
د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ دولتي ځواکونه انساني کرامت ته توهین کوي – ویډیو
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر دلومړي مرستیال جنرال دوستم په مشري دولتي ځواکونه د جوزجان ولایت په خمآب ولسوالۍ کې د یوه وژل شوي کس جسد ته توهین کوي.
یو کس چې د وسلوالو ځواکونو له خوا تر وژل کیدو وروسته د رینجر موټر پر بانټ تړل شوی، او په بازار کې ګرځول شوی دی، چې د حقوق بشر د قوانینو او منشور سره سم انساني کرامت ته توهین دی.
طلوع نیوز چې دغسي د انسانی کرامت توهینونکي ویډیو په خپل خبري راپورونه کې ښيي، د انساني حقوقو خلاف دغه عمل داسي توجیه کوي چې وژل شوی کس په خماب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د ولسوال معاون وو.
د یادوني وړ ده چې طالبانو او مستقلو سرچینو تر اوسه د دولتي ځواکونو دغه ادعا نه ده تایید کړې.
دا لومړی ځل نه دی چې دولتي ځواکونه د انساني کرامت خلاف عمل تر سره کوي، بلکې تر دې د مخه یې هم د طالبانو په نامه ګڼ جسدونه سوځولي او په موټرونو پسي یې تړلي دي.
د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم چې تر دې وړاندې هم د بشري حقوقو د ادارو له خوا په جنګي جنایتونو، د بشري حقوقو او انسانیت په ضد کړنو متهم شوی، اوس مهال په جوزجان ولایت کې د خماب ولسوالۍ کې د طالبانو په ضد په عملیاتو بوخت دی.
سلام دابی دین غنی چی اسلامی معلومات نه لری ده آمریکایی معلومات که لری داده عصرفرعون اوخبیث ترین فرد دوستم ته دیه وه وای چی ده شهداومبارکو اجسادتودی بی احترامی نه کوی یزیدزرواره دادعصرترفرعونانوبهتروه ده یزیدپه وقت کی یووجب ده اسلامی حکومت چاونه نیول اوده اوس سردمداران توله اسلامی ملکونه ده کفارترولکی راغلل اویوعده بی دینه کسان منافقین ده عصربیاخپل په دولت نازیژی اودکفاروپه مزدوری افتخارکوی اویوعده وی اسلامی دعواهم کوی دیرژردی چی تاسی به هم مردارسی اوده خدا حضورته ور سی په امیددهغه ورزی چی سپین بیرغ پر تول جهان ورپیژی اوعمری عدالت وه دنیاته راسی