fbpx

پښتو کمپوز؛ څو پاموړ ټکي

لیکوال: ذاکر جلالي

لیکوال: ذاکر جلالي

لیکوال: ذاکر جلالي

دا د هیلې او خوښۍ ځای دی چې هره ورځ په پښتو ژبه نوي کتابونه، مجلې، ورځپاڼې او پر لیکه خپرونې لولو. د خپلې ژبې تشې ته پاملرنه او په خپله ژبه لیکنې د دې زېري ورکوي چې نوره پښتو ژبه هغه پړاو ته په نژدې کېدو ده چې پښتانه لیکونه، مقالې او کتابونه په خپله ژبه ولیکي او ژبه ورو ورو له فقره راووځي. د یادونې ده، کله چې کار کوو، لیکنې کوو او کار پراخوو، ستونزو او کمیو سره هم مخ کېږو، که یې پر وخت له مخې لرې نه کړو، یو وخت به اثار ډېر وي، لیکنې به زیاتې وي خو معیار به یې کمزوری وي. په دې لیکنه کې د پښتو ژبې پر یوې ستونزې خبره کوو.

انګلیسي چې پرمختللې ژبه ده او تر دې مهمه دا چې د مایکروسافټ کمپنۍ د بنسټګرو ژبه ده، له همدې امله کله چې کوم انګلیسي ژبی لیکوال د کمپيوټر پر مخ د لیکنې پر مهال کومه تېروتنه کوي، کمپيوټر یې پام وراړوي او ستونزه سموي. که د انګلیسي لیکنې پر مهال املايي یا ګرامري تېروتنه کوو، د متن لاندې کرښه راشي او تر هغې نه لرې کېږي چې ستونزه نه وي سمه شوې. پښتو کې بیا دا ښېګڼه نه شته. که هر ډول لیکل کوو، سم یا ناسم کمپيوټر پرې کار نه لري. دا هم د خوشالۍ ځای دی چې له ښکلو لیکبڼو (فانټ) سره په کمپيوټر کې پښتو لیکو. په دې هیله چې د سمونې برخه هم ورزیاته شي.د څو ملګرو د لیکنو او کتابونو ایډیټ اړوېستم چې په دې اړه دا لیکنه وکړم. په دې لیکنه کې هغو تکراري سمونو ته اشاره شوې ده، چې که لیکوال ورته پام وکړي، له تکراري سمونو به خلاص شو. نو کله چې پښتو کې دا انتخاب نه لرو، ښايي خپله انګلیسي ته په کتلو د دې ستونزې مخه ونیسو.

د پښتو کمپوز شوو لیکنو تکراري تېروتنه

اکثر پښتانه لیکوال چې لیکنه کوي د تشو (سپېس) په کارونه کې پام نه کوي. یا خو د دوو کلمو ترمنځ له یوه زیاتې تشې ورکوي، چې تېروتنه ده او یا کله تر هغې د دوو کلمو ترمنځ تشه اړینه نه ګڼي، چې دواړه سره وتړل شي. مثلاً: احمدکابل ته ځي. په دې جمله کې ستونزه ده. د احمد او کابل ترمنځ تشه نه ده ورکړل شوې. احمد او کابل دوې جلا کلمې دي. لیکوال یا کمپوزر ځکه تشه ضروري نه ګڼي، چې که د احمد او کابل د کلمو ترمنځ تشه ورنه کړي، دواړه نه سره تړل کېږي. خو له کابل وروسته بیا تشې ورکړل شوې ده. که چېرته د احمد او کابل په څېر تېروتنه د نورو کلمو لیکلو پر مهال هم تکرار شوې وای نو داسې به و: احمدکابلتهځي. کابلتهځي هېڅ مفهوم نه ورکوي؛ ځکه کمپوزر دلته د تشې اړتیا احساسوي او جلا جلا یې لیکي. پکار خو دا ده چې احمد او کابل ترمنځ هم تشه ورکړي. لکه داسې: احمد کابل ته ځي. دا اوس د جملې سمه بڼه ده.

ځینې کمپوزران بیا داسې دي، چې که دا ستونزې ونه لري هم، د “د” په کارونه کې دا ستونزه تکراروي. مثلاً: دافغانستان بانک. د “د” او “افغانستان” ترمنځ فاصله نه ورکوي. یا، داحمد کتاب، دمحمود ټولګی، دمریم قلم او داسې نور… دلته “د” د مابعد کلمې برخه نه ده چې ورسره په تړلې بڼه ولیکل شي. د افغانستان بانک، د احمد کتاب، د محمود ټولګی، د مریم قلم او داسې نور یې سمې بڼې دي.

داسې مثالونه ډېر لرو. عمومي ستونزه دا ده، چې کمپوزران د هغوو دوو کلمو ترمنځ تشه ضروري ګڼي، چې سره تړل کېږي. لکه: زه افغان یم. دلته که تشې ورنه کړو، داسې لیکل کېږي: زهافغانیم، چې هېڅ مفهوم نه ورکوي. که کلمې نه سره تړل کېږي، زموږ بې تجربې کمپوزران بیا تشه نه ورکوي. لکه: د داووددورورخسرراغلی. دلته څو کلمې دي، چې تشې نه دي ورکړل شوي، خو سره نه تړل کېږي. اکثر خام کمپوزران دغسې کلمو کې تېروځي. ګومان کوي چې دلته د تشې اړتیا نه شته. ان په دغسې جملو کې هم چې تشه سمه ورنه کړل شي، لوستونکی د لوستلو پر مهال له ستونزې سره مخ کېږي. دا جمله باید داسې ولیکل شي: د داوود د ورور خسر راغلی.

په لیکنښو کې د تشو ستونزه

د تشو کارونې بله ستونزه هغه مهال راولاړېږي، چې بې تجربې کمپوزران په لیکنه کې لیکنښې کاروي. ځینې له لیکنښې وړاندې تشه ورکوي، ځینې وروسته، ځینې بیا هم وړاندې تشه ورکوي او هم وروسته. کله چې په کمپیوټر کې انګلیسي متن لیکو، نو مخکینۍ کلمې سره جوخت لیکنښه لیکل کېږي. که چېرته له کلمې څخه لیکنښه لرې ولیکو، یعنې تشه ورکړو او وروستۍ کلمې سره یې جوخته ولیکو، کمپيوټر د کرښې لاندې لیکه کاږي او ناسمه یې ګڼي. عمومي اصل دا دی، چې هره لیکنښه داسې لیکل کېږي، چې د لیکنښې او ماقبل کلمې ترمنځ تشه نه ورکول کېږي او بیا له لیکنښې وروسته تشه ورکول کېږي. مثلاً: لیکنښې ولې کاروو؟ دلته پوښتنه کېږي. له پوښتنې سره سوالیه (؟) لیکو. دلته له سوالیې مخکې تشه نه شته، له ماقبل کلمې (کاروو) سره سوالیه جوخته لیکل شوې ده؛ خو دلته د مابعد خبره نه راځي؛ ځکه سوالیه د جملې په پای کې راځي. د مابعد خبره بیا د کامې کارولو پر مهال رامنځ ته کېږي. مثلاً: زه د سیاست، ټولنپوهنې، تاریخ او ادب له کتابونو سره مینه لرم. دلته، له سیاست وروسته کامه داسې لیکل شوې ده چې هېڅ تشه نه ده ورکړل شوې؛ خو له کامې وروسته بیا یوه تشه ده، بیا همداسې له ټولنپوهنې وروسته کامه جوخته (بې تشې) لیکل شوې او بیا له کامې وروسته تشه ورکړل شوې او بیا بله کلمه لیکل شوې. ځینې کمپوزران دا جمله داسې لیکي: زه د سیاست ، ټولنپوهنې ، تاریخ او ادب له کتابونو سره مینه لرم. د دې او پورته لیکل شوې جملې ترمنځ توپیر شته. دلته له دواړو کامو وړاندې او وروسته تشې ورکړل شوي؛ خو لومړنۍ جمله کې یوازې له کامو وروسته تشې ورکړل شوي. د جملې دویمه بڼه ناسمه ده. ځینې کمپوزران یې داسې لیکي: زه د سیاست ،ټولنپوهنې ،تاریخ او ادب له کتابونو سره مینه لرم. وروستۍ جمله بیا له پورته دواړو سره توپیر لري. دلته د لومړنۍ جملې پر خلاف، کامې داسې کارول شوي دي، چې له ماقبل کلمو سره فاصله ورکړل شوې ده او مابعدو سره بیا بې له تشو (جوخت) لیکل شوي دي، چې دا هم ناسمه بڼه ده. د کامو سمه کارونه هماغه لومړنۍ جمله کې ده. د دوو سر پر سر ټکو یا شارحې (:) لیکلو پر مهال هم ځینې کمپوزران تېروتنې کوي. د (:) لیکلو اصل هم د کامې په څېر دی. یعنې، (:) نښه له خپل ماقبل کلمې سره جوخته لیکل کېږي؛ خو له مابعد سره بیا تشه ورکول کېږي. مثلاً: ولسمشر: سولې ته ژمن یو. دلته د (:) له ولسمشر سره په داسې بڼه لیکل شوې ده چې د دواړو ترمنځ هېڅ تشه نه شته؛ خو بیا همدا نښه له سولې سره تشه لري. دلته هم د کامې اصل مراعتېږي. دغه تېروتنه د نقل قول لپاره د کوچنیو قوسونو پر مهال هم واقع کېږي. کله چې نقل قول کوو، د کس نوم لیکو، بیا ورسره جوخت د (:) نښه لیکو، بیا تشه ورکوو، بیا د نقل قول یوه نښه (“) لیکو، بیا جمله له (“) سره جوخته پيلوو. مثلاً: ولسمشر: “سولې ته ژمن یو” دلته که ځیر شو، څو خبرې دي:

لومړی: د (:) له ولسمشر سره داسې لیکل شوې چې د دواړو ترمنځ هېڅ تشه نه شته؛

دویم: له (:) وروسته بیا تشه ورکړل شوې ده؛

درېیم: (“) لیکو او بیا ورسره جوخته (له تشې پرته) جمله شروع کوو؛

څلورم: کله چې جمله ختمېږي، بیا هم کومه تشه نه ورکوو ورسره جوخت (“) لیکو.

دلته یوې خبرې ته اشاره کوم او لیکنه ختموم. پخوا چې د کمپيوټر پر ځای د ټایپ پر ماشین لاسي لیکنې ټایپ کېدې، هلته متن داسې واضح او ښکاره نه و لکه اوس چې يې په کمپيوټر لیکو. هغه وخت د وخت په متنونو کې دا نښې داسې ورکول کېدې چې له هېڅ کلمې سره جوخت نه وي. دلیل یې تر ډېره وضاحت بیانېږي چې متن واضح وي. ځکه هلته رنګ خورېده، که لیکنښه له کلمې سره نژدې له تشې پرته لیکل شوې وای، ښايي سره یو ځای شوې به وای. پخوا دا یو معقول دلیل و؛ خو نن سبا چې هغه ستونزه نوره نه شته او ټولې لیکنې په کمپيوټر کوو، نور له دې ستونزې سره نه یو مخ. نو پکار ده چې د لیکنې پر مهال د تشې اصل له پامه ونه غورځوو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د