افغانستان

ولسمشر ومنله، چې ولايتي مامورين يې کابل کې اوسي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني پخپل ويډيويي کنفرانس کې د ولایتونو له مسوولینو سره په خبرو کې پر دې خواشيني څرګنده کړه، چې ګڼ ولایتي مامورین يې په پلازمېنه کابل کې اوسي.

د هغه په خبره ولایتي مامورین د دې پر ځای چې د دندې په ځای کې خپله دنده پر مخ بوځي، دنده يې په یوه ولايت کې وي او هغه په کابل کې ژوند کوي او مفت معاش تر لاسه کوي.

هغه پخپلو ولایتي مسوولینو غږ وکړ چې له دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې پخپله په کابل او دنده يې په ولایاتو کې وي.

د ګډ حکومت له پیله کال تېرېږي، خو لا يې هم ګڼ دولتي مامورین په پلازمېنه کابل کې په لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې دندې پر مخ وړي.

ویل کېږي دغه ډول دولتي کارکوونکي د خپل معاش په درېیمه برخه په سیمه کې یو څوک په مزدورۍ نیسي او نوموړي ته پلازمېنې کابل ته د دندې اسناد را رسوي.

که څه هم ولسمشر د ټاکنیزو منډو ترړو په مهال د تحول او ښې حکومت دارۍ ژمنه کړې وه، خو تر کال ډېر وخت وتلو وروسته يې د حکومت دارۍ په برخه کې دا نیمګړتیا ومنله.

هغه د ولایاتو له والیانو سره په ويډیويي کنفرانس کې له هغوی وغوښتل چې د ټولو ولسوالیو د وسایلو او ځمکو په اړه منظم لړلیک برابر کړي.

ياده دې وي د ګډ حکومت له پیله وسله والو طالبانو ګڼ پرمختګونه کړي دي، چې په لرې پرتو سیمو کې يې ګڼې ولسوالۍ تر واک لاندې کړې دي، خو لا يې هم ولسوالان په ولایتي مرکزونو او پلازمېنه کابل کې د نیول شویو ولسوالیو د ولسوال په نوم د فعالیت دعوې کوي او معاشونه ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x