنې منلو ته مجبور کړل شي دا هيڅکله د دې معنا نه لري چې طالبان د پاکستان تر اغیز لاندې او یا دپاکستاني چارواکو په کنټرول کي وي.

نن ټکی اسیا: ستاسي په نظر په شمال کې د طالبانو د جګړو او پوځي پرمختګونو لامل څه کیدای شي؟!

ثاقب: زما په نظر یواځې په شمال کې نه بلکې په ټول هیواد کې جګړې او د طالبانو پوځي پرمختګونو زور اخیستی، په هلمند کې د نوزاد او موسی کلا ولسوالۍ طالبانو نیولې او د لښکر ګاه په لوري د پرمختګ په حال کې دي، په روزګان کې دولتي ځواکونه د طالبانو تر محاصرې لاندې دي، د غزني ولایت مرکز د طالبانو په محاصره كې دی، د کابل کندهار عمومي لاره د طالبانو تر ګواښ لاندې ده، په پلازمینه كابل كې حكومتي چارواکي او دولتي مراكز مصؤنیت نه لري، په لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، لغمان، کاپیسا او نورو ولایتونو کې طالبانو خپل عملیات جاري ساتلي.

داچې په شمال کې د طالبانو پوځي پرمختګ پراخ مطبوعاتي انعکاس لري د هغه  لامل دا دى چې هغه ته ګډ حكومت د ځان په ګټه هوا ور کوي، هغوی غواړي د دې تبلیغاتو په وسیله له یوې خوا نړیوالو ته ووايي چې که تاسي له افغانستانه ووځئ نو طالبان به په ډیرې اساني سره ټول شمالي مناطق ولکه او دلته به د طالبانو تر کنټرول لاندې بیا د هغوی خواخوږي وسله وال د ګاونډیو هیوادونو په پرخلاف کارول کیږي او له بلې خوا د ګډ حکومت یو اړخ (شمالي ټلواله) په شمال کې د طالبانو پرمختګ د ځان لپاره لوی تهدید ګڼي نو ځکه د طالبانو پرمختګ په شمال کې خپلو پلویانو ته د خطر د زنګ په توګه معرفي کوي او په دې کار سره غواړي خپل پلویان له طالبانو سره د مقابلې په پلمه پرځان راټول کړي.

نن ټکی اسیا: د ملګرو ملتونو په وروستۍ سر مشریزه کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د داعش د نفوذ رپوټ وړاندې کړای شو، ستاسي له نظره دا رپوټ څومره باوري کېدای شي؟

ثاقب: زما په نظر په افغانستان کې د داعش نفوذ يوه تبلیغاتي جنبه لري نه د افغانستان په جغرافیه کې ملموس واقعي موجوديت؛ ځکه داعش په عراق او سوریه کې د هغه ځای د مذهبي، سیاسي او طائفي وضعیت او نامناسبو شرائطو پیدا وار دی او په افغانستان کې تر اوسه پوري الحمدلله د مذهب او قوم په نوم هغه ډول مشکلات هیڅ شتون نه لري. کوم کسان چې په ننګرهار کې د داعش په نوم راپیدا كړل شوي دهغوی اصلي ماهیت هر چاته ښکاره دی چې هغوی څوک د چا لخوا د کومو اغراضو او مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره منځته راغلي؟!
د دغو مجهول الهويته او معلوم الأهدافه کسانو له ظهور او موجودیت څخه هم امریکایان او هم په ګډ حکومت کې یوشمیر معين حلقات د ځان په ګټه استفاده کوي.

امریکایانو چې تیر ۱۴ کاله يې په افغانستان کې د القاعده تنظیم د موجودیت او د هغه د له منځه وړلو په پلمه تیر کړل اوس غواړي په راتلونکي کې د داعش د موجودیت په پلمه په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته مبرر ولټوي.

که دا خبره نه وي داعش او په هغه پوري تړلي ټول عوامل یې په منځنی ختیځ کې را پیدا شوي، افغانستان ته د هغوی په رارسولو او دلته هغوی ته د تبلغاتي کمپاین لپاره چا زمینه سازي وکړه؟

په افغانستان کې د داعش ظهور او نفوذ ته تر بل هر چا د پنټاګان او سي آي اي چارواکي ډیر تبلیغات کوي، د مثال په ډول د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د روان کال د حمل د میاشتې په ۱۸ نیټه سي . ان. ان. تلویزوني شبکې خبر ورکړ چې دوی داسې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې له مخې یې لیدل کیږي د کابل د جنوب په څو کیلو میتري کې د داعش دری تنه مخپټي کسان پوځي تمرینونونه کوي .

دوهم ځل د جوزا د میاشتې په ۳ نیټه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال جان کمبل له خبري رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې داعش ځواکونه په افغانستان کې د ځان د ځواکمنولو په غرض په جذب و جلب پیل کړی.

دریم ځل د جوزا د میاشتې په ۲۸ نیټه د امریکا د دفاع وزارت پتڼاګون په بیړنۍ توګه اعلان وکړ چې داعش ځواکونه په افغانستان کې د پراختیا په حال کې دي او له طالبانو سره د مقابلې لپاره تیاری نیسي.

د هغه په تعقیب تر اوسه پوري چې په افغانستان کې د داعش د ظهور خبره رامنځته کیږي هغه د امریکايي لوړ رتبه چارواکو لخوا وي چې امریکايي رسنۍ یې په خپراوي کې ډیر ژر اقدام کوي.

په پیل کې خپله د کابل حکومت د امنیتي چارواکولخوا دلته د داعش د موجودیت خبره تبلیغات ګڼل کیدل، خو اوس چې امریکایان په افغانستان کې د داعش پر موجودیت ټینګار کوي نو د کابل امنیتي چارواکي هم الزاما مجبور کړای شول چې د داعش د شتون په اړه د امریکایانو تبلیغات ورسره بدرګه کړي.

د غربیانو لخوا د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د داعش د نفوذ خبره دلته د موجودو مسلَّماتو له مخې د منلو وړ نه ده؛ ځکه القاعده تنظیم چې په افغانستان کې تأسیس شوی او دلته  ۳۲ کلنه جهادي سابقه هم لري تر اوسه په دې نه دی توانیدلی چې د افغانستان په یوې ولسوالۍ یا کم تر کمه په یوه کلي کې نفوذ وکړي او داعش چې له افغانستانه ډیر لیري په عراق کې تأسیس شوی او تراوسه يي د تأسیس یو کال كيږي څرنګه شونی دی چې په یوه کال کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې نفوذ وکړي؟!

حال داچې القاعده تنظیم له شوروي اشغالګرو سره د جهاد پر مهال له افغانانو سره ډیرې مالي، ځاني او معنوي مرستې کړې، د جهاد او له هغه راوورسته دور کې یې له تنظیمي رهبرانو او تر هغه راوروسته يي د طالبانو لخوا کلک حمایت هم کیدو تر دې چې طالبانو خپله ټوله واکمنۍ د هغوی د حمایت په جرم له لاسه ورکړه، د هغوی فکر، مذهب او عقیده هم افغانانو ته ښه څرګنده، مګر د دې ټولو باوجود مونږ په ټول افغانستان کې داسې یوه ولسوالۍ، یوه سیمه  او حتى یو کلی هم نه لرو چې هلته دي القاعده تنظيم پوځي نفوذ او تسلط و لري!

هو دا ښکاره خبره ده چې له القاعده تنظيم سره به دافغانانو په منځ کې د اسلامي مشترکاتو په اساس خواخوږي موجوده وي اما تسلط او نفوذ یې قطعا نشته او داعش چې نه په افغانستان کې د تأسیس او جهاد سابقه لري، نه يي افغانان له مفکورې او تګلارې څخه خبر دي او نه يي تر اوسه په افغانستان کې داسې کارنامه تر سره کړې چې د هغې له امله دي د افغانانو زوړنه ځانته جلب کړي نو دابه څرنګه ممکن وي چې وچ په وچه دي د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې نفوذ وکړي؟!

خو د امریکایانو لپاره په افغانستان کې داسې څه پیداکول چې هغه د دوي د اشغال د دوام لپاره مجوز او مبرر وګرځي حتمي او ضروري خبره ده، نو هماغه ده چې د داعش د نفوذ لپاره يي خپل ټول تبلیغاتي ماشین په کار اچولی او هره ورځ د هغوی د فعالیت لپاره یو مصنوعي او تلفیقي خبر را پیداکوي، کنه په حقیقت کې نه داعش په افغانستان کې شتون لري، نه يې د شتون لپاره شرائط مهیأ دي نه د افغانانو په منځ کې د هغوی نا مأنوسه مفکوره  د تنفیذ چانس لري.

نن ټکی اسیا: په هیواد کې روان وضعیت د چا په ګټه بولئ؟

ثاقب: له بده مرغه چې د افغانستان روان وضعیت د هیچا په ګټه نه دی، نه خپله د افغانانو، نه د ګاونډیانو او نه هم د منطقې او نړۍ په ګټه.
دغه بد وضعیت امریکایانو پر افغانستان راوستی، غواړي د خپلو استراتژیکو اهدافو د تحقق لپاره تر ډیرو پوري دغه بد وضعیت ته په افغانستان کې دوام ورکړي .

تاسي ګورئ چې امریکایان په افغانستان کې د امنیت د تأمین په پلمه د كابل له حكومت سره ۹٫۰۹۱مليون ډالره مرسته کوي، چې د دغې مرستې اندازه تر هغې مرستې دری چنده زیاته ده کومه چې یې امریکا په نړۍ کې له خپل نیږدي حلیف اسرائیلو سره کوي، له اسرئیلو سره د امریکا کلنۍ مرسته ۲۷۹۹.۵ملیون ډالره ده.

له کابل حکومت سره د تل ابیب په نسبت د امریکایانو د دری چنده مرستې لامل دا نه دی چې امریکایان تر اسرائیلو له افغانانو سره ډیره مینه او علاقه لري، بلکې د هغه لامل دادی چې د کابل ګډ حکومت د تل ابیب د حکومت په نسبت امریکايي مصالحو ته ډیر ژمن او امریکایانو ته هم د منځني ختیځ په نسبت اوس په افغانستان کې خپل استراتیژیک اهداف ډیر اهمیت لري.

په افغانستان کې د امریکايي مرستې ټوله اندازه په پوځي او جګړه ییزو چاروکې لګول کیږي چې اوس یې د پیل کړې څوارلس کلنې جګړې مالي لګښت تریلونونو ډالرو ته رسیدلی او د هغې احصايي له مخې چې تازه د سولې او دیموکراسي موسسې لخوا ترسره شوې په افغانستان کې روزانه ۲۴٫۹۰۶ ملیونه ډالره پرامنیتي او نظامي چارو مصرفيږ ي خو بیاهم د دوی له دغو ټولو ګزافو لګښتونو سره سره  د ګډ حکومت مشر اشرف غني د کابل په ارګ کې د امنیت او مصؤنیت احساس نشي کولای، له مرکزه نیولې بیا د افغانستان تر هرې ولسوالۍ پوري هیڅ ځای له جګړې نه دی خلاص، ولایتونه د سقوط په حال کې دي په هره سیمه کې تر بیلابیلو عنوانونو لاندې د جګړې د اور بلولو ته زمینه سازي کیږي دا ولي؟!

د دې ښکاره لامل دادی چې امریکایان دلته له جنګي عزائمو سره راغلي، تر څو چې هغوی دلته میشت وي افغانستان او د هغه ګاونډ به د جګړو مرکز وي.

د داعش د تأسیس او نشأت مرکز په منځني ختیځ کې دی خو د امریکا لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي د هغه د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې د نوي پوځي ایتلاف او له هغه سره د مقابلې لپاره د نوي مرکز په جوړولو ټینګار لري، هغوی غواړي په اسیا باندې د پوځي تسلط لپاره له منځني ختیځ څخه افغانستان ته د جګړې اور رانیږ دي کړي.

امريكايانو چې تیرکال د ګډ حکومت د جوړیدو په دوهمه د دې حکومت په چارواکو امنیتي تړون لاسلیک کړ هغه اصلا په افغانستان کې د جګړې د دوام تړون دی چې تر لسو کلونو پوري به امریکایان د کابل حکومت ته یواځي جنګي مصارف ورکوي او هغوی به د امریکایانو په نیابت د خپل ولس پر خلاف کورنۍ جګړه پرمخ بیايي. همدغه ټکی د ګډ حکومت د مطبوعاتي دفتر مرستيال ظفر هاشمي د تلې د میاشتې په ۱۹ نیټه رسنیو ته په خپل ليږل شوې غږیز پيغام کې داسې واضح کړ:

«د افغانستان جګړه یوازې په افغانانو پوري نه ده منحصره؛ بلکې سیمه ییز اړخونه لري او افغان امنیتي ځواکونه د نورو په نیابت د نړېوالو او سیمه ییزو ترهګرو پر وړاندې جګړه کوي؛ زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې باید د افغانستان ملاتړ وشي؛ څو سیمه ییزه ستونزه حل شي.»
كه خپله له امريكايانو او د تړون له لاسلیک کوونکو افغانانو څخه که وپوښتل شي چې ستاسي ترمنځ دې لاسلیک شوي تړون افغانانو ته کومه ګټه ورسوله د هغوی ځواب به څه وي؟

د تړون له لاسلیک کیدو سره ټولې هغه ستونزې چې د افغانانو ژوند يي ګواښه  څو چنده زیاتې شولې.

جګړې، اداري فساد، بیکاري، له هیواد څخه د سرمایو فرار، نورو هیوادونو ته د افغانانو مهاجرت او … هرڅه تر پخوا زیات شول.

د بیلګې په توګه که سړی په کابل کې د پاکستان، ایران، ترکیې او نورو هیوادنو د سفارتونو مخته د ویزه اخیستونکو افغانانو کتارونه وګوري د حکومت د ټولو ادارو د مراجعینو په نسبت د همدغو ویزه اخیستونکو افغانانو شمیر زیات دی.

ولي څوک له اشرف غني او په کابل کې د امریکې له سفیر نه دا پوښتنه نه کوي چې هغه ستاسي ۲۴ ملیون ډالره چې په یوه ورځ کې ګډ حکومت ته ورکول کیږي چیرته او په څه شي لګول کیږي؟

اصلا د تړون له لاسلیک څخه  په افغانستان کې د دغه ډول بحراني وضعیت رامنځته کول د امریکایانو اساسي هدف و، اوس چې هغوی په خپل لومړني هدف كي كامياب شوي نو په دوهم قدم کې یې د هغه د تقويې لپاره يي په افغانستان کې د خپلو ۵۵۰۰ عسکرو د پاتې کیدو پریکړه وکړه .

داچې ۱۵۰۰۰۰ امریکايي او ناټو تازه نفسه سرتیري له خپل ټول توان سره دلته د امنیت په راوستلو کې ناکام شول ۵۵۰۰ مورال بایللي پوځیان به څه وکړي؟

خو د امریکایانو هدف دلته د جګړو او نا امنیو دوامداره کول دي چې همدغه محدود عسکر يې یوه تر ټولو ښه وسیله او پلمه ده.

افغانانو ولیدل چې امریکایانو د تیر۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پایته رسیدلی اعلان کړ، مګر د هغه باوجود یې د هغوئ پر کلیو او کورونو بمبارۍ او وحشیانه بریدونه دوام لري، په دومره توپیر چې مخکې به یې د طالبانو د شتون په پلمه یواځې ولسي کسان بمبارول اوس په پوځي مرکزونو کې د دفاع وزارت رسمي قطعات هم بمباروي.

د کرزي د واکمنۍ پرمهال به دامریکایانو لخوا د ولسي خلګو او یا هم امنیتي عسکرو د بمبارولو او وژلو په غبرګون کې کله ناکله کرزي د تظاهر له مخې ژړل او د امریکایانو دا عمل به یې تقبیح کاوه، اوس له بده مرغه چې د ګډحکومت مشر اشرف غني او د هغه امنیتي چارواکي پر ولسي او امنیتي عسکرو باندې دامریکایانو بمباري ته دلائل او مبررات لټوي.

په کندوز کې د بي پولي ډاکټرانو پر روغتون د امریکایانو بمباري چې بي له شکه یو جنګي جنایت او امریکایانو يي هم له امله بښنه وغوښتله، خو د کابل حکومت امنیتي چارواکي اوس هم دیته خره دي چې پر یاد روغتون باندې د امریکایي ځواکونو بمباري د دوئ په غوښتنه تر سره شوې !!!

نن ټکی اسیا: د ملي یوالي په نوم د ګډ حکومت لومړنۍ کالیزه په افغانستان باندې د امریکایي اشغال د څوارلسمې کلیزې له پوره کیدو سره يو ځای پوره شوه، ستاسي له نظره دې حکومت په تیر کال کې څومره بریاوې او څومره ناکامۍ لرلې؟

ثاقب: دا پوښتنه مو کاشکي خپله د حکومت له چارواکو کړی وی چې د خپلو لاسته رواړنو او یا ناکامیو په اړه يي ځواب ویلای وای.
دوه سري حکومت ته چې امریکایانو ورباندې د «ملي وحدت حکومت» نوم ایښی په حقیقت کې د حکومت نوم کارول د حکومت له مسمی او مفهوم سره په تضاد کې دی.

ځکه حکومت د نظام او ادارې په معنی دی او یاد حکومت نه نظام لري نه اداره.

د حکومت او دولت اساسي وجائب او مسؤلیتونه د خپل هیواد د اساسي قانون تطبیق، د هغه له ځمکني تمامیت نه دفاع او دهغه د ولس له غوښتنو سره سم عمل کول دی.

خو د ګډ حکومت تأسیس د هیواد د اساسي قانون خلاف منځته راغلی، د هیواد د ځمکني تمامیت د دفاع وړتیا نه لري او په خپلو ټولو کړنو کې د افغان ولس د سالمو غوښتنو خلاف عمل کوي.

که خپله د ګډ حکومت چارواکي خپل یوه کلن بهیر ته وګوري نو دوی به هم له تشو ژمنو پرته په عمل کې داسې څه پیدا نه کړي چې پر هغه دي د مثبتو لاسته راوړنو مصداق وشي.

ټول هغه څه چې تر اوسه د ګډ حکومت په یوه کلن حاکمیت کې تر سره شوي هغه بي نظمي، نا امني، اداري فساد، د افغانانو ترمنځ قومي او سمتي اختلافاتو ته لمن وهل، د هیواد په سرحدونو د ګاونډیانو تیري کول، د امریکایانو لخوا پر ولسي وګړو سربیره پر دولتي ځواکونو بمباري کول او…

اصلا د دې حکومت ایجاد د امریکایانو لخوا د افغانانو د مصالحو لپاره نه دی شوی لهذا له هغه څخه د هر مثبت عمل توقع ناسمه ده.

د یاد حکومت تر کیب او جوړښت د امریکایانو په دستور او د هغوی په انتخاب شوی، کوم کسان چې د کلیدي اعضاوو په حیث پکي راغونډ شوي هغوی هغه افغاني الأصله امریکایان او یانور بهرنیان دي چې تر ملي مصالحو ورته د خپلو متبوعو هیوادونو مصالح مهم او د هغو د تحقق لپاره عملا كار كوي.

په مجموع کې د یاد حکومت محوري اعضا د امریکايي، انګلیسي او نورو غربي استخباراتو موظفین، د مافیايي شبکو محترف مشارکین، د مخدره موادو مشهور کاروباریان، د کمونیست رژیم بقایا او د جهادي قومندانانو  په نوم پخواني اجرتي جګړه ماران چې نه کومه سیاسي مفکوره لري او نه هم له خپلو نامتجانسه دولتي ایتلافیانو سره عقيدوي او مذهبي اشتراک.

د هغوی ټولو د رایو ځای کیدو عامل امریکايي فشار او مادي اجرت دی چې هغه د ولس په حساب د دوی شخصي جیبونو ته ځي نور یو هم نه ملي احساس لري او نه افغاني ضمیر.

نو له دغه ډول حکومت او حکومتي چارواکو څخه به د هیواد او ولس د وضعيت  د بهبود څه توقع وکړای شي؟!

نن ټکی اسیا:  د ګډ حکومت او د امریکایانو د اشغال په سیوري کې د هیواد راتلونکی څه ډول ارزوئ؟

ثاقب: له بده مرغه تر بد بتر؛ ځکه په افغانستان کې د امریکایانو تر پوځي ماتې وروسته هغوی د خپل یرغل د کامیابي لپاره نورې لارې چارې او استراتیژي لټوي، مونږ مخکي وویل چې امریکایان غواړي په هرصورت وي په افغانستان کې خپل اشغال او پوځي شتون ته دوام ورکړي.

امریکایان دا تصمیم لري چې په مرکزي او منځنۍ آسیا کې خپل نفو‌ ذ تقویه کړي او دا کار دوی ته  د افغانستان له اشغاله پرته ناشونی دی، لهذا دوی به خپل ټول وس کاروي تر څو په افغانستان کې تر هره پلمه لاندې چې وي خپل اشغال جاري وساتي، خو د هغوی دا کار  د افغانانو ترڅنګ د افغانستان ټول ګاونډیان هم د ځان په زیان بولي او د هغوي له اشغال سره به د موقفانه مقاومت لارې چارو لټوي چې په دې سره به په افغانستان کې منطقوي سیالي لا قوي او افغانستان به د جګړې په مرکز بدل شي.

امریکایان د خپل تخریبي طبیعت له مخې په هرځای کې چې د خپل نفوذ اراده وکړي، هلته لومړی د بیلا بیلو تکتیکونو په عملي کولو سره  ګډ وډي جوړه کړي تر څو د هماغې ګډ وډې په وسیله خپل سیاسي او پوځي نفوذ ته زمینه برابره کړي.

هغوی دا تخریبي پلان همدا اوس په عراق، لیبیا، صومالیا، سوریې، يمن  او تر دې وړاندې یې په پخوانۍ یوګوسلاویا، ټایوان، کوریا، المان، جاپان او یوشمیر نورو هیوادونو کې عملا پلي کړی.

اوس دوی غواړي د افغانستان د بي ثباته کولو له لاري پر اسیا باندې د خپل تسلط راوستلو لپاره عین هماغه پلان دلته هم عملي کړي چې په دې تخریبي پلان کې په شمال او جنوب باندې د افغانستان ویشل هم په پام کې نیول شوي، ځکه امریکایان چې په شلمې پیړۍ کې یې د سړې جګړې تر پایته رسیدو وروسته د نړۍ پوځي او اقتصادي ځواکمنتوب په برخه شوی  غواړي همدغه ځواکمني په ۲۱ پیړۍ کې هم حفظ کړي .

د دې کار لپاره امریکایانو ته ضروري ده چې هغوی په آسیا په تیره منځنۍ آسیا باندې تسلط ولري او په هغه کې شته طبیعې زیرمې ترخپل کنټرول لاندې راولي.

په سوریه کې چې اوس د مسکو او واشنګټن ترمنځ کومه پوځي او سياسي سیالې روانه ده د عین هماغې سیالۍ نښې نښانې  په افغانستان کې هم راښکاره شوې.

اوس چې مسکو له جنرال دوستم او شمالي ټلوالې سره د غیر دولتي مرستو لړۍ پیل کړې  دا په حقیقت کې په افغانستان کې د مسکو او واشنګټن د پوځي رقابت نوې لړۍ ده چې د افغان غمیزې د اوږدولو لپاره یې په ګډه پیل کړي .

د دې په تعقیب به د افغانستان نور ګاونډیان هم د خپلو مصالحو د تحفظ لپاره د افغان قضیې له ښکیلو لوریو سره پټې استخباراتي یارانې پیلوي او افغانستان به نورهم دجګړې اورته ور ټیل وهل کیږي.

طالبانو چې په دې حساس وخت کې دهیواد په ډیرو برخو کې له پوځي برلاسي سره سره د جګړې له ذیدخله لوریو سره د خبرو اعلان وکړ دا په حقیقت کې  له جګړو او تباهي څخه د افغانستان د نجات یو غوره وړاندیز دی چې طالبانو يې ابتکار وکړ.

طالبان  د پراخو سیمه په لاندې کولو سر بیره اوس د ولایتونو د فتح کولو پوځي وړتیا هم لري او د دې تر څنګ يي په پوځي دګر کې خپله د امریکایانو په اعتراف داسې پرمختللې وسلې تر لاسه کړې چې کولای شي د هغې په وسیله د امریکایانو تر ټولو مجهزې ایف ۱۶ ډوله الوتکې رانسکورې کړې.

د جګړې په ډګر کې په دغسي یوه قوي موقف کې د طالبانو لخوا د سیاسي تفاهم وړاندیز د خپل هیواد د قضیې په اړه د هغوی د ملي او اخلاقي احساس او وفاداري ښکارندوینه کوي.

ځکه طالبان پوهیږي چې امریکایان د افغانستان د اشغال د دوام له لارې غواړي دا هیواد نور هم د سیمه ییزې پوځي او استخباراتي جګړې میدان وګرځوي او لاس پر طالبانو پاک کړي.

طالبان چې له تیرو ۲۲ کلونو راهیسي عملا د هیواد په پوځي او سیاسي صحنه کې فعال حضور لري، له راتلونکي مسؤلیت څخه د خلاصون په خاطر يي په مناسب وخت کې د جګړې له ټولو ذیدخله لوریوسره د بین الأفغاني تفاهم اعلان وکړ چې واقعا هم همدا بین الافغاني کولای شي افغانستان او افغانان د نیابتي جګړې له شره وژغوري.

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ابقاء او یا د هغوی د پاتي کولو لپاره د ګډ حکومت د نامتجانسو اعضاوو ټینګار بي له شکه چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې پر دوام ټینګار دی، چې افغانانانو ته له مزیدې تباهي او بربادي پرته هیڅ ګټه نه لري.

تبصرې (3)

  • ماشالله جزاک الله خیرا جزا دافغانستان اوسیمی دحالاتو په اړه هر اړخیزه مرکه او تحلیل و محترم ثاقب صاحب په پوهه او اند دی برکت شه او الله (ج) دی اوږد عمر درکړی د نن ټکی آسیا له مشرتابه او چلونکو نه هم مننه چی دداسی مرکی خپرولو ته یی زمینه مساعده کړه تاسی ته دی هم الله(ج) ددی بدله او اوږد عمر درکړی او الله پاک (ج) دی د امریکایی صلیبی مستعمرینو دسایس داسی دړی وړی او له شرمندګی سره مخامخ کړی چی بیا په ژوند د مسلمانانو داستعمار او وینی زبیښلو فکر په سر کی ونه ګرځوی یا الله د افغانستان مظلوم مسلمانان بی ستا له مدد او کومک نه دمدد او کومک بل هیڅ ځای او منبع نه لری او نه بی له تا ذوالجلال ذاته له بل چا کومک غواړی نو ای الله اللهم عليك بالامريكا وحلفاهم الصلیبون ومن ولاهم الحاقدين اللهم مزقهم كل ممزق واللهم احشرهم مع هامان وفرعون اللهم اجعلهم عبرة للطغاة والكافرين اللهم دمرهم بالدمرة واسعه کالعاد وثمود وقوم لوط یا قهار یا جبار و انصرنا المجاهدین الموحدین المخلصین لاقامه شرع ودین الله فی ارض الله فی کل مکان اللهم حرر کل الاسرا المسلمین المظلومین والمجاهدین من سجون الکفار والطواغیت برحمتک و نصرتک وکرمک اللهم آمین

  • د ثاقب صاحب مرګه ډیره ډيره خوږه او په حقایقو ولاړه او اموزنده مرکه وه ، الله ج دی هم د نن ټکی اسیا پاڼی چلوونکو ته اجرونه ورکړی چه دا ډول او ثاقب صاحب په شان پوهانو ته د مرکو زمینی برابروی او هم دی ثاقب صاحب ته الله اجرونه ورکړی ، زه به هم ورسره یو ځو ټکی ورزیات کړم
    د ثاقب د خبرو د سمون سره سره دا د الله ج دنیا ده او الله ج د خدایی په مقابل کی چه د دی ټولی زمکی د خلکو په شان چه لایتناهی نوری هم شی او اسمانونه هم ورسره یوځای شی د هغه د خدایی او د هغه د پلانونو او کړنو مخه څو ک نه شی نیولی ، دا سمه ده چه امریکاڅه غواړی د امریکا غوشتنی د لیونیانو او یا د دجال د غوشتنو په شان دی ، دواړه می ځکه یادی کړی چه که د خدای غوښتنه هم داوی چه د نړی وسنی حالات د دجالی سیستم د پاره زمینه سازی وی او د دغه کړغیرړن کار د پاره یی امریکا په نښه کړی وی کیدی شی ، بیا نو د الله ج غوښتنه ده او الهی ازموینی اخری شپی ورځی دی او که نه د امریکا غوښتنی او بلانونه د ماشومانو یا لیونیانو دی چه ډيره وایی او کمه یا هیڅ نه ترلاسه کوی مننه

  • محترم ثاقب صاحب اسلام اعلیکم زماپه نظراوس ټول کفارلکه پخواچه یی له سویت یونین څخه ویره درلوده اوس له اسلامه ویره لری دپاکستان موجوده حکومت اوفوج اودافغانستان موجوده حکومت په ګډه پرمسلمانانوپشار واریدوی چه داسی صلح ته مایله سی چه دامریکااوانګریزانو اومتحدینو په ګټه وی، مثلاً دوی داسی عمل کوی لکه پولیس چی په مجرم اقرارکوی وهی یی تروهلو وروسته یوڅه موقع دخبروورکوی ورته وایی ملګری وښیه اواقراروکه ،دوی دغه رنګه دصلح پرنامه دکمزورۍ اقرارپه مجاهدینو کوی دوی خپل زړونه ګوری چه ظاری کټه ورته نفع لری دمسلمانانو دزړوندی خبر چه هدف یی دالله رضایت دی په ډالرواوچوکیو دحکومت لکه ګلبدین اوسیاف نه راضی کیږی،دوی په ملک کی داسلام سپیڅلی دین عملی کول غواړی،که نسی کامیاب الله ورسره داجروعده کړۍ ده اوکه ستافکروی اسلام اوس په ټوله نڼۍ کی په سرعت پرمخ روان دی اوکفارمخ پر سقوط،کم وخت چه انګلامرکل له ټرمپ سره په واشنګټن کی وکتل ټرمپ دناټودپرمخ بیولو په خاطر په ملیاردوډالر له مرکل وغوښتل.په احترام عبدالواحد اچګزۍ