افغانستان

کابل: نن د محرم لسمه نمانځل کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه، ۱۳۹۴ل): په پلازمېنه کابل کې نږدې ټول واټونه او څلو لارې په رنګا رنګو بیرغونو پوښل شوي، د ښار په ګوټ ګوټ کې تورې دروازې جوړې شوې او ټولې ټوټې يې له بېلابېلو شعارونو ډکې کړې دي.

نن د محر الحرام د میاشتې لسمه ده، چې د کربلا په دښته کې د حضرت حسین رضی الله عنه او د هغه د ملګرو له شهادت سره برابره ده.

په دې ورځ ټول مسلمانان کوشش کوي چې عبادات ترسره کړي، روژې ونیسي، ختمونه وکړي او خیراتونه ترسره کړي، اهل تشیع بیا په دې ورځ ځانګړي مراسم ترسره کوي.

کابل ښار کې ټولې ځړول شوې پردې، بیرغونه او جوړې شوې دروازې د دوی له لوري دي، دوی په دې ورځ د خیراتونو لپاره په لارو او سړکونو کې ځانګړې خونې جوړې کړې دي او په تکیه خانو کې ځانګړي مراسم ترسره کوي.

دوی د «سینه وهنې» مراسم هم ترسره کوي، چې دولتي ځواکونو يې د امنیت تدابیرو د ټینګښت ژمنه کړې ده.

د کابل ښار امنیتي مسوولین وايي چې د اهل تشیع د مراسمو د ښه ترسره کېدو لپاره يې ځانګړي امنیتي تدابیر نيولي دي.

د ۶۱ هجري قمري کال د همدې میاشتې په لسمه ورځ حضرت حسین رضی الله عنه له خپلو نږدې ۷۲ ملګرو سره په شهادت ورسيد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x