افغانستان

هلمند: افغاني عسکر درې بهرني سرتیري ووژل

نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت به ناد علی ولسوالۍ کې افغاني عسکر ۳ بهرني عسکر ووژل.

د تفصیلاتو سره سم نن د هلمند ولایت څخه خبر ورکړه شو، چي یوه افغاني عسکر خپله وسله پر بهرنیانو عسکرو ور واړوله، او درې عسکر یې په ډزو سره ځای پر ځای ووژل.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د ایساف یوه ویاند ورته ومنله، چي په دغه پيښه کې یو بهرنی عسکر وژل شوی دی.

خو د ایساف ویاند د وژل شوي عسکر د نومولو یا هویت ښودلو څخه ډډه وکړه.

بل خوا ځینو نورو رسنیو د هلمند ولایت د چارواکو او خپلو سرچینو له قوله وویل چي په برید کې یو نه بلکي ۳ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.

په خبر کې د هغه افغاني عسکر د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي چي دا برید یې تر سره کړی.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ هم په بادغیس کي یوه افغاني عسکر پر بهرنیانو ډزي کړي وې، چي له کبله یې دوه تنه بهرنیان ټپي شوي وه، چي يو يې امریکايي او بل اسپانوي ضابط وو.

کارپوهان وايي چي داسي پيښي چي د ګرین آن بلو (green on blue) په نامه سره په غربي رسنیو کي تکراریږي، د افغاني او بهرني عسکرو تر منځ د اعتماد فضا خرابه وي، او تر منځ یې فاصله ډیره وي.

طالبان همیشه دداسي پيښو پړه پر غاړه اخلي، او وايي چي دوی په ډیر مهارت سره د افغانستان په ملي اردو او ملي پولیسو کي خپل کسان ځای پر ځای کړي دي، چي وخت نا وخته داسي بریدونه تر سره کوی، بل خوا افغان حکومت او د امریکا استخباراتي اداره سي آی ای هم ډیري هلي ځلي کوي، چي د وخت تر مخه داسي کسان ونیسي، یا یې د ملي ځواک څخه بیرون وباسي چي پر بهرنیانو د بریدونو ګمان پر کیږي، خو کتونکي په دې باور دي چي دا هڅي به ډیري ګراني وي، او ډیر وخت ته به اړتیا ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x