ویډیو

ولسمشر اشرف غني وایي حضرت حسین د الله جل جلاله لمسی دی – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني د محرم د لسمي (عاشوراء) په مناسبت په خپله وینا کې چې د هیواد له اکثریت تلویزونونو څخه په ژوندۍ بڼه خپرېدله، وویل چې حضرت حسین رضي الله تعالی عنه د الله جل جلاله لمسی دی.

نوموړي په خپله وینا کې چې په دري ژبه یې له لیکلي متنه لوستله، وویل:

«نواسه ی خدا، حضرت امام حسین رضي الله تعالی عنه ویاران فداکارش در این روز درس ایثار، فدا کاري، شجاعت، و پای مردی را به جهانیان آموخت.»

باید وویل شي چې حضرت حسین رضي الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور بې بې فاطمي رضي الله عنها زوی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسی دی.

اشرف غني په اړه ویل کیږي چې دیني معلومات یې ډیر کمزوري دي، دیني معلومات په لیکل شکل ورکول کیږي، نوموړي چي ټول عمر یې په غربي نړۍ کې تیر کړی، د یوې عیسايي ښځي سره یې واده کړی او اولادونه یې اوس هم امریکا کې اوسي.

حضرت حسین رضي الله تعالی عنه په همدې ورځ په کربلاء کې شهید شوی، اهل تشیع د همدې ورځي په مناسبت د نړۍ په کونج کونج کې ماتم کوي، خپل ګریوانونه شکوی او ځانونه په وینو لړي.

ashrafghani_matam (2) ashrafghani_matam (3) ashrafghani_matam (1)

https://www.youtube.com/watch?v=OdexwwNdsSw&feature=youtu.be

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شمس الله احسانی

سلام

غوربندی

د کرزي د غلامی په وخت کی یو شخص د مسافر په نوم د تعلیقونو له لیاری د اشرف غني توصیفونه کول چی ګویا هغه یی لیدلی ده او د هغه له اسلامي بینش څخه متاثر ده.

مسافر صیب!

د خره له تیز (مفکر) څخه څرنګه متاثر شوی؟

عدالتخواه

اشرف غني به دمره احمق نه وي، چې ونه پوهیږي حضرت حسین د چا لمسی دی.
هر دوه سترګی او مغزدار پوهیږي، چې په متن کې پیامبر خدا ترې پاتې شوی. نواسه پیامبر خدا، ترې نواسه خدا وویل شو. بیا یې دومره سړیتوب وکړ، چې له ټول مسلمانانو او خدایه یې بښنه وغوښته.

احمد

راځئ چې د سهوې او قصد تر منځ فرق راولو: ۱- دا واضحه ده چې اشرف غني په سهوې سره دا خبره کړې ده او لیکل شوی متن د اشتباه له امله اشتباه ولوست. که سهوه نه وای نو آیا بخښنه یې غوښته؟ نه هیڅکله هم نه. آیا سهوه کول د اسلام له دین سره منافي دي؟ ۲- هغه کسان چې حضرت امام حسین رض او د هغه پلار حضرت علي کرم الله وجهه یې ان د مرتبې په لحاظ تر پیغمبر اوچت ګڼلی او یا هم د عاشورا ورځ چې په اسلام کې د حضرت امام حسین رض او… نور لوستل »

غوربندی

احمد صيب
تاسو ته سلام او ادب
کاش چی تاسو د ددي غت محدب (پشت) په ملاتر کی ماته زما بی ادبی نه وای گوشزد کری.

الله محمد

نشته ویدیو

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x