افغانستان

د پنجوايي د پيښي اوه تنه افغاني شاهدانو امریکايي محکمې ته شاهدي وړاندي کړل

نن ټکی آسیا: د امریکا محکمې نن د هغه امریکايي عسکر د محکمه کولو په خاطر چي په کندهار کې د ماشومانو او ښځو په ګډون 16 تنه ملکي وګړي وژلي وه، د اوو تنو افغانانو شاهدي واوریده.

دغه اوه تنه چي ۲ یې افغاني عسکر دي، او پنځه تنه یې نور د متاثره کورنیو غړي دي، نن په یوه غیر علني محکمه کي د کندهار څخه په مستقیمه توګه په تلویزوني مرکه کي امریکايي قاضي ته خپله شاهدي واوروله.

په واشنګټن کي محکمې ته خپله متهم امریکايي عسکر سارجنټ روبرټ بیلز هم حاضر شوی وو.

د نومړي محکمه به د نومبر د میاشتي تر 16 می نیټې دوام وکړي، او د هغه وروسته به قاضي دا پریکړه کوي، چي ایا دغه عسکر باید عسکري محکمې ته وسپارل شي، کنه، چیري چي پر هغه د اعدام حکم هم را وتلای سي.

د صدیق الله په نامه یوه هلک چي په پيښه کې په سر باندي معمولي ټپي شوی وو، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي: مونږ محکمې ته هر څه وړاندي کړل، مونږ ته قاضي په ښه توګه غوږ ونیوی، او د هغې شپي په اړه یې پوښتني را څخه کولي، او دا چي مونږ په هغه شپه څه کول، او څرنګه عکس العمل مو وښود.

فایز الله چي د صدیق الله ورور دی، د خپل پلار په ګډون چي په پيښه کي ټپي شوی هم وو، محکمې ته خپل شاهدي وړاندي کړل، او ووېل چي مونږ ټول معلومات د هغوی په مخکي کیښودل.

فایز الله، صدیق الله او د هغوی پلار حاجي نعیم په ګډه وویل چي دوی امریکايي محکمې ته څرګنده کړه، چي په دې پيښه کې یوازي یو امریکايي عسکر نه وو ښکېل، بلکی د هغه سره نور ملګري هم شریک وه.

او ووې ویل چي مونږ د یو ازاده او بې طرفه لوري له خوا محکمه غواړو، مونږ نه غواړو چي د امریکا د عسکري قضا له خوا هغه محکمه شي.

څارنوال جوزف مورس ویلي چي په هغه شپه نومړي عسکر ویسکي شراب وچیښل، او د ملګرو سره یې یو فیلم وکتی، او بیا د خپل مرکز څخه دوه ځله ووتی.

د متهم عسکر وکیل او میرمني ویلي چي نومړی د پيښي په اړه هیڅ هم په یاد نه لري، خو څارنوال مورس ویلي چي د تحقیقاتو په وخت کي هغه ډیر واضح وو، او ښه تعاون یې کوی، او خپل په جرم یې اعتراف هم وکړ، او ووېل چي ډیر وحشي او نه منونکی عمل یې تر سره کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x