افغانستان

دوستم وايي، د خماب ولسوالۍ يې بېرته نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه، ۱۳۹۴ل): په شمال کې د ګډ حکومت لومړی مرستيال له طالبانو سره د مقابلې په پلمه په جګړه بوخت دی.

د عبدالرشید دوستم مرستیال ویاند سلطان فیضي وايي چې نوموړی پخپلو څلور ورځني عملیاتو کې توانېدلی چې له وسله والو طالبانو يې د جوزجان د خماب ولسوالۍ بېرته نیولې ده.

وسله والو طالبانو د دوستم ملېشو د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوستم د عملیاتو د پیل په لومړيو کې ځايي طالبانو د نوموړي ورتګ یوازې تبلیغاتي اوازه وبلله او په ډاډ يې وویل چې ګواکې د دوی له ګوزارونو به په تېښته بريالي شي.

جنرال دوستم د تګ په مهال ويلي چې که هرڅوک له دوی سره مرسته ونه کړي، نابود به يې کړي، ځکه خو يې ویاند پخپله فیسبوک پاڼه د شمال په تېره د فارياب په خلکو غږ کړی چې د لومړي مرستیال ملا دې وتړي او په وينا يې « ارام ژوند دې وکړي.»

ارګ یا هم د ملي دفاع وزارت چارواکو د دوستم د تګ په اړه پخپله څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې هم دوستم پخپل سر په شمال کې د طالبانو پر ضد د الماس تر نامه لاندې عملیات ترسره کړل، چې ګڼ ملکي تلفات يې تر شا پرېښودل او لسګونه پښتنې کورنۍ يې سیمې پرېښودو ته اړ کړلې.

جنرال عبدالرشيد دوستم دروان کال په د چنګاښ په لومړۍ ورځ د بلخ له واکمن عطامحمد نور سره د ګډې ملېشې خبر ورکړ، او میاشت وروسته يې د زمري په لومړيو کې په شمال کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په پلمه جګړه پیل کړه.

نوموړي په الماس عملیاتو کې د ګڼو ولسي وګړو کورونه لوټ او پښتنو اوسېدونکو يې د عزت لوټنې ثبوتونه پلازمېنې کابل ته يووړل، خو چارواکو يې پر وړاندې خوله چوپه کړه.

دوستم په داسې حال کې فارياب ولایت ته د جګړې په نیت خوځیدلی، چې هلته وسله والو طالبانو غورماچ ولسوالي تازه تر واک لاندې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x