Qateel

ژوندون- د قتيل خوږياڼي شعر

د ژونــــــــدون ده دغــه لار        بې لــــه دې نه كيږي كار

پـــــه يـوه لاره بــــه درومو         زه له تا ځار ته له ما ځار

نـــــه پښتــــون نه هزاره يو          نــه ازبك يـــــو نه قاجار

نه تركـــمن يــــو نه تاجك!          يـــو د دې لارې ســــالار

ټــــول د يــو افغان بچي يو         كـــړو پــــه دغې افتخـــار

يــــومـــودين يـوموآئين دى         يـــو مــو رب پـــروردگار

پــــه يـــوه لاره روان يـــو          په ورورۍ كړو كار و بار

يوافغـــــان يو، يـو ملت يـو        يو امــــام ، يـــو اقتــــدار

خيركه بېل مودي رنگونـه          بېلې ژبـــې، بېل گـــفتــار

عـــــلامې د پېژنــــدو دي         بنـــــــدگان يـــــــو د غفار

د وطــــــن ابــادولـــو !!!         دغــــــه لاره ده اوڅـــــار

يوه مور بي بي هــــوا ده         يو آدم(ع) زمونـــږه پلار

بنـــــدگان د يـــوه رب يو         يـــــو لـــــه بله ځنې جار

بېل نومونه چې په مونږ ږدي    هماغـــــه مــو دى اغيار

ژونــد په دغه لاره كيږي        يو مو كار يو مو روزگار

له بېلتونــــه كوو كركــــه
((قتيل)) وايمــــه په جار

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د