نظــر

دافغانستان دخپلواکۍ او مقاومت په جبهه باندې بې ثبوته تورونه لګول داشغالګرانو او یرغلګرو دوحشت تائیدول دي

نږدې یوولس کاله پخوا په افغانستان دغربي امپریالستانو له لوري وحشیانه او جنایتکارانه تجاوزوشو او زموږ ګران هیواد ئې دټولو انساني ،اخلاقي ،بین المللي او منل شویو اصولو او قوانینو خلاف اشغال کړ، په ډیر بربریت او وحشت سره ئې دیوه ازاد ، سرلوړي اوخپلواک وولس په عام وژلو ،سپکولو ،شکنجه کولو او له منځه وړلو سره لاس پورې کړ، دهیڅ ډول غیر انساني اعمالو داجرا کولو څخه ئې دافغان وولس په مقابل کې ډډه ونه کړه او خپل ټول مالي ،تخنیکي ،نظامي او تبلیغاتي قوت ئې دیوه خوار ،بې غرضه ،خو غیرتي او میړني وولس دمستعمره کولو او غلام کولو دپاره په کار واچولو.

ددې وحشیانه یرغل او اشغال په مقابل کې دافغانستان په ازادۍ او خپلواکۍ مین او مؤمن وولس داولې ورځې نه خپله کرکه او نفرت ښکاره کړ او په مقابل کې ئې خپله برحقه مبارزه او مجادله په تش لاس او ډیرو لږو امکاناتو سره په ډیر شور ،ځووږ او میړانې سره شروع کړه او دخپلو ځانونو په شهیدولو او قربانولو سره ئې د۲۱ پیړئ دطاغوتیانو او فرعونانو دظلم ،تجاوز او وحشیتوب ماڼۍ دنړیدو او نابودیدو سره مخامخ کړه .

په ازادۍ او خپلواکۍ مین او خپل دین او کلتورته مؤمن او متعهد اشخاص که په هر سیاسی او فلسفی فکراو نظروو او دهر سیاسي او اجتماعي سازمان او تحریک سره ئې اړیکي درلودل دازاد وجدان په حکم دغربیانو دتجاوز او اشغال په ضد دوولس صفونو او څنګ ته ودریدل او په دې مقدسه مبارزه کې برخه اخستنه ئې خپل دیني ،ملي ،افغاني او انساني فرض وګنلو او ددې لوئ فرض او تاریخي مسؤلیت او رسالت د ادا کولو له پاره ئې دخپل قدرت او امکاناتو په اندازه دمقاومت او مبارزې سنګرونه په نظامي ،سیاسي ،کلتوري او تربیتي ساحو کې ګرم وساتل .

متقابلاً هغه اشخاص ،ډلې او تنظیمونه چې لاسونه ئې دخلکو په وینو رنګ وو ،دوولس له لوري رټل شوي وو او خلک ئې دمحاکمې او مجازاتو په هیله وو دتجاوزګرانو او اشغالګرانو راتګ ئې دځانونو او خپلو جنایتکاره بانډونو دخلاصون او نجات له پاره او دخپل چټل ژوند داوږدوالی له پاره طلائي چانس وګاڼه او خپل ځان او روح ئې دتجاوزګرانو په خدمت کې دافغان وولس سره په دښمنۍ او خیانت کې واچاوه او دابدي ذلت او پستۍ خائینانه رول ئې ولوباوه .

هروولس د خپل مقاومت ، مبارزې او مجادلې دښه تنظیم ، مؤثریت ،ګړندیتوب او خپل هدف ته درسیدو دپاره یوه سازمان او رهبرئ ته اړتیا لري او هغه سازمان یا تحریک ددې عظیمې وظیفې داجراکولو له عهدې وتلئ شي چې وولسي ریښې او رابطې ولري او دعمل په ډګرکې ئې خپل صداقت ،لیاقت،وفاداري او وړتیا دخپل وولس په مقابل کې ثابت کړي وي ،دخپل سیاسي او ټولنیز ژوند په اوږدو کې ئې دوولس دارزښتونو او ګټو په سر نا مشروع معاملې او سوداګرئ نه وي کړې او په ملي مسائیلو کې دسازش او ناروا جوړجاړیو په ځائ په قاطعیت او نه پخلاکیدونکي دریځ سره ئې عمل کړئ وي .

مبارزه او مقاومت هغه هم دداسي یوه وحشي ،مغرور ،دانساني خصلتونو نه خالي او تر غاښو پورې په مهلکو او مخربو اتومی ،کمیاوي او بیولوژیکي اسلحو باندې مجهز او مسلح دښمن سره دهر چا په وس او قدرت کې نه ده او نه د اماتورانو او شوقیانو کار دئ چې دچلم په سر او یا دکمپیوتر په سکرین باندې لافې اوباټې ووهې.دلته ایمان ،شهامت ،سرښندنه ،دځان او مال تاوان ،دټولو مشقتونو او عذابونو تحمل کول او باالاخره دیوه لوئ او مقدس ارمان دپوره کولو له پاره دمبارزې لوړترین او عالی ترین مقام او درجې یعنی شهادت ته ځان رسول دي.

دمقاومت اومبارزې دلویې فریضې دادارې ،انسجام او رهبرئ دسرته رسوولو له پاره یوازینئ تحریک چې عملاً ئې دتنظیمې ـستمي شر ، فساد او جنګي جنایت په ختمولو کې خپله کاري وړتیا ښودلې وه،دوولس تللې ابرو او عزت ئې بیا په ځائ کړې وه او په هیڅ بیه حاضر نه وو چې دافغانستان خپلواکي ، ازادي ،ملي مقدسات ،ملی ګټې اوملي ارزښتونه دمعاملو او سازشونو قربان کړي اویا ئې دقدرت ،زرو او شهرت په مقابل کې بدل کړي او دوولس دپوره باور او ملاتړ نه برخورداره وهغه دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک وو،چې ماشاءالله په خپله فداکارئ او سرښندنه ئې دټول بشریت په مړژواندي کالبود کې د ازادئ او خودارادیت روح ور پوف کړاو دوولسونو په زړونو کې ئې دظلم او استبداد دختمیدو او دازاد او خپلواک ژوند دکولو هیلې راژوندئ کړې .

دغربي تجاوز او اشغال سره دمسلحانه جنګ تر څنګ تبلیغاتي جنګ هم شروع شو او ددښمن ټول صوتي ،تصویري ،چاپیزه او بریښنائې وسائیل دپریمانه مادي او مالي امکاناتو په لرلو سره دافغانستان دبرحقه مقاومت او مبارزې دتحریف کولو او د خپلو وولسونو داذهانو دمغشوشولو او دحقایقو دپټولو له پاره په کار ولویدل .ددروغو ،باطلو او دحقیقت نه لیرې نشراتو لړئ پیل شوه او دتروریزم ، مذهبي دیکتاتورئ، مذهبي فونډامینتالیزم ،دهشتګرئ او دبشر دحقوقوددفاع ،دیموکراسئ نارې او کوکارې دهر لوري نه شروع شوې.

ددې وحشي دښمن او دهغه دزرخریده نوکرانو ښکرور او بې بنیاده درواغ اوتورونه چې دافغانستان دمقاومت او مبارزې په هکله ئې کوي څه دتعجب خبره نه ده ،ځکه هغه څوک چې دوولسونو عام وژنه ، په ناموسونو تیري ،جنسي تجاوزونه،دشخصیتونو تروراو تښتونه، په یوه ازاد او خپلواک هیواد باندې په زور او توطئو سره دیو شمیر جنایت کارانو او خائینانو دپوشالي حکومت تپل او تحمیلول ،دملتونو دطبیعي زیرمو او ثروتونو چور او تالان ئې د ژوند تګلاره او ستراتیژي وي او هیڅ ډول اخلاقي ،دیني ،انساني او نړیوالو اصولو او قوانینو ته پابندی او تعهد ونه لري او دخپلو چټلو ګټو او هدفونو دلاسته راوستلو له پاره دهر راز جنایت او بربریت دسرته رسولو نه باک نه لري ،نو ددرواغو او بې بنسټه تبلیغاتو او پروپاګند کول ورته څه دشرم اوعار خبره نه ده او نه څوک باید ګیله ورڅخه وکړي او نه انتقاد پرې وکړي ،ځکه دا بې بندوباره دښمن نه دچا دګیلې اونه دنیوکې پروا لری او نه اهمیت ورته ورکوی ، له دې کبله دښمن به خپل کارکوی او افغان وولس خپل،موضع ګانې او موقفونه ښکاره او واضح دي .یوې خواته متجاوزین ،اشغالګران او دهغوئ افغاني تالي څټي او مزدوران دی او بل لوري ته افغان وولس او دهغې اصیل اوباایمانه زامن دي چې دخپلې ازادۍ ،استقلال او دیرغلګرو دشړلو په مبارزه لګیا دي.

خوله بده مرغه چې ځنې اشخاص او ډلې دیوطرف نه ځانونه داشغالګرانو ضد معرفي کوی او دبل لوری نه دهغه چا په ضد چې داشغالګرانو داشغال دختمولو سره عملاًپه مبارزه لګیادی نا ځوانمردانه تبلیغات کوي ،یا دافغانستا ن ددې حقایقو او ښکاره موقفونو او شاته ئې دپرتو قوتونو دلیدلو او درک کولو نه عاجزدی او یا قصداًاوحسوداًددې حقایقو په موجودیت سترګې پټوي او دمقاومت جبهې ته،خصوصاً دافغانستان دطالبانوداسلامي تحریک ته چې دجنګیالیو ونډه او ځواک ئې دمقاومت په جبهه کې تر نورو ډیر او اغیزمن دئ په بې بنیاده ،بې ثبوته او خیالي توګه دپردیو جاسوسي سازمانونو دلاس دالې په سترګه ګوري او ددوئ فکري اوفعلي استقلال تر پوښتنې لاندې راولي او په دې روش سره داشغالګرانو او متجاوزینو سره دسلحشور ملت مبارزه ،مجادله اومقاومت ته په سپکه سترګه ګوري او دخپلواکۍ دشهیدانود قربانۍ او فداکارۍ شاهکارونه او کارنامې په خپلو فضوله او بازاري تبصرو او لیکنو سره غواړي خدشه دار کړي،خو حقیقت او واقعیت په داسې پروپاګندو او چټیاتو نه پټیږي او دافغان وولس دبرحقه مبارزې او مقاومت سمندر دڅو تنو په خوله نه ناولئ کیږي.

اوس دا پوښتنه ددې اماتوري ،سولیدلیو او ښوئیدلیو تش په نامه روڼ اندو ،تحلیل ګرانو او دنظر خاوندانو څخه ددوئ دعملي او پراکتیکي فعالیت په هکله راپورته کیږی او هغه داچې :

دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک که هر څوک دي او ستاسو د پوچې ادعا په اساس که دهرچاسره روابط لري اوسمهال داشغالګرانو ،متجاوزینو او دهغوئ دمزدورانو په مقابل کې ئې دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍدپاره دمبارزې اوجهاد غږ پورته کړئ او په ډیره میړانه عملاًپه دې لاره کې لګیادي،

طالبانو دملي مقدساتو ،ملی کلتور او خپل وطن نه ددفاع بیرغ جګ کړئ،

طالبانو دافغان وولس دپت او ناموس دساتنې دپاره خپل سرونه قربانئ ته ایښي دي،

طالبانو دهغو شریرو ،فاسدو ،جنایتکاره او خائینو ډلو او بانډونو دظلم ،ناروا،دخلکوپه مال او ناموس دتیري کوونکو او نورو جنګې فجایعو دریښو دویستلو له پاره میدان ته راوتلي دي چې دتمدن او دین تر ماسک لاندې ئې دافغان مظلوم وولس سره دخپل شیطاني قدرت په وخت کې وکړل او نن ورځ ددموکراسۍ ترنامه لاندې همغه وحشیانه اعمال او جفاوې دخدائ(ج) او دهغه دمخلوق سره په مخ بیایي، او باالاخره طالبان په افغانستان کې دسیاسی،اجتماعی ،فرهنګي،اخلاقي او اقتصادي فساد ،شرارت اورذالت دمنځه وړلو له پاره دژوند دټولو مادي او معاشیتي شوقونو او خوندونو نه تیرشوي او دمبارزې ټولې ستونزې ،کړاوونه او ناخوالې ئې دشهادت تر درجې پورې په ځان قبول کړي دي او په ډیر متانت ،حوصله او صبر سره ددې هدفونو دلاسته راوستلو له پاره خپل تګ ته دوام ورکوي ،

نو ایا تاسو جنابانو په افغانستان باندې دغربي استعمارګرانو دتجاوز او اشغال نه راپه دیخوا ددې وحشت دختمولو او له منځه وړلو له پاره کوم دپام وړ کار ،فعالیت او اقدام کړئ دئ؟

تراوسه مو د افغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دحاصلولو له پاره کوم سازمان ،تحریک ،بنیاد او یا ټولنه تاسیس کړې ده ؟

هغه جنایتونه چې هره ورځ دافغانستان په مظلوم وولس باندې دبشر دحقوقو د په اصطلاح مدافعینو له لوري کیږی ستاسو محترمینو له لوري داعتصاب ،مظاهرې ،میټېنک ،جلسې ،مطبوعاتي کانفراس او یا بلې طریقې سره غندل شوي او عام خلک او نورو غیر دولتي سازمانونه او نړیوال مو د هغه جنوساید نه خبرکړي چې په افغانستان کې جریان لری؟

ایا هغه جنګې جنایت کاران چې د روسواکۍ او تنظیم واکۍ په دورو کې ئې په سلهاوزره معصوم او مظلوم افغانان ترتیغ تیرکړل ،دافغانی خویندو په عزت او پت ئې ددین او تمدن تر نامه لاندې تجاوزونه سرته ورسول اونن ورځ دامریکایانو سره مشترکاً همغه پلید کارونه تکراروي ،ستاسو له لوري دهغوئ دجرمونو داثبات له پاره شواهد ،اسناد او معلوماتونه راټول شول؟ او دافغان وولس سره مو دهغوئ په راګیرولو ،محاکمه کولو او مجازات کولو کې کومه مرسته او اقدام په فردی او یا ډله ایزه توګه کړئ دئ ؟

داسې او دې ته ورته په سل هاوو نورې پوښتنې دوولس له لوري هغه چاته چې دپوهې ،روښانه فکر،تدبیرلرلو،هوښیارئ او بیداره عقل لرلو دعوا کوي متوجه دی چې بې له شکه ځواب ئې ددې جنابانو له لوري یوازې له نـــــــــه بل څه نه شي کیدائ .
دې ښاغلیو چې تراوسه دخپل وطن ،دین ،ازادۍ ،خپلواکۍ او دخپل وولس دپاره په دې مصیبت باره او غمجن حالت کې هیڅ دخیر کار نه دئ کړئ اودافغان وولس دهیڅ درد دپاره درمان شوي نه دي یوازینۍ او لویه کړنه ئې دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دمبارزې او مقاومت په جبهه خصوصاًپه طالبانو پسې ناحقه او زهرناکه تبلیغات دي او بس.

دمقاومت دجبهې په ادرس بې اساسه ، بې خونده او بې رنګه اپلتې او چرندیات دا فکر پیاوړئ کوي چې ددوئ دخپلواکۍ غوښتنې او ملت پالنې ادعا دصداقت او اخلاص په بنا نه ده استواره شوې او دکوم بل غرض په اساس دانارې وهي او په خپل دا ډول دریځ سره یوازې ددښمن تله درنوی او دهغې وحشت په غیر مستقیم توګه تائیدوي .

افغان وولس دخپل تاریخ په دې حساسه او سرنوشت سازه مرحله کې هغه روڼ اندو ،روحانیونو ،وطنپالونکواو ملت پالونکو ته اړتیا لري چې دعمل په ډګر کې دوولس سره اوږه په اوږه د غربي استعمارګرانو داشغال په ضد عملاًخپل رسالت او اصالت ادا او ثابت کړي ،نه هغه روڼ اندو ،روحانیونو،علماوو،متخصصینو او تحلیل ګرانو ته چې دمقاومت په ډګرکې ئې حضور او وجود په ذره بین کې نه لیدل کیږي ،مګرناکاره،مضر او بیکاره غږونه ئې دهرلوري نه اوریدل کیږي .

د،ب،هیښ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x