شعـــــرونه

غــزل – فاتح

سيد مطيع فاتح

شپه یي ناوې ته شي په خیال کي له بارانه وځي
دا ځني ځنـي لـه خپــل کِبــره لـه ایمــانه وځي

سپدې صادقي شوې په سترګو مي پـرده راغلی
که دخیال ستوري مي نن بیا له اُووم آسمانه وځي

د چا د غـم جـهان له ما نه چـاپیـر داسـي مي وي
لکـه لښکر چـي لـه باچـا سـر تـر میـدانه وځي

له ګـونګه بُته کړي پوښتنه بوتـان چــا مات کړي؟
د خلیـل قـام لـه بتکـدې داسـي پـریشـانه وځـي

تار یي د زلفـو دی پېیلی او په څنګ مي ناستـه
مـاته را ګوري چي تڼۍ دي له ګــریوانه وځي

د زولنــو لـه زوره ووت کــه تعبـیر وو د خــوب
هغـه غـلام یوسـف د تـخت شو لـه زنــدانه وځي

ویښ چي یي ولیـدم په شپه کي سـالار داسي ویل
فـاتــح ته پـام مو دی مین دی لـه کاروانه وځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x