افغانستان

بدخشان: وردوج کې دولتي ځواکونو پر ولسي وګړو لارې تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د بدخشان په ودروج ولسوالۍ کې دولتي ځواکونه تېښتې ته اړ کړل شول او دا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده، امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د خلکو پرمخ ټولې لارې وتړلې.

د وردوج ځايي اوسېدونکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دوی ښوونکو ته ګواښ کړی چې که د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې ښوونځيو ته لاړ شي، وبه وژل شي.

د دوی په وینا ولسوالۍ ته ټولې هغه تللې لارې چې د دولت په لاس کې دي د خلکو پر مخ تړل شوي دي، چې ولس يې له ګڼو مالي او روغتيايي ستونزو سره مخ کړی دی.

د وردوج یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته وویل چې په سیمه کې دولتي ځواکونه د طالبانو تر لاس لاندې سیمې خلک د طالبانو ملاتړي ګڼي او ورته وايي چې تر څو مو د طالبانو پر ضد وسله نه وي اخیستې نورو ولسوالیو او مرکز سره به مو رابطه پرې وي.

د هغه په وينا امنیتي ځواکونه نه دوی روغتيايي مرکزونو ته پرېږدي، نه يې ښوونځيو او بازارونو ته پرېږدي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په ودروج کې يوې امنیتي سرچينې منلې ده، چې د وردوج ولسوالۍ لارې يې تړلې دي، د دوی په وینا د دې سیمې خلک له طالبانو سره اړیکه لري، چې باید وځپل شي.

وسله والو طالبانو د ګډ حکومت له لوري پر ولسي وګړو د لارې تړل غندلي او دا يې له بشري حقونو څرګنده سرغړونه بللې ده.

طالبانو پخپله اعلامیه کې ګواښ کړی، چې دوی هم ورته اقدام کولی شي، خو په وینا يې دا د ولس ځورول دي او کومه لاسته راوړنه باید ونه ګڼل شي.

«اسلامي امارت د دښمن دغه بزدلانه اقدام په کلکه غندي، مجاهدین کولای شې په ګڼو ځایونو کې په هغو سیمو لارې وتړي چې دښمن پرې حاکم دی، خو د عامو خلکو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره دا کار نه کوي او نه هم دا کومه لاسته راوړنه بولي.»

دوی د ګډ حکومت امنیتي ځواکونه «ډارن» بللي او په وينا يې له دوی سره د مخامخ جګړې وس يې بایللی او بشپړ ناکام شوي دي، ځکه خو غواړي چې غچ يې له عامو وګړو واخلي.

دوی د اعلامیې په پای کې پر نړیوال سور صلیب، رسنیو، بې پرې بشري، روغتيايي او ښوونیزو ادارو غږ کړی چې د وردوج ولسوالۍ د خلکو د غږ په پورته کولو کې دي خپل وس نه سپموي.

تر اوسه د بدخشان ځايي چارواکو، د ګډ حکومت نورو منصوبینو یا هم د بشري حقونو فعالانو په رسمي ډول د وردوج د تړلیو لارو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x