نظــر

د افغان رهبرانو او د نړۍ رهبرانو ترمنځ توپیر!

(میوند خپلواک)

د نړۍ خلک چې لوی شي عالمان شي رهبران شي ، خو زمونږ خلک چې لوی شي ټوپک واخلي قوماندان شي.

نن غرمه د یوه ملګري سره ناست ووم؛ ویلې چې د نورو هېوادونو مشران، چې هر کار کوي؛ هر اقدام یې هر پلان یې د ملت لپاره ډیر ګټور وي؛ هغوی ورځ تر بلې پرمختګ کوي؛ په خپلو کارونو ډیر ښه پوهیږي؛ هر مشر یې په خپل وخت او ځاې کې ډیر ګټور تمامیږي؛ یو څو نومونه یې هم واخستل چې پلانکې د پلانکې هېوادو لپاره ډیر خدمت وکړ؛ خپل هېواد یې په پښو ودراوه؛ خو ډیر مثالونه یې وویل؛ ما ترې پوښتنه وکړه چې د هغوی د مشرانو ژوند؛ سرمایه د خپلو نورو عامو هېوادوالو سره کوم توپیر لري؟ ویلې نه یاره یو یا دوه دولتي موټر به یې لرل؛ یو دریور او که کوم ساتونکي به ورسره ؤ؛ نور یې هیڅ توپیر نه ؤ؛ ما ترې پوښتنه وکړه؛ چې مارکیټونه؛ سرایونه؛ زرې موټر؛ څلور یا پنځه کورونه دا شیان یې نه درلودل؟ هغه په خندا شو ویلې؛  نه د کومه یې کړل؛ خپله به بیچاره په دولتي سوزکۍ کې تلو او راتلو؛ زرې موټر د کومه شول؛ خو د خبرو په اخر کې وویل؛ چې دا افغانستان هیڅ پرمختګ نه کوي؛ قسم دی پنځه کاله پخوا هم همدا شان ؤ؛ او اوس هم همغه شان دی.
د ده د خبرو سره جوخته ماته دا خبره را یاده شوه، چې وایې.

د نړۍ خلک چې لوی شي عالمان شي رهبران شي ، خو زمونږ خلک چې لوی شي ټوپک واخلي قوماندان شي.

ما ورته وویل وروره! دا افغانستان ده؛ دلته چې کوم کسان ته د مشر په توګه پیژنې البته ټول نه پرته د ځینو ځینو؛ دا د علم؛ او پوهې په وسیله نه دې رهبران شوي؛ دوی عالمان نه دي؛ دوی لوړې زده کړې نه دي کړي؛ حتی ځیني خو یې چې ته د یوه ستر رهبر په توګه پیژنې یا هغه کسان چې په ډیرو لوړو څوکیو باندې دندې سرته رسوي؛ تر دولسم ټولګي هم زده کړې نه دي کړي؛ دا ټول دلته د ټوپک په زور مقام ته رسیدلي؛ هغوی په رهبرۍ او یا په مدیرت نه پوهیږي؛ هغوی په ملي ګټو نه پوهیږي؛ هغوي ته خپلې شخصې ګټې مهمه دي؛ د هغوی مغز پر دې نه خلاصیږي؛ چې دا وطن ابادول غواړي؛ دلته خوار ولس هره ورځ وژل کیږي؛ دلته د یوه کوچني قوماندان څخه نیولې تر ولسوال؛ والي؛ وکیل؛ وزیر؛ معاونین د ولسمشر؛ دا ټول جنګسالاران دي؛ دوی د ټوپک په زور راغلي؛ نه د پوهې او وړتیا پر مټ؛ دا خو پریږ ده لوی خلک دي؛ دلته سیمه ییز مشران چې د یوه کلي په سطحه مشران دي؛ وسله والې ډلې لري؛ (وسله وال غله یې ساتلي) د هغوی پر مټ باندې دوی غلاوې کوي؛ عام خلک ګواښي؛ حکومت ګواښي؛ نور ځایونه خو پریږ ده؛ معارف یې په خپله ولکه کې نیولی وي؛ تر هغې پورې چې د ښوونځیو نه دوی ته ګټه ونه رسیږي؛ ښوونځي نه پریږدی تړي یې؛ بیارغونه او نور ریاستونه خو پریږده؛ په ډیرو سیمو کې داسې هم کیږي او شوي؛ کله چې یو کس په خپلو خلکو او خپل ولس باندې ودردیږي؛ وغواړي چې داسې یو وکار وکړي؛ چې وشي کولای د یوې طرحې یا د یوه منظم اوږد مهاله پلان  له مخې خپل نوی نسل داسې و روزي چې افغانستان د ټوپک نه، بلکې د قلم په وسیله له دې بد بختیو وژغوري؛ داسې یو ځوان وروزي چې د چا د لاس اله نه اوسي؛ داسې یو ځوان ټولنې ته وړاندې کړي؛ چې وشي کولای د خپلې پوهې او وړتیا په وسیله افغانستان د نړۍ سره سیال کړي؛ خو د همدې سیمه ییزو مشرانو او همدغو ټوپکمارو لخوا به یې پرته د کوم دلیل مخه نیول کیږي؛ ګواښل کیږي؛ په بیلابیلو بهانو به دوی زوروي؛ دوی به تهدیدوي؛ تر څو دوی ولس همداسې په تیارو کې وساتي او خپل حکومت پرې وکړي؛ ما دې ملګري ته وویل؛ چې د نورې نړۍ خلک خپل مشران عالمان ټاکي؛ پوهان د هغوۍ رهبري کوي؛ هغوي ډیرې لوړې زده کړې کړي وي؛ د هغوی خوشبختي په همدې کې ده چې  هغوی مشران خپل ځوانان تشویقوي؛ هغوی ته د پرمختګ زمینه برابروي؛ په ځوانانو کار کوي او هغوی روزي؛ د هغه چا ملاتړ کوي؛ چې ټولنې ته په خیر او ګټه وي او د هغو مخه نیسي چې ټولنې او ملې ګټوته په زیان وي؛ خو په افغانستان کې هر څه په چپه دي؛ د کار سړي مخه نیول کیږي؛ هغه رټل کیږي؛ هغه تهدیدیږي؛ هغه وژل کیږي؛ خو د هغه چا ملاتړ کیږي؛ چې غل وي لوفر وي؛ قاتل وي؛ مسلمان ترې په تکلیف وي خلکو ناموس ترې په امن کې نه وي او باالاخره د مور او پلار سربیره د ټول قوم ازاري وي.

په دې هیله چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څیر رهبران یې عالمان وي؛ پوهان وي او همدارنګه ډیر تمرکز یې په ټوپک نه بلکې په قلم وي او همدارنګه زمونږ ځوانان وشي کولای چې نور د دې ټوپکمارو او د دې لویو مافیایي کړیو څخه ځان خلاص کړي او په خپل ځوان فکر او قلم باندې افغانستان د نړۍ سره سیال کړي.

درناوي

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x