افغانستان

هلمند: وسله والو طالبانو ګڼ پوځي مرکزونه نيولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مرجه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

په یاده جګړه کې وسله والو طالبانو د ګڼو پوځي مرکزونو د نیولو خبر ورکړی دی.

دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د مرجې په په سیستان سیمه کې يې د پولیسو یو کنډک، یو ماموریت او پنځه پوستې له منځه وړې دي.

د هلمند ځايي چارواکو په مرجه کې د شوې جګړې پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي، مګر په ناد علي او بابا جي سیمو کې يې د پرمختګ خبرونه ورکړي دي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پورته څرګندونو تر څنګ یادونه کړې، چې په یادو سیمو کې يې شاتګ نه دی کړی.

د سرچينې په قول د مرجې په جګړه کې يې د پولیسو د قومندان زهیر په ګډون اوه پولیس وژلي چې د جګړې په ډګر کې يې جسدونه پاتې دي.

د وی په خبره په دې جګړه کې يې ګڼ مهمات هم تر لاسه کړي دي، یاده دې وي د هلمند امنیتي وضعیت تر پخوا لا ترینګلی ښکاري، چې د سیمه ییز چارواکي يې نه هغمږي علت ښيي.

د هلمند د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل وايي چې د امنیتي ځواکونو تر منځ تر دې اندازې بې باوري پیاوړې شوې ده، چې د پولیسو پوسته له منځه وړل کېږي د اردو عسکر يې په دوربین کې ویني، خو د ورتلو هڅه نه کوي.

د ده په وینا د هلمند په ځايي اداره کې هیڅ همغږي موجوده نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x