افغانستان

قومي مخور وايي، مشرقي کې د ملېشو جوړول نه شي زغملی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او د دې جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدير په ننګرهار کې د داعش پر ضد د چمتوالي خبر ورکړ، ورسره په څنګ کې د نوموړي له لوري د ملېشه جوړونې شکونه پیاوړي شول.

په ننګرهار کې قومي مخورو په يوه ناسته کې په ختيځ کې د ملېشو جوړول وغندل او په وينا يې ملېشې په سیمه کې « بې بندوباري رامنځته کوي. »

دوی پر ګډ حکومت غږ وکړ، چې خپلمنځي اختلافات دې لرې کړي او د دوی په وينا د امنیتي ځواکونو په واسطه دې د داعش مخه ونیسي.

په ناسته کې د خوږياڼو قومي مخور او د اجرایوي ریاست سلاکار انجینر امان خيري وویل چې ویل کېږي د ملېشو جوړولو پروسه د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر را پیل کړې ده.

د هغه په وينا تر اوسه ښکاره میدان ته نه دی راوتی، خو که را ووت موږ به يې د خبرو له لارې پوی کړو، چې له دې چارې تېر شي.

پخپله ظاهر قدیر څو ورځې وړاندې په یوه خبري ناسته کې د ملېشو جوړولو خبر رد کړ، خو ويې ويل چې د داعش پر ضد مقابلې ته چمتو او د ګډ حکومت د امر په انتظار دی.

نوموړي ښکاره د ملېشو جوړولو خبره ونه کړه، خو ويې ويل چې ولسي وګړي يې د داعش مقابلې ته تیار کړي دي.

د شنونکو په قول په ننګرهار کې د داعش پروژه له ناکامۍ سره مخ شوې ده، امريکا دپاکستان په همکارۍ غواړي دغه پروژه نورستان او له هغه ځایه بدخشان ته ولېږدوي، چې په ختيځ کې به يې د ختمولو لپاره ظاهر قدير «نمایشي اتل» اعلان شي.

یاده دې وي د ننګرها د اچين اوسېدونکو پرلپسې ويلي چې داعش وسله وال د کرښې له هغې غاړي د پاکستاني پوځيانو په ملتیا را اوړي او د دوی په سیمه کې جګړه کوي.

تر اوسه په ننګرهار کې داعشي وسله والو د بهرنیانو پر ضد کوم اقدام نه دی کړی، خو له طالبانو سره يې د ځینو نښتو خبرونه ورکړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x